د هالنډی ورځپاڼې سره د منظور پشتین مرکه

0 1,165

دا ليکنه د هالنډ يوې وتلې ورځپاڼې (de volkskrant) د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه خپره کړې او د هالنډي خبريال بېن فان رای ليکلې ده.

ژباړړونکی: محمد اقبال وزيري

منظور پشتين په پاکستان کې د ډموکراتيک مقاومت سمبول شو: «دا پوځ دی چې سخت دريځي کړي.» ځوان منظور پشتين او د هغو ځوانو پلويانو په سوله يز مقاومت سره د پاکستان پوځ قدرت وننګوه. خو دوی به څومره وکړای شي چې نور مخ ته لاړ شي؟ پوځيان په شمالي وزيرستان کې ټينګ کمپاين کوي چې د [پي ټي ایم] د فعالينو سره مقابله وکړي. پشتين په دې باور دی چې نرم قوتونه به ميدان ګټي.
د پاکستان پوځ هوښيار دی. پوځيان هر وخت په ظاهره داسې ښيي چې ګواکې دوی په ټينګه د تروريزم سره په جګړه بوخت دي تر څو دوی ته د لوېديځو هېوادو مالي ملاتړ جاري وي. ځکه دوی موږ د سخت دريځو او ترورستانو په څېر انځوروي. خو دوی پدې کې بريالي کېدای نه شي.
نن د پېښور نه د سکايپ د اړيکې له لارې د بشر د حقونو فعال پشتين (۲۴) د مبارزې ډک غږ راته. دی دا اوس د يوه پرلت نه بېرته راغلی و چې په شمالي وزيريستان کې تېره اوونۍ د پاکستان پوځ د يوې پوستې له خوا د ۱۴ فعالينو د وژلو او د پارلمان د دوو غړو د نيولو پر ضد اعتراض وکړي. دا پرلت د ورځې په پای کې د زور په کارولو سره ړنګ شو.
پشتين د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر دی او په لنډ وخت کې په تېره د ځوانانو په منځ کې د ډموکراتيک مقاومت په سمبول بدل شو. د پي ټي ایم بنسټ د ۲۰۱۸ کال په پيل کې کېښودل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د نه تشدد يو مدني غورځنګ دی چې د پنجاب وروسته د پاکستان د اوسېدونکو ډېره کی جوړوي. دوی په ځانګړي ډول د افغانستان سره د کرښې په اوږدو او د خيبر پښتونخوا په ايالت کې اوسيږي.
پي ټي ایم په قبايلي سيمو کې د پاکستان د ځواکمن پوځ د تيري په وړاندې اعتراض کوي چې هلته پوځيان او سخت دريځي (تر ټولو د مخه د پاکستان طالبان) يو د بل سره جنګيږي او خلک يې بيه پرېکوي پي ټي ایم د پاکستان د پوځ له خوا په ارادي ډول د خلکو د بندي کولو، په ناقانونه توګه د زندۍ کولو او د تري تم کولو د زور زياتي پر ضد اعتراض کوي. د پشتين په وينا «زموږ تر ټولو مهمه غوښتنه تل دا ده: چې که دلته کومه پېښه کيږي نو ټولو خلکو ته جزا مه ورکوئ» او «موږ تل د قانون په چوکاټ کې عمل کوو.»
پشتين وويل چې د تېرې اوونۍ پېښه د تېر يو نيم کال په جريان کې تر ټولو خطرناکه او جدي وه. پوځ وايي چې د دوی په پوسته باندې وسله وال بريد شوی، خو د پشتين په وينا: د پي ټي ایم يوه ډله چې په هغې کې د پارلمان دوه غړي وو يوې غونډې ته روان وه چې د کنټرول پوستې څخه د شا ډزې پرې وشوې. «په وزيريستان کې خلک نه شي کولی چې وسله وګرځوي. زموږ کسان د سفر په جريان کې په شلو پوستو کې کنټرول شوي دي. د پوځ د وياند له خوا کيسه بې مانا ده او په پاکستان کې دی تر ټولو لوی دروغجن دی.»
پشتين د دغه ټکر د پېښېدو نه وروسته سمدلاسه غبرګون نه دی ښوولی «ځکه چې زما دا عادت دی د مخه تر دې چې څه ووايم لومړی پلټنه کوم چې څه پېښ شوي دي.» د پېښې نه وروسته پوځيانو نېغ په نېغه انټرنېټ، د موبايل شبکه او د تليفون لاينونه بند کړل لکه چې تل دغسې کوي. دوی دا د دې له پاره کوي چې څوک ونه شي کړای د رښتيا نه خبر شي او دوی يوازې خپل پروپاګنډ خپور کړي.
د خړ کمر د وينې د حمام په اړه راپورونه په بشپړه توګه توپير لري.
د شمالي وزيرستان په ضلع کې چې د پېښور د سووېل په ۲۰۰ کيلومتری کې پراته ده، هغه څه چې تېره اوونۍ د جمعې په ورځ په کره توګه د خړ کمر په پوسته کې پېښ شول په دې اړه لري چې تاسو د هغې په هکله د چا نه پوښتنه کوئ. هلته د پاکستان د حکومتي پوځ او د پښتنو د مدني غورځنګ پي ټي ایم د فعالينو تر منځ مقابله وه چې مرګ ژوبله په کې وشوه، دا رښتيا ده. خو د دې ټکر په اړه ټول روايتونه په بشپړه توګه توپير لري.
د پوځ په نظر د تلاشی پر پوسته وسله والو سخت دريځو بريد وکړ چې په هغه کې درې تنه مړه او پنځه پوځيان ټپيان شول. د مظاهره کوونکو په نظر چې په هغو کې د وزيرستان دوه د پارلمان غړي او د پي ټي ایم مشران هم وو، د فعالينو يوه ډله په سوله يز ډول يوې پرلت ته چې د پوځ د ناوړه چلند په اړه وه پوځيانو ناببره ورباندې ډزې وکړې چې په هغې کې ۱۴ فعالين ووژل شول او په لسګونو ټپيان شول.
د انټرنېټ ويډيو ګانو ښووله چې ملکيانو د پوځيانو سره خبرې اترې کولې او چې په يوه پاټک يې د تېرولو هڅه کوله او بيا هرې خوا ته منډې شوې. يوازينی سياستوال علي وزير د اتو نورو کسانو سره ځای په ځای ونيول شول، هغه بل سياستوال محسن داوړ د پنجشنبې په ورځ پوځ ته ځان تسليم کړ. دا سيمه تر اوسه همداسې بنده ده، هلته په ګرځېدو بنديز ټينګ دی او انټرنېټ او ټليفون پرې شوي دي.
پشتين موسکی شو او وويل: «په دغه وخت کې دا ستراتيژي يوازې مهربان خدای ته مالومه ده.» په ټولنيزه ميډيا کې د وينې د حمام په اړه خبرونو په پاکستان کې ملي شورماشور جوړ شو او کله چې پوځ د اپوزيسيون نه ناهيلی شو نو د پشتين په وينا بيا يې د عمران خان لاسپوڅی حکومت مرستې ته راوبلو. دوی پرېکړه وکړه چې د فعالينو د مړو هره کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ يورو او د ټپيانو هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ يورو تاوان ورکول ومني.
پشتين وويل چې «موږ هېڅ پيسې نه غواړو، موږ عدالت غواړو برسېره پر دې دوی زموږ د پارلمان دوه غړي علي وزير او محسن داوړ نيولي دي، چې يوازې دوی په پارلمان کې د پوځ د رول په اړه نيوکې کولې. موږ يوه خپلواکه پلټنه غواړو، د بنديانو خلاصون او د پېښو مسؤلينو ته جزا غواړو. او موږ دا غواړو چې په قبايلي سيمو کې د پوځ نه اداري واکونه ملکي حکومت ته ولېږدول شي.»
داسې ښکاري چې حکومت هم مقابله کوي. د حکومت يوه وياند تاسو د حکومت ضد جاسوسان وبللئ او وويل چې د تاسو وروستۍ ګړۍ په تېرېدو ده.
واکمنو موږ هر وخت په سره ورځ زيان رسوونکي بللي يو. دوی وايي چې موږ د اسلام پر ضد يو، په دې چې موږ ښځو ته اجازه ورکړې چې زموږ سره په مظاهرو کې ونډه واخلي او چې موږ سخت دريځي تيري کوونکي يو، او عادي خلکو ته وايي چې زموږ فعالين د CIA او هندوستان د پټو ادارو اجنټان دي.
«خو خلک د دوی په خبرو هېڅ باور نه کوي. ولې؟ ځکه چې خلک زموږ فعاليتونه چې پي ټي ایم  د يو نيم کال په جريان کې مو تنظيم کړي دي تر اوسه يو موټر وېجاړ کړی نه دی او نه مو کومه تيږه وراچولې ده. موږ يو سوله يز غورځنګ يو. موږ هر ډول سخت دريځي که هغه مذهبي سخت دريځي وي او که د پوځ ترور او بربريت وي ردوو.» پشتين وويل چې دا ټول پروپاګنډ دی. «دا د پاکستان پوځ دی چې د بربر په شان کاروايې يې وکړه او زموږ په قبايلي سيمه کې سخت دريځي کري.» ما پخپل کلي کې په خپلو سترګو ليدلي دي چې پوځ څنګه طالبان روزل چې افغانستان ته لاړ شي او هلته افغانان او لوېديځ سرتيري ووژني. خو موږ پي ټي ایم د دوی دغه کار ته د پای ټکی کېښود. موږ د دولت له لوري دا ضمانت شوی تروريزم نور نه منو.
«د پاکستان پوځ داسې ښيي چې ګويا دوی ترورستان وژلي دي. خو د طالبانو د ۸۸ قوماندانانو نه ۸۷ د امريکا بې پيلوټه الوتکو مړه کړي او يو تن يې په خپل بم مړ شوی دی. د پوځ له خوا هېڅ يو نه دی مړ شوی. د ترورستانو پر ځای د پاکستان پوځ ملکي خلک وژلي دي. دوی په دې کار کې اوږد تاريخ لري. دوی يو ميليون او درې لکه بنګاليان، بلوڅ، سينديان او پښتنانه وژلي دي. پرته له دې چې نړيوالې ټولنې يې لاس نيولی وي.»
ايا د خان حکومت به چارې په بل ډول ونه کړي؟
«عمران خان د خلکو سره د نوي پاکستان وعده وکړه، خو هغه دروغ وويل. هغه د خلکو نه رايې واخېستې او بيا يې خپله اصلي څېره وښوده. هغه ويلي و چې هېڅکله به  IFM ته ورنه شي خو هغه ورغی. هغه ويلي و چې د سخت دريځۍ سره مبارزه کوي خو هغه مبارزه ورسره ونه کړه. هغه ويلي و چې د خلکو تري تم کولو ته د پای ټکی ږدي خو اوس يې په خپله د پارلمان دوه غړي تري تم کړل. حلکو ويل چې عمران خان د دوی وروستۍ هيله ده. او اوس څه روان دي.»
تاسې اوس د دغه حکومت نه هيله نه لری؟
زه د بېورلو او مظلومو خلکو ملاتړی يم او په دې ډول د هر چا نه دا هيله لرم. خو افسوس دی چې د وزيراعظم د هغو خبرو چې د ټاکنو په مهال يې د خلکو سره کولې او د هغو کړنو چې اوس يې کوي تر منځ لوی واټن دی.خو موږ کوښښ کوو چې څومره شونې وي د قانون په چوکاټ کې د خلکو له پاره کار وکړو، او پوځيانو ته اجازه نه ورکوو چې موږ زور ته اړ باسي ځکه چې دا به دوی ته بخښنه وي چې زموږ سره حساب وکړي.
تاسې د دوی نه ډار نه لرئ چې دوی به پي ټي ایم يو څه کمزوری کوي؟ يا تاسو پخپله؟
دا لومړی ځل نه دی چې دوی غواړي په موږ پسې راشي، زموږ خلک ونيسي او ويې وژني. څه چې په ما پورې اړه لري مرګ موږ ته يوه ورځ په خپله راځي.
ولې به زه په دغه وخت کې د سولې او رښتيا له پاره ونه جنګېږم؟ موږ به انشا الله خپل هېواد بدل کړو او په بل حالت کې به زموږ راتلونکي نسلونه دا کار وکړي. زه په خپل زړه کې سوله لرم. دوی کولی شي چې ما غلی کړي خو زه په هر صورت د هغه څه له پاره جګ شوی يم چې باور پرې لرم.
پای
۲۰۱۹ کال د جون ۷مه دوردرېخت، هالنډ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply