د محکمې پرېکړې د غني په مخالفینو سړې اوبه توی کړې!

0 651

 

مطیع الله سحر_

د افغانستان سترې محکمې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني چې لا د واک یې شپږ میاشتې پاتې دي، په اړه پرېکړه وکړه، تر هغو به ښاغلی غني خپله دنده تر سره کوي چې تر څو د راتلونکو ریاست جمهوري د انتخاباتو پایلې اعلان شوي نه وي. او  د هیواد نوی  منتخب رئیس جمهور نه وي معلوم شوی او پر دنده ګمارل شوی نه وي.

د محکمې دې پرېکړې د ښاغلي اتمر په ګډون په ډېرو سړې اوبه تویې کړې، ځکه د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو ګواښ کړی وو چې له جوزا وروسته به ولسمشر غني ته د ولسمشرۍ په څوکۍ د پاتې کېدو اجازه ورنه کړي او پر وړاندې به یې لاریونونه وکړي. مګر د سترې محکمې پرېکړې دوی نه یوازې هک حیران کړل، بلکې د دوی شومې موخې یې چې د پاکستاني مقاماتو له موخو سره کافي ورته والي لري له خاورو سره خاورې کړې، څومره چې پاکستان د ولسمشر غني د واک مخالف دی، نو همدومره اتمر او نورې جنګي ډلې د ولسمشر غني د واک د غځېدو مخه په هر قېمت نیسي، مګر دوی به ځکه په دې برخه کې څه ونشي کولی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو څلورنیمو کلونو په ترڅ کې د خپل هیواد لپاره داسې کارونه او خدمتونه کړي چې له برکته یې د ولس په زړونو کې ځای لري او د ولس ملاتړ له ښاغلي غني سره دی.

یادو سیاسیونو د سترې محکمې له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، دوی وايي چې کومه پرېکړه سترې محکمې کړې د هیواد اساسي قانون یې له پښو لاندې کړی دی، مګر په حقیقت کې قانون دوی له پښو لاندې کوي، ځکه دا لومړی ځل نه دی چې ستره محکمه دغسې یوه پرېکړه کوي، بلکې تېر ځل یې د ولسمشر کرزي په اړه هم ورته پرېکړه کړې وه او نه د دوه زره نهم کال د ټاکنو پرمهال هم دغسې پرېکړه شوې وه.

د هیواد اساسي قانون په دې اړه صراحت لري، مګر سیاسیون چې څه وایي هغه هیڅ قانوني مبنا نه لري، دوی ټینګار کوي چې ولسمشر غني دې له واکه لاس په سر شي، یا دې سرپرست حکومت ته واک ولېږدوي، حال دا چې په اساسي قانون کې په دې اړه هیڅ هم نشته او دوی چې څه وایي دا له اساسي قانون سره واضح ټکر لري.

ښاغلي غني په لومړیو کې له خپل ولس سره دا وعده کړې وه چې ټاکنې به تر سره کېږي هغه هم پر خپلي ټاکلي وخت سره. خو دا چې د افغانستان د انتخاباتو په کمېسیون کې یو څه ستونزې رامنځته شوې. ولسمشر غني دې ته اړ شو چې د یاد کمېسیون ټول کمېشنران بدل کړي. او پر ځای یې با مسوليته شخصیتونه د سیاسي ګوندونو په مشورو او رایو وګماري. د همدغو ستونزو له امله کمېسیون لا په دې ندې توانېدلی چې د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړي. او که چېرته سمدستي ولسمشریزې، ولایتي او د غزني ولایت  د ولسي جرګې انتخابات تر سره کړي. په یاد کمېسیون به د کار بوج زیات شي. او بیا خدای نه خواسته داسې کومه فیصله کړي وي چې د هیواد په تاوان به وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply