سویدن د کورنيو له پاره تر ټولو ښه شرايط لري

0 842

د یونیسف پلټنې ښيي چې په سویدن کې د کورنیو له پاره سیاسي شرایط تر ټولو ښه دي. په دې اړه  پلټنې په ۴۱ شتمنو هیوادونو کې تر سره سوي. دآلمان شرایط هم بد نه دي.

    
Schweden Familie (Imago Images/imagebroker/M. Weber)

د ملگرو ملتونو د کوچنیانو څخه د ملاتړ ادارې د پلټنو له مخې، تر سویدن وروسته په ترتیب سره ناروې، آیسلند، ایستلند او پرتگال هغه هېوادونه دي چې د کورنيو له پاره پکښې د ژوند شرايط ښه دي. آلمان په دغه فهرست کې شپږم ځای خپل کړی. د نوموړي فهرست د پای هیوادونه سویس، یونان، قبرس، بریتانیا او آیرلند ښوول سوي دي.

د یونیسف اجراییه مدیره، هینریتا فوره خبرداری ورکوي چې » موږ داسې حکومتونو ته اړتیا لرو چې د والدینو سره مرسته وکړي تر څو داسې یوه فضا رامنځته کړي چې پکښې د کوچنيو ماشومانو ښه پالنه وسي.« د یونسف د ادارې له پاره تر ټولو مهمه خبره داده چې د ماشوم د زیږیدو پر وخت، والدین حد اقل شپږ میاشتې د رخصتۍ حق ولري او له زیږیدو څخه د مکتب ته تر داخلیدو پورې ورته د دې زمينه برابروي چې خپل ماشومانو داسې ښو او عمومي وړکتونونو ته واستوي چې د فیس ورکولو ترعُهدې یې هم وتلای سي.

Bildergalerie Digitalunterricht in Neuss (picture-alliance/dpa/I. Fassbender)

 کارپوهان خپلې پلټنې د ۲۰۱۶ کال، د کورنیو په وړاندې د ښه سیاست، له هغو ارقامو سره پرتله کوي چې په ۴۱ شتمنو هیوادونو کې تر سره سوي وې. د هغه وخت په گتگوري کې د رخصتي وخت، بشپړ معاش او د پلار د رخصتیو د میاشتو ونډه هم په پام کی نیول سوې وه. علاوه پر دې کارپوهانو، له هغو نجونو او هلکانو له پاره چې لا درې کلن شوي نه وي، له درو څخه تر شپږو کلونو پورې ساتنې او پالنې امکانات هم ارزولي دي.

د رخصتۍ اخیستلو یو پر دریمه برخه د پلرونو له پاره

د رپوټ له مخې په سویدن کې دغه رخصتي ۳۵ اونۍ ده چې په دې موده کې پوره معاش هم ورکول کيږي. له دې رخصتۍ څخه يو یوولس اونۍ پلرونو ته ځانگړې سوي او شاوخوا د نیمایي کوچنیانو له پاره چې عمرونه یې له درو کلونو کم دي، په وړکتونو کې ځای پیدا سوی. له درو څخه تر شپږو کلونو پورې د ماشومانو ۹۷ سلنه په وړکتون یا نورو تاسیساتو کې د پالنې امکانات تر لاسه کړي.

په رپوت کې راغلي چې په آلمان کې والدین څه د پاسه ۴۳ اونۍ د رخصت اخیستو حق لري. د پلرونو ونډه پکښي ۵،۷ اوونۍ ده. شاوخوا یو پر دریمه هغه کوچنیان چې له درو کلونو کم عمر لري، په منظم ډول وړکتونو ته د تلو امکانات ورپه برخه سوي. له درو څخه تر شپږ کلنو کوچنیانو ۹۲ سلنه کودکستانو ته ځي. د رپوټ په حواله ایستلند بیا مېندو ته تر ټولو اوږده رخصتي یعني، ۸۵ اوونۍ  له بشپړ معاش سره ورکوي. په هنگري کې په ترتیب سره دغه رخصتي ۷۲ او بلغاریا کې ۶۱ اوونۍ  ده. د امریکا متحده ایالات بیا په دغه ارزونه کی یوازینی هیواد دی چې پکښې د والدینو د رخصتۍ له پاره، هیڅ ډول ملي قوانین په پام کې نه دي نیول سوې.

 

G.P/B.S آژانسونه

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply