طالبانو د ملت غوښتنو تر څنګ د روژې مبارکۍ میاشتي درناوی هم ونکړ

0 509

_سید عبدالله پاچا

دا ښکاره خبره ده چې د روژې مبارکه میاشت د خدای پاک تر ټولو غوره میاشت، د قرآن اعظیم الشان د نازلیدو او تر ټولو سپیڅلي میاشت ده، په دې میاشت کې د مسلمانانو پرمخ د جنت دروازې پرانستل کیږي او د دوزخ دروازې بندې کیږي، د اسلام ستر پیامبر حضرت محمد مصطفی(ص) د روژې د فضیلتونو او عظمت په اړه فرمایلي: ای د خدای بنده ګانو! د خدای میاشت له رحمت، بخښنې او رحمت سره ستاسو په لور راغلې ده، هغه میاشت چې د خدای په نسبت تر ټولو غوره ده، ورځې یې تر ټولو ښې ورځي او شپې یې هم تر ټولو غوړه شپي دي او ساعتونه یې هم تر ټولو غوره ساعتونه دي، د خدای میلمستیا ته بلل شوي یاست. د اهل کرامت په لړ کې راغلي یاست، په دې میاشت کې ستاسو سا اخستل، تسبیح، ستاسو عبادت، نور عملونه هم غوره او دعاګاني مو قبولي دي، نو په پاک زړه او ښه نیت پرودګار یاد کړي، خو بد بخته انسانان هغه کسان دي چې په دې سترې میاشت کې د خدای له بخښنې محروم شي.

خو بد بختانه چې سره له دې هم د هیواد او ولس دښمنانو د تیرو جنایتونو په څیر بیاهم د روژې مبارکۍ میاشتي په پیلیدو سره سم افغان ولس ته درد او غم ډالۍ کړ، دا په داسې حال کې چې د سولې مشورتي لویی جرګي کې هم د ولس ۳۲۰۰ تنو استازو په یو غږ سره په دولت او وسلوالو ډلو غږ وکړ چې حد اقل باید د سولې خبرو اترو لپاره او د روژې د مبارکۍ میاشتي په درناوې سره لومړي باید اوربند وشي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس د ولس استازو فیصلو ته د درناوې په موخه د وسلوالو مخالفینو د (۱۷۵) تنو بندیانو د خوشي کیدو اعلان وکړ او تر څڼګ یې له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنی غږ ته لبیک ووایي، یا لږ تر لږه د روژې مبارکۍ میاشتي ته په درناوې له جګړی، تاوتریخوالي او انسان وژني څخه لاس واخلي، خو له بده مرغه دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو په جلال آباد ښار کې د تیره شپه د کرکت په لوبغاړي کې چې د رمضان کپ تر نامه لاندې سیالي رواني وي د درې پرلپسي تروریستی بریدونو په تر سره کولو سره د یو شمیر لوبغاړو په ګډون زمونږ په لسګونو تنه مظلوم او بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، دغه ترهګری او انسان وژونکي ډلي چې دیني ارزښتونو او مبارکو ورځو ته هیڅ ډول درناوې نلري، یو ځل بیایې د خپلو بادارانو په اشاره د روژې په مبارکه میاشت کې یې یو ستر بشری جنایت او نه بښوونکی عمل تر سره کړ او د افغان ولس پر وړانډې بیا هم خپله دښمنۍ او بې رحمۍ ثابته کړه، دهغوي دغه خونړی عمل په هیڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دی، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: سوره نساء آيت 93 . ژباړه: څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتی دوزخ دی، او الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخی کوي او دهغه لپاره لوی عذاب دی.

خو له بده مرغه چې د طالب او داعش په نامه ترهګري ډلي تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر د مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی.

په پای کې د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، آمین.

مشورتي لويي جرګې د پای ته رسېدو څخه وروسته د افغان حکومت، ولس او جنګي ډلو مسوولیتونه څه دی؟ لیکوال: سید عبدالله پاچا

په دې مشورتي لویه جرګه کې د ولس او په ټوله کې د مسلمانانو ګټه څه ده؟ همدې پوښتنو ته د ځواب پیداکولو په خاطر د الله جل جلاله له هغه پیغامه شروع کوم په کوم کې چې يي نظام ته زیری، ولس ته حکم او وسلوالو مخالفینو ته وېره ورکړې.

قال الله تعالی: (( وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (۹)

ژباړه: الله جل جلاله فرمايي: که چیرې د مؤمنانو دوه ډلې سره په جنګ شوې، نو تاسې (ولس) د هغوی ترمنځ سوله وکړئ، که چیرې یوې ډلې پر بلې ډلې تجاوز وکړ، نو اې مومنانو (ولس)! تاسې د هغې ډلې پر خلاف چې بغاوت او سرکشي کوي، وجنګیږئ، تر هغې چې د الله امر ته چې د سولې څخه عبارت دی، غاړه کیږدي، نو که ېې غاړه کیښوده بیا په عدل او انصاف سره د دوی ترمنځ سوله وکړئ، الله انصاف کوونکي خوښوي.

اوس دې ایات ته په کتو، د الله حکم چا مات کړ؟ نظام سوله غواړي او ولس د همدغې سولې لپاره خپلې هلې ځلې شروع کړي، د خپلو خویند میندو او اولادونو مړي يي ورته وبخښل، مګر مخالفو جنګي ډلو د سولې څخه په ټوله سپین سترګۍ خپل مخالفت اعلان کړ، او د الله جل جلاله ددغه لوی او ښکاره حکم مخالفت يي وکړ، د جنګي ډلو همدغه ناروا کړنو له امله د اسلام مبارک دین او مسلمانان کفري نړۍ ته وحشیان وروپیژندل شول، ځکه خپل کور ورانوي، خپلې خویندې میندې بوروي، خپل اولادونه او وروڼه وژني او د خپلو شخصي ګټو پخاطر د اسلام مبارک دین، هیواد او د ولس د دښمنانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي. د دوی د کړنو له امله نه دا چې یواځې په افغانستان کې انسانان وژل کیږي او اسلام بدنامیږي، بلکې په نړۍ کې يي هم د اسلام په مبارک دین تور داغ ولګولو، تیره میاشت په سریلانکا کې چې کومه پیښه ترسره شوه، په مقابل کې د سریلانکا نظام راجیګ شو او فرمان يي صادر کړ چې حجاب بند، که چیرې تاسې له دیني نصوصو څخه ناسمه استفاده نه کولې، نو ولې به مو اوس په سریلانکا کې خویندې بې پردې کیدلې؟!

جنګ ته چې الله جل جلاله فتنه ویلې هغه په همدې خاطر چې جنګ غربت زیږوي، وحشت خپروي، فحش زیاتیږي او باالاخره انسانان د اسلام مبارک دین څخه ووځي.

  • ولسونو څه وکړل او څه يي غوښتل؟
  • ولسونه د دې لپاره راټول شوي وو، چې د الله جل جلاله په دغه مبارک حکم عمل وکړي (وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا)

ژباړه: که چیرې د مؤمنانو دوه ډلې سره په جنګ شوې، نو تاسې (ولس) د هغوی ترمنځ سوله وکړئ، په جرګه کې داسې کسانو هم ګډون کړې وو، چې پرته له امساء نشو ګرځیدلای، اومیندواره خویندو میندو، معلولینو، او د شهیدانو د کورنیو غړو پکې ګډون کړې وو، داسې کسان هم پکښې وو چې په جرګه کي یې د سولې لپاره خپلې هلې ځلې کولې زنګ ورته راغی او د خپل ورور او تره د شهادت بد غږ پرې وشو!!!

دوی ټولو په یوه خوله د طرفینو څخه د سولې غوښتنه وکړه، چې په پای کې ولسمشر د دوی ټولو غوښتنو ته ټټر وواهه او خپلې ژمنې يي داسې وکړې:

  • ولسمشر په ټوله خوښۍ او خوشبینۍ خپل غږ پورته کړ او ویې ویل: زه د روژې هرکلې په دې شکل کوم، سپین چیک ورکوم یعنې۱۷۵ کسان پرته له هیڅ ډول قید او شرطه خوشې کوم، اوس طالبانو ته منتظر یم، چې هغوی د روژې هرکلې څنګه او څه ډول کوي؟

دویم دا چې په کابل یا بل هر ولایت کې چې طالبان يي وغواړي د دفتر لپاره ځای ورکوم، امنیت يې نیسم او ددوی لپاره مالي امکانات هم برابروم.

ولسمشر په پوره اخلاص او ريښتینولۍ وویل: جنګ ګټونکې نلري او سوله بایلونکې، جنګ کله ته ګټې او کله زه، یوه غوښتنه درڅخه دا لرم چې ولسونه مه وژنئ او مه یې ازاروئ!

ولسمشر د سولې لپاره د الله جل جلاله یو بل حکم هم پر ځای کړ، او هغه دا چې د سولې لپاره يي د خپل ولس سره مشوره وکړه.

  • طالب وسلوالو په ټوله سپین سترګۍ د الله د حکم نافرماني وکړه، جرګه يي تحریم کړه او د ولس مشوره يي ونه منله!

اوس د ولس لپاره د الله جل جلاله حکم داسې دی:

((فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ))

ژباړه: که چیرې یوې ډلې پر بلې ډلې تجاوز وکړ، نو اې مومنانو (ولس)! تاسې د هغې ډلې پر خلاف چې بغاوت او سرکشي کوي، وجنګیږئ، تر هغې چې د الله امر ته چې د سولې څخه عبارت دی، غاړه کیږدي.

زما په اند د الله جل جلاله د همدغې حکم په پلي کولو سره به د الله جل جلاله ټول حکمونه په درست شکل پلې شي، ځکه اقتصاد او امنتیت دوه هغه شیان دي چې الله جل جلاله د هغې په بدله کې د مکې له خلکو څخه د شکرانې لمونځ غوښتنه کړې.

الله جل جلاله فرمايي: ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ الَّذي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَ آمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ)).

ژباړه: د الله جل جلاله چې رب د (کعبې) دی عبادت وکړي، ځکه دوې يې د ولوږې او ویرې (اقتصاد، امنیت) څخه ساتلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply