سرپرست حکومت د نوماندانو موخه که پلمه؟

0 521

ګلرحمن رحماني _

تېره اونۍ په کابل کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۲ نوماندانو د یوی غونډې په ترسره کولو سره افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ته وویل چې باید زموږ دوه غوښتنې ومنې (لمړی ، سرپرست حکومت رامنځ ته کړه ، دویم ، که سرپرست حکومت نه رامنځ ته کوې باید د غبرګولى له لمړۍ نېټې ورهاخوا باید د هیواد چارې یو مسول شخص ته وسپارئ) پوښتنه دا ده چې دوی ولې د سرپرست حکومت غوښتنه کوي ؟

د افغانستان د اساسي قانون پر بنا (د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم کال غبرګولي میاشتې په لمړۍ نېټه پای ته رسېږي ، د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د نوي جمهور ريیس ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو مودې پورې کیږي) .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل موږ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کافي بودیجه او امکانات نه لرو نو له همدې امله شاید د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي په همدې اساس د ولسمشر محمد اشرف غني کارې موده د سترې محکمې لخوا وغځېده او یاده موده یې تر ولسمشریزو ټاکنو وغزوله ، پدی معنی هر کله چې انتخابات وشول او د انتخاباتو د نتایجو د ګټلو په صورت به ولسمشر خپله څوکې کامیاب نوماند ته  پرېږدي، تر هغې مخکې ولسمشر څوکۍ نشی پریښودلې .

هغه نوماندان چې د سرپرست حکومت (موقت حکومت) د رامنځته کولو هلی ځلی کوی دوی د ستری محکمې پرېکړه نه مني ، ځکه ستری محکمی په واضح توګه وویل چې د هیواد حالاتو ته په کتو د محمد اشرف غنی موده تر راتلونکو انتخاباتو او منتخب ولسمشر پورې ده .

 د دوی اصلی هدف دادی چې محمداشرف غني له نوماندۍ څخه ګوښه او منصرف شي ځکه که افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د دویم ځل لپاره واک ته ورسېږي، نو ټول هغه اشخاص چې ځان تر قانون لوړ بولې راکش ، قانون به پرې عملي کړي ، هغه کسان چې زورواکي او د قانون څخه سرغړونه کوي زندانونو ته راکش او خپله سزا به وویني.

د دغو نوماندانو تر شا د هغو اشخاصو او ګوندونو لاسونه دي چې تورې پیسې یا هغه روپۍ چې د غیر قانوني لارې څخه یې راټولې کړې وي، نو په همدی خاطر دغه ګوندونه او نوماندان نه غواړی چې د دوی کړنی افشاء او دوی سره حساب او کتاب وشی .

په دغو نوماندانو کې یې زیاتره هغه اشخاص موجود دې چې په اوسنی حکومت کې یې په لوړو څوکیو دنده درلوده خو کله چې د ولسمشر محمد اشرف غنی لخوا په خپله دنده کې د بی کفایتی له امله وشړل شول دوی له ولسمشر محمد اشرف غنی سره یو ډول مخالفت وښود او ولسمشر محمداشرف غنی ته ډول ډول خنډونه رامنځ ته کوی تر څو په راتلونکې کې ولسمشر محمد اشرف غنی ته څوک رایه ورنه کړی .

په افغانستان کې سرپرست حکومت نه تر دې وړاندې بریالی و او نه تر دې وروسته چاته د منلو وړ ده، ځکه چې دا مهال د موقت او سرپرست حکومت لپاره هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي او نه هم د دې لپاره 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply