زخمي علي وزيره/ ممتاز اورکزے

0 974

مــــــــزه د مزل څه وي ؟ له پاټکه تر زنځيره
زخمي علي وزيره
مقصد د ژوندون څه وي ؟ له تقديره تر تدبيره
زخمي علي وزيره

د قـــــــــــام خبره څه وي له پريغاله تر شواله؟
زندانه خبروم دې
رڼا د شـــــــــعور څه وي له خيبره تر چتراله؟
زندانه خبروم دې
هـــــــــــــمدا غږ رسول دې له آمره تر اميره
زخمي علي وزيره

د ړنــــــــــــــګو بازارونو د قصو سره روانه
د لوټ کاروان څاروانه
د مـــــــــــــړاوو څراغونو پلوشو سره روانه
د لوټ کاروان څاروانه
د هـــــــــــــــــيلو قطارونه درپسې اوسه بهيره
زخمي علي وزيره

د ستــــــــــــــا د ملاتړ ملاتړ غږ له ولي باغه
ټپه ده د ملالې
د ننـګ جوهر مې خود څاڅي د تورې له اياغه
ټپه ده د ملالې
د عدمِ تشدد په رنګ کښې رنګ اوسه تصويره
زخمي علي وزيره

مــــــــمتاز يمه لاليه قدغنونه په ما ډير دي دي
خو چپ نه پاتې کيږم
که خـــوله زما يوه ده او سوالونه په ما ډير دي
خو چپ نه پاتې کيږم
زه ستا غوندې مجبور يم له احساسه .له ضميره
زخمي علي وزيره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply