د یو شمېر ادیانو تاریخ ښیي

عبدالغفور لېوال

0 1,076

د یوشمېر ادیانو تاریخ ښيي :
ادیان د انسان فيلاسوفي پو ښتنو ته د ځواب ويلو، اعتقادي تکیې، ټولنیزې اصلاح او اخلاقو د ټولیزکېدو( تعمیم) لپاره رامنځته، خو وروسته بیا له درېیو آفتونو سره مخ کیږي:
۱- بنسټپالنه،
چې د دین احکام او ټولنیز قراردادونه د ټولنې له فيلاسوفي، حقوقي، علمي او تخنیکي پرمختګونو سره ملګرتیا له لاسه ورکړي خو د دیني ولاړو بنسټونوساتونکي پرزړو آرونو ( اصولو) ټینګار کوي. بشري ټولنه وړاندې ځي، خو د دین بنسټپاله تفسیر یې شاته راکاږي.
۲- پر دین سیاسي پانګونه،
چې یو شمېر ځیرک دینچاري له دیني ارزښتونو داسې ګټنه وکړي، چې په مټ یې سیاسي واک وځواک ځان ته انحصار کړي. دین د سیاسي ځواکساتنې لپاره او سیاسي ځواک پر دین د خپل ځان د انحصار لپاره کاروي او نور ټول خلک خپل رعیت ګڼي. د دې آفت په پایله کې یوازې هغه وګړي یا ډلې ځانونه د واکمنۍ او سلطنت وړ بولي، چې ګواکې پر دین پوهیږي. د دوی په نظر هغوی چې دیني پوهه نه لري ړانده دي او ړانده وګړي، نه ښايي سیاسي واک ولري.

۳- له دیني متونو او بنسټي لارښوونو څخه د تفسیرونو او تعبیرونو ګڼون ( تعدد)،
په دې حالت کې وګړي او ډلې دیني احکام د خپلو خپلو ګټو او ځانښوونې لپاره یو د بل پرضد تفسیر او تعبیروي. هروګړی یا ډله خپل تعبیر او تفسیر ترټولو سم و اصل ته نږدې ګڼي او د دوی ترمنځ اختلاف پر شخړو او جګړو اوړي. له هغه ځایه، چې هر وګړی یا ډله، په ټولنه کې خپل پلویان لري، جګړه د دوی د پلویانو ترمنځ پراخیږي او بالاخره پر ټولنیز کړکېچ او بحران بدلیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply