!په نوي کال کې بايد د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړو

0 506

_ شیرمحمدامیني ستانکزی

پسرلی دطبیعت ښکلاوو ته رنګینې جامې ورآغوندي، دانسان روح او روان ته سکون ورپه برخه کوي، دژمې په موسم کې دخدای (ج) مخلوقات چې په دغه درېـیو میاشتو کې په خوب بیده ول، راویښوي او دپخوا په څېر خپل ژوند ته دوام ورکوي .

داچې په افغانستان کې دسپرلي موسم ته ډېری وګړي خوښ برېښي او دیو نوي پلان په جوړولو خپلې چارې سموي او په همدې توګه دخپل ژوند د چارو دپرمخ بیولو لپاره هلې ځلې کوي، چې دخپلې کورنۍ دسمبالښت لپاره هراړخیزې کړنې په لاره واچوي .

له دې پرته هر وګړی په دې هڅه کې دی، چې دخپل هېواد دسمسورتیا او رغوونې لپاره نیالګي کېږدي، چې دهېواد هره سیمه ښکلې او زرغونه شي او راتلونکي نسل ته  نه یوازې دخپل لاس نښه پرېږدي، بلکې د مېوه لرونکو ونو بېلابېلې مېوې ورته د ډالۍ په توګه پرېږدي .

همدارنګه هېوادوال په رغنیزو چارو بوختیا داهغه څه بللی شو، چې ولسونه نور له جګړو ستړي شوي او دهېواد د آبادۍ لپاره ملا وتړي او دګران افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې وکړي، چې دبریالیتوبونو لوړو پوړو ته ځانونه ورسوي ، چې هغه یوازې سوله ده.

د هېواد په اوسنيو حالاتو کې دسپرلي موسم چې دناامنیو او جګړو  پیلامه ده، ډېری وګړي ناخوښ په دې دي، چې یو ځل بیا د دولت مخالفې ډلې ورانکاریو او جګړو ته زور؛   ورکوي او دخلکو ژوند له ګواښونو او ناندریو سره مخ کوي، خو بیا هم ولس دناچاریو له کبله د لوی څښتن تعالی په تکل خپلو ورځنيو چارو  ته دوام ورکوي .

ولې دافغانانو لپاره هیڅ کوم لوري دا نه انګېري، چې د  دوی ژوند دې له خطره لرې وي او په یوه باامنه  سیمه کې  ژوند وکړي .

ددې لپاره چې په هېواد کې دهرافغان ژوند خوندي او پرمختګ وي، نو مخالفې ډلې دې  په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره تکل وکړي  او پیل دې په  اوربندوکړي، ځکه په جګړه کې هېڅ بریا نشي تر لاسه کولی، بلکې دبریا لوړو پوړ ته رسېدل؛ یوازې دخبرو او ملي مصلحتونوله لارې شوني دي اوبس .

د افغانستان حالات هم ډېرپېچلې او خطرناک دي، هره غلطه پرېکړه افغانستان له لویو ناورینونو سره مخامخ کوي . مکار دښمن تيار په کمين کې ناست دی او زموږ له بې اتفاقۍ ناوړه ګټه پورته کوي، ملت بايد د دغه مکار دښمن د ناوړو پلانونو له منځه وړلو ته ځير وي .

شرایط غوښتنه کوي ،چې ټول مسایل  دې په ژوره او علمي ډول و څېړل او د حالاتو په ژورې څېړنې او مطالعې سره لازم تصاميم ونيول شي.

که زموږ ناچاره ژوند همداسې په ناندریزو  وختونو کې تېرېږي، خو دا په یاد ولرئ ، چې تاریخ به نوي نسل ته دا هر څه ولیکي، چې هغه وخت به خدای مه کړه اوسنۍ بې پيروايۍ راتلونکي نسل ته دپېغور په توګه پرېږدي، حال داچې موږ د ویاړنو ډک او  زرین تاریخ لرو او باید تل د ملت وياړنې دتاریخ په زرينو کرښو وليکل شي.

راځئ؛ سږني کال کې ټول ولس دسولې لپاره هڅې ګړندۍ کړو، په خپلو سیمو، بانډو او آن  دهېواد په کچه غښتلي اقدامات وکړو،چې دبهرنیو او تاریخي دښمنانو له ناوړو دسيسو خلاصی پیدا کړو  او دبین الافغاني جرګو له لارې  خپلمنځي کړکېچونو ته دپای ټکی کېږدو. څنګه چې دپسرلني په زرغون موسم کې خپلو کروندو لپاره کار کوو، همداسې یو څه  وخت دهېواد ملي مسایلو ته هم وقف کړو او دهیواد  د آبادۍ او ښیرازۍ  لپاره ګډه مبارزه وکړو.

نو دابه زموږ دکړنو پایلې  ژر تر بریالیتوبونو ورسوي او په هېواد کې به هرکال دپسرلي ښکلي موسمونو ته خوښي په جشنونواو یوالي سره ټول هېوادوال ولمانځي.

د دې ورځې په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply