سوله د ملي لومړیتوب په توګه

0 475

محمدبشیر یوسفزوی _

د ملي وحدت حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني لومړیتوب له لومړۍ ورځې څخه سوله وه، په دغه موده کې حکومت د سولې په اړه بې سابقې ابتکارات درلودل او د همدغو نوښتونو او کوښښونو په پایله کې د ملي یووالي حکومت په وروستیو دوه کالو کې سوله په یوه ملي بحث بدله کړه.

د خلکو او ولسونو په منځ کې د سولې د بحث د لا ښه منسجم کېدو په موخه ولسمشر غني د سولې مشورتي لویه جرګه را وغوښته، تر څو جرګه دا موقع او فرصت مساعد کړي چې د خلکو استازي تر یو باعزته چترلاندې د سولې په اړه خپل نظریات منسجم کړي او حکومت ته د سولې د مذاکراتو لپاره یو لوری او جهت تعین کړي.

ولسمشر غني بار بار په دې تاکید کړی وو چې د سولې مذاکرات به د ولس په سلا او خوښه مخته ځي او په دې برخه کې به هیڅ داسې تصمیم او پرېکړه نه کېږي چې ولس په جریان کې نه وي او د همدې لپاره یې د سولې مشورتي لویه جرګه اړینه وبلله. تدبیر دې ته وايي چې د خلکو درایت، شعور، حد او حدودو ته درناوی ولرو.

ولسمشر غني د مشورې دیني او ملي ارزښت ته په اشارې وویل، مشوره زما لپاره مهم اصل دی، یوه نیمه لسیزه چې ما په افغانستان کې کومه وظیفه اجرا کړې ده، د پوهنتون له ریاست څخه نیولې، د امنیتی مسوولیتونو تر انتقال او همدارنګه لسګونو ولایتي سفرونو او هره میاشت کې چې په ارګ کې له خپلو زرګونو وطنوالو سره په کتنو کې په ټولو ملي مسائلو کې مشوره کوم او نن  په عمل کې تاسې ته ثابتوم چې په دغه اصل باور لرم.

سوله که له یوې خوا د حکومت او ولسمشر غني مهم او ملي لومړیتوب دی، نو بل لورته د ولس اساسي او لویه غوښتنه ده، ځکه له څلوېښتو کالو راهیسې زموږ هیواد او هیوادوال په جنګ کې دي. د همدغه بدمرغه جنګ له امله یې ډېرې شتمنۍ، هستۍ، ځوانۍ او کدرونه له لاسه ورکړي. فرصتونه او منابع ضایع شوي او لا هم د ضایع کېدو په حال کې دي، ځکه تر هغو چې جنګ وي، نو هیواد او هیوادوال به په مشقت کې وي، حکومتداري به کمزورې وي، د زیربنا او انکشافي پروژو به نه یوازې موثریت کم وي، بلکې لګښت به یې نهایت لوړ وي. خلک به مایوسه او خپل راتلونکي ته اندېښمن وي، له دې امله د سولې او ثبات تامین د ټولو هیوادوالو یوازینۍ او لویه هیله ده.

د سولې مشورتي لویې جرګې ته د خلکو زیاتې هیلې وې او د جرګې استازو د ولس هیلو ته په استازیتوب د سولې پروسې په برخه کې حکومت ته مثبت جهت ورکړ، ولسمشر غني د جرګې د استازو د پرېکړه لیک قدرداني وکړه، د طالب بندیانو ازادېدل، کابل او افغانستان ته د هغوی راتګ او د دفتر ورکول د مذاکراتو لپاره او همدارنګه یې د اوربند کول اعلان کړل، خو څو شیبې وروسته وسله والو طالبانو دا هر څه رد کړل او وې ویل، چې د روژې په میاشت کې جنګ زیات ثواب لري او له دې امله به دوی د خپلو بې ګناه هیوادوالو وژنو ته ادامه ورکړي او د هیواد له بربادۍ څخه به په اسانۍ لاس وانخلي.

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply