د ملکي تلفاتو بیساری ډېرښت

0 615

احسان الله ارینزی _

د ډېرو کورنیو او بهرنیو منابعو په حواله، 2018 د افغانستان د ټولو خلکو او په تېره بیا ښځو، ماشومانو او خبریالانو ته ډېر خونړی کال و او د وطن په ګوټ – ګوټ کې په زرګونو خلکو؛ خو په بېلابېلو نومونو خپل ژوند له لاسه ورکړل. له بده مرغه چی اوس بعنی د 2019 په تیرو څلورو میاشتو کی هم همدا حالت روان دی او هره ورځ د هیواد يه یو ګوټ کی په ملکیانو تندر پریوتی وی. د میدان صدمرده یی وروستی مثال دی!

پخوا به ژمی په افغانستان کې د جګړو د کمېدو وختونه وو او د دولت ډېر مخالف وسلوال جنګیالي به د دمې او نویو زده کړو له پاره ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تلل؛ خو په تېرو دریو – څلورو کلونو کې د اوړي او ژمي توپیر له منځه تللی او کال دولس میاشتې، د هېواد په ډېره جغرافیه کې خونړۍ پیښې، چاودنې، بمونه او جګړې له خلکو څخه د سر او مال قرباني اخلي او ناورینونه پنځوي!

په تېرو دوه – دریو کلونو کې جګړې او یرغلونه دومره درانه شوي چې ډېری کورنۍ او بهرنی سرچینې یې حتی د میاشتو راپورونه خپروي او د جګړې په ټولو خواوو غږ کوي چې که په جګړه کې اخلاقي نورمونه او نړیوال قوانین په پام کې ونه نیسي، دا جګړه ورځ په ورځ نوره خونړۍ کېږي او ورسره جوخت د ملکي خلکوتلفات اسمان ته رسي!

د سږ کال د اپریل په لومړی ورځ، د ملکي خلکو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې یا CPAG په یوه اعلامیه کې وویل چې د روان کال په مارچ میاشت کې، د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د سپارښتنو سره – سره، په هېواد کې ملکي ولسي خلکو ته دومره درنه مرګ ژوبله اوښتې چې په تېرو اتلسو کلونو کې ساری نه لري!

دا ډله وړاندې لیکي چې په هغه میاشت کې د هېواد په اتلس ولایتونو کې، 184 ملکي کسان وژل شوي او 300 ټپیان دي چې 27 پکې مېرمنې او 54 ماشومان دي.

له بده مرغه ترخ حقیقت دا دی چې د افغانستان د جګړې ټولې ښکیلې غاړې، مقابل لوري په جنګي جنایاتو او بشري ضد جرمونو تورنوي او ځانونه ورته سپینې کوترې ښکاري؛ خو واقعیت دا دی چې ځینې دا سپینې کوترې په ځینو مواردو کې په ډېرو تورو او غیر انساني اعمالو بوختې دي!

د سږکال د مارچ په 16 ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په یوه فوق العاده امنیتي غونډه کې په افغان او نړیوالو پوځیانو غږ وکړ چې تر دې وروسته د ملکي خلکو خوندیتوبه ته پوره پاملرنه وکړي؛ خو د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه داسې تراخه خبرونه خپاره شول چې دولتي او نړیوالو ځواکونو په شپنیو او هوایي بریدونو کې ملکي خلک او په تېره بیا په کورونو کې مېرمنی او ماشومان په نښه کوي او د دې په ځای چې خپل وسله وال ایدیولوژیک دښمنان له منځه ویسي، ورځ په ورځ د خلکو د پراخه پرګنو ملاتړ له لاسه ورکوي، خپل طبیعي دوستان او خواخوږي په مخالفینو او دښمنانو بدلوي او په دی توګه د وسله والو طالبانو کمپاین ته لار اواروي.

د دولت وسله وال مخالفین هم په دې منځ کې تړلي اوس نه دي ناست او په دولتي اهدافو د برید په وخت کې د ملکي خلکو د خوندیتوب حق او درناوی نه ساتي. دوی داسې روزل شوي دي چې باور لري چې جهاد به تر قیامته، د ټولې اسلامي نړۍ په استازیتوب، یوازی د افغانستان د خلکو د سر او مال په بیه روان وي او ګټه به یې نورو، په تېره بیا د انصارو ملک ته ځي!

اوس که په دې باندې د اربکیانو، قومي تربګنیو، د جهادي قوماندانانو د ملیشو، اقتصادي مافیا، غلو، داړه مارو او اختطافچیانو له لاسه د وژل شوو او ټپي شوو هېوادوالو شمېره هم کېږدو؛ نو و به وایو چې الله ته په دې وطن رحم وکړې! ځکه چې د خپلواکۍ اتلان، د دین پتنګان او د جهاد او مقاومت مدعیان او بله خوا د بشري حقونو مدافعین، د ولسواکۍ ملاتړي او د مدنیت سرغندویان، ټول دلته زموږ په بیوزلۍ هېواد کې په ډېرو ضد بشري، ضد انساني او ضد اسلامي فعالیتونو لګیا دي، خلک وژني، وینې بهوي، په ملکي خلکو دانګي؛ لارې، پلونه، ښوونځي او نور مدني بنسټونه نړوي او لنډه دا چې هر څوک دلته، د خپلې اجندا له پاره چې ډېر په پردیو استخباراتو پوري اړه لري، په خړو اوبو کې کبان نیسي او زموږ هېواد ته درانه زیانونه رسوي.

په دې لړ کې د دولت او نړیوالو ځواکونو مسوولیت ډېر دروند دی. دولت د دې جغرافیې سیاسي واکمن دی او دنده لري چې د خلکو سر، مال، ناموس او عزت وساتي، نړیوال ځواکونه خو د بشري حقونو مدافعین دي او د دې له پاره افغانستان ته راغلي چې خلک د ترهګرو او وسله والو ډلو او ډلګیو له شر څخه وژغوري؛ له همدې امله دوی باید په دې جګړه کې د اخلاقي نورمونو او نړیوالو قوانینو د تطبیق او درناوی په ښکاره سمبولونو بدل شي چې بیا نور مخالفین صراط المستقیم ته راوبللی شي!

په هلمند کې د دوو مېرمنو اسارت، دا په ډاګه کړه چې که دا جګړه مهار نه شي؛ نو ډېرو بدو او درنو عواقبو ته باید انتظار وباسو! د الخالد او الفتح اعلانونه د دې بدو عواقبو پېلامې دي چی درانه زیانونه به واړوی. د میدان د صد مرده خونړی پیښه او د مخابراتو په وزارت برید او د ملکیانو تلفات د دب خبری ښه ثبوت بلل کیدای شی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply