له واده وروسته له ملګریو سره اړيکې

0 484

له واده وروسته ممکن ستاسې په ژوند کې ځينې نوي بدلونونه راشي، کېدای شي ستاسې واده شوي ملګري نور په دې پوه وي چې نور بل چېرته شپه نه‌شې کولای، لکه څنګه چې به د پخوا په څېر و او نه هم د دې ګېله ترې کوي چې له دوی سره پاتې شي.
خو له بل لوري مجرد ملګري بيا په دې ښه پوهېږي چې ستاسې په ژوند کې څه شی نوي شوي او څه د پخوا په څېر پاتې دي.
ځينې کسان دا تله هم لري چې د کامياب او ناکام واده نيوکه در باندې وکړي، خو تر ډېره هغوی دا وايي چې اوس يې يو بېل ژوند پيل کړ؛ نو څنګه کېدای شي د هغو ملګرو چې هر يو مو په خپل فکر بېل بېل پېژني اړيکې وساتئ؟
هرومرو بايد دوستانه اړيکې کلکې وساتئ!
له واده وروسته له ملګرو سره اړيکې لږ فرق کوي؛ نو هغوی بايد په دې پوه وي چې هم له تاسې سره مخکنۍ اړيکې وساتي او هم مو دې پرېږدي چې د خاوند/ښځې رضايت او خوښې هم پکې وي.
يانې اړينه نه ده چې يو واده کړې مېرمن/خاوند د پخوا په څېر له ملګرو سره په زيات چکر او له کوره بهر شپې تېرې کړي او نه هغوی د دې غوښتنه ترې وکړي؛ نو ورو ورو چې له خپلو ملګرو سره مناسب رفت امد کوئ له دواړو لوريو به مو تعادل ساتلی وي هم به مو ګډ ژوند خوښ وي او هم به مو دوستان له لاسه نه وي ورکړي.
که چېرته نوی واده وکړئ او تاسې بيا هم ځان نامسووله بولئ او له کوره بهر شپې کوئ کېدای شي سم ژوند ته سره و نه رسېږئ، ځکه ښځه که نوي کور ته واده شي هلته د مېړه په غوښتنو او خپلو غوښتنو نه‌شې پوهېدلای او نه يې مطرح کولای شي؛ نو دا خبره که تر ډېره نارينه‌وو ته متوجه ده په هماغه اندازه ناويانو ته هم په کار ده چې د واده يې درې څلور ورځې نه وې وتلې او دا غواړي مېړه يې اجازه ورکړي چې د پلار کور ته يا همزولو ته لاړه شي ښه به نه وي.
په ګډ ژوند کې له کوره ژر تلل دواړو لوريو ته مناسب نه دي او هرومرو به ستونزې ورته پېښوي، مثلاً خاوند مو دا غواړي په اوونۍ کې دوې شپې له ملګرو سره تېرې کړي، خو مېرمن نه غواړي بهر يوه شېبه هم تېره کړي؛ نو دلته بيا د دواړو احساسات پارېږي او جنجال ته کيسه رسېږي.
دلته ځېنې خبرې شته چې له دې جنجاله مو ژغوري، لومړی دا فکر وکړئ چې زياته ګټه مو چېرته ده چې له همېشني ملګري سره جنجال کوئ، ښه به دا وي چې په خبرو خبرو کې ستونزه حل کړئ او تر داسې حده چې يو مشخص مهالوېش ورته ولرئ، خو چې دواړه اتفاق ته پرې ورسېږئ.
ملګري په ژوند کې نږدې کسان دي، خو که ټول خوندونه، تفريحات او خوښۍ ملګرو ته ورکړل شي؛ نو په دې پوه شئ چې ګډ ژوند مو لته ورکړه، خو له واده وروسته ګوته په شمار دوستان انتخاب کړئ هغه چې ستاسې واقعي د ورور يا خور غوندې درته مخلص وي اړیکې وساتئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply