که مو ویښته توېیږي؛ مایوسه کیږئ مه

0 898

ویښته همیشه د ښایست یوه لازمي حصه ده او هغه خلک چې په ځوانۍ کې له ویښتانو محرومیږي، تل د ویښتانو بیرته کرلو لپاره هلې ځلې کوي او مختلفې طریقې تجربه کوي.

خو اوس مه نا امیده کیږئ؛ ځکه ساینسپوهانو نوی او اسانه فارموله ایجاد کړې چې په مرسته يي له منځه تللي ویښتان بیرته شنه کیږي.

د کولمبیا پوهنتون (Columbia University) د یوې نوې څیړنې په اساس د گنجي کیدو اصلي لامل د ایلوپیسیا ایریاټا (Alopecia Areata) ناروغي ده چې د ویښتانو زر توېیدو سبب گرځي او درملنه یي هم ډیره سخته ده؛ خو دغه نوې پنځول شوې دوا یوازې په پنځو میاشتو کې ویښتان بیرته شنه کوي او ستاسو د مخ مایوسي یو ځل بیا د اعتماد په خوښۍ بدلوي.

ساینسپوهان وایي جالبه دا ده چې د ويښتانو درملنې لپاره هم هغه فارموله استعمال شوې کوم چې بون مېرو (Bone Marrow) درملنې لپاره استعمال شوی و.

دغه دوا په پیل کې پر موږکانو له کامیابې تجربې وروسته په ۳ انسانانو هم تجربه شوه. د درې واړه کسانو ويښتان له منځه تلی وو. نوې جوړه شوې دوا روکسولیټي نب (Ruxolitinib) د پنځه میاشتو استعمال سره د درې واړو کسانو ویښتان يو ځل بیا په شنه کیدو شوه.

د دې څیړنې مهم ساینسپوه رافیل کلاینس په وینا دغه دوا اوسه پورې صرف د تجربې په ډول استعمالیږي او که دوامداره مثبته نتیجه ورکړي نو دغه دوا به د خلکو په ژوند ډیر ښه اثر ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply