زياتي ډاکټرانو ته اړتيا نه‌شته

0 491

تاسې به  د روبوټانو د الوتلو، د درنو بارونو وړلو، په کور کې د ماشومانو د روزنې او نورو بېلابېلو چارو په اړه اورېدلې وي، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې درملنې لپاره معاینه کوي.
چین تازه داسې روبوټان جوړ کړي چې په ښوونځیو کې د ماشومانو طبي معاینه کوي. دا روبوټان دومره ځیرک دی چې په یوازې په درې ثانیو کې د ماشومانو سترګې، ژبه، مخ، لاس او پښو معاینه کوي.
چینایانو دې روبوټ ته واک لیک نوم ورکړی دی چې له دوه کلن ماشوم/ماشومې نیولې تر شپږ کلنماشوم/ماشومې پورې په دومره لږه موده کې د دوی د ممکنه ناروغیو په اړه طبي معاینه کوي.
د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، دا روبوټ هره ورځ په یوه ځانګړې خونه کې تر ۲۰۰۰ پورې د ښوونځیو زده‌کوونکی معاینه کوي.
دا روبوټ د ماشومانو په سترګو کې د سرخي مالومولو تر څنګ د تهرمامېټر په مرسته د دوی د بدن تبه او نورې بېلابېلې ناروغۍ په ګوته کوي او یوې بلې انساني نرسې په همدې اړه خبر ورکوي.
د میساچوسیټس پوهنتون پروفیسر کیرن پینیټا وايي، دا روبوټ ډېر زیات ګټور دی، په تېره بیا په هغه سیمو کې چې د ماهره ډاکټرانو لاسرسی ډېر کم ليدل کېږي.
د دې روبوټ بله ځانګړنه دا ده چې پکې داسې سافټویر لګول شوی چې په انلان بڼه د یوه ناروغ په اړه د معاینې پایله نورو ډاکټرانو ته رسوي.
د دې روبوټ بینه شاوخوا ۵ سوه زره افغانۍ ټاکل شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply