ښاغلي پوتين ته :
ضمير کابلوف دې درمهار کړه
کابلوف د روسانو استازی دی او که د جُهالو طالبانو؟
که د ضمير کابلوف تېر له ياده وتلي وي، نو د افغانانو پر ياد دي. د روسانو لپاره طالب پر پانګونه نه ارزي بايد دولت پر دولت اړيکي ولري
سيد حسين پاچا
افغانان د روسيې له مشرتابه په درناوي هيله لري چې خپل استازی ضمير کابلوف وپوهوي او مهار يې کړي. که کابلوف د روسيې استازی وي، نو بيا سمه ده او که د طالبانو استازی وي، نو د هغوی دوه تنه استازي احمدي ومجاهد له رسنيو سره ثبت او معلوم دي. داسې برېښي چې ښاغلی کابلوف يې درېيم استازی دی چې د روسيې له لورې په دولتي کچه او نړيواله کچه له طالبانو استازولي کوي، خو پاکستا به دومره واک کله چا ته ورکړي.
د ښاغلي کابلوف به يا ياد وي او يا نه، خو پاکستان د ضياءالحق په وخت کې له امريکا سره داسې پيمان لرلو چې د روسانو له وتلو وروسته افغانستان بايد دوی ته وسپارل شي، نو اوس دې کابلوف روښانه کړي چې دا ځل د امريکايانو له وتلو وروسته دوی هم له پاکستان بالمثله پيمان کړی که څنګه، چې د امريکا له وتلو وروسته به افغانستان موږ ته سپارئ او ګوتې به راسره نه ماتوئ.
ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :
- وسله به د دوی پر لاس ويشي
- وسله به د دوی پر خوښه ويشي
- کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.
ښاغلي کابلوف دې دا روښانه کړي چې دوی طالبانو ته وسله د چا پر لاس او د چا پر خوښه ويشي؟ او هم دې دا روښانه کړي چې د امريکا له وتلو وروسته به پاکستان همداسې انګيري چې موږ شه او طالبان چې څنګه اداره او کنترول کړو؟ له افغانستان سره به څه کوي؟ د ښاغلي کابلوف لکه چې يونيم ميليون شهيدان او دوه ميليونه معيوب له ياده وتلي که څنګه؟
په درنښت
سيد حسين پاچا
روسيې د افغانستان ولسمشر د قطر د غونډې د ځنډېدو مسوول وباله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320