د ملت عظمت ته د جنرال حبیب سپکاوی

0 738

اېمل پیاوړی

جنرال حبیب احمدزی چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې او عقده یي شوی دی، نو د غچ اخیستنې په موخه یې نه یوازې غیر مسوولانه څرګندونې وکړې، بلکې د افغانستان د عظیم ملت عظمت ته چې هغه ارګ یا ولسمشرۍ ماڼۍ دی ، نهایت لوی توهین او سپکاوی وکړ.

نوموړي له خورشید تلویزیون سره په مرکه کې تور پورې کړی دی چې ګواکې په مقرریو کې له ښځو څخه جنسي رشوت اخیستل کېږي او د جنسي معاملې په بدل کې پر دندو ګومارل کېږي، نوموړي همدارنګه د نویو بریالیو شویو ښځینه وکیلانو په اړه هم دغه ډول تهمتونه پورې کړي او حتی ویلي یې دي چې د نوماندانو نوملړ ولسمشر غني ته ور وړل شوی او هغه په کې ځینې ص صحیح یانې بریالي کړي او هغوی یې چې چلیپا کړي دي نو ناکام شوي دي.

زه سل په سلو کې باوري یم چې ښاغلی حبیب احمدزی د خپلو هغو ادعاوو د سپیناوي لپاره چې پر ارګ، ولسمشر غني، ځینو لوړ پوړو مسوولینو او مشاورینو یې لري هیڅ ډول سند هم نه لري او که یې سند هم لرلی، نو د هیواد ملي ګټو او ارزښتونو او د ملت عظمت او حیثیت ته په کتو یې باید دغه ډول بېباکانه څرګندونې نه وای کړې، نوموړي باید خپل اسناد او شواهد له عدلي او قضایي ارګانونو او یا هم په خپله له ولسمشر غني سره شریک کړي وای.

په دې کې شک نشته چې حاجي حبیب احمدزی په ډېرو مواردو کې ښکېل دی، هغه هم شراب خوري نشه کوي او هم بدلمنی دی ، ځکه د ده ډېر ملګري د ده په اړه مستندې کیسې لري، چې محبوب شاه محبوب یې هغه ورځ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې اوږده لیکنه او په مسکو کې د حاجي حبیب په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال لیکلی و، نو هیڅ امکان نه لري چې دغسې ککړ څوک دې را ولاړ شي او بیا دې د نورو په اړه دغسې ادعاوې ولري.

اوس چې حاجي حبیب دغه تهمتونه او تورونه پورې کړي، نو حکومت ته ښایي چې د ارګ د عظمت او د ملت د حیثیت په خاطر جدي څېړنې وکړي. عدلي او قضایي ارګانونه باید له هغه پوښتنې وکړي او مستند شواهد ورځنې وغواړي او که چېرې اسناد او شواهد نه لري، نو باید علني محکمه شي او داسې سزا ورکړل شي چې هم په خپله د ده او هم د نورو لپاره عبرت شي او بیا هیڅوک دېته زړه ښه نه کړي چې د خپلو شخصي عقدو په خاطر په ارګ، ولس او ولسمشر دغسې تورونه ولګوي چې زیان یې ټول وویني.

حتی په دې برخه کې خورشید تلویزیون هم ګرم بلل کېږي چې له نوموړي سره د مرکې پرمهال د دې پرځای چې له هغه څخه سند او شواهد وغواړي برعکس یې هغه نور هم ګړاوه او لا یې را سپاړه او غیر مسوولانه څرګندونو ته یې هڅاوه.

لنډه دا چې حاجي حبیب او د ده دغه ترسره شوی کار په هیڅ صورت او هیڅ شرط د زغم او بښنې وړ نه دی او که چېرې ورسره حساب ونشي او سزا ورنه کړل شي، نو باور دی چې دا کار به یې ډېرې بدې پایلې ولري.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply