ملي ګټې او سرې کرښې/هلمند پردېس

0 1,535

ملي ګټې او سرې کرښې!
هر هيواد او ولس يې ملي ګټې او د ملي مسايلو نقض په مقابل کې سرې کرښې هم لري.
او د پرمختللي نړۍ د پرمختګ راز هم د ملي ګټو دفاع او د سرو کرښو پيژندل دي.
موږ په ټوله کې بايد د مسول ولس په حيث په ټولنيز ژوند کې حتا په خپل کورني واحد کې هم بايد سرې کرښې ولرو او و يې پيژنو،او و يې پالو،کنه د دې امکان شته چې د سرو کرښو په ماتولو سره غميزې رامنځ ته کړو،چې د افغانستان په شان سنتي ټولنه کې يې يو بلا بېلګې شته،نو بهتره دا ده،چې هر څوک مسؤل او مکلف دى،چې خپل مسولیت ادا کړي.
د سرې کرښې د ماتولو په اړه د بېلګې په توګه غواړم ووايم؛ چې کله هم زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد (ص) د معراج په شپه عرش عظیم ته تللى وو،نو د ده او ستر خداى (ج) تر منځ هم سره کرښه معلومه وه،او زموږ خوږ پيغمبر له هغې کرښې چې له کومې هغې نوره؛ده ته اجازه نه وه،تېرى و نه کړو.
نو موږ لره دا اړينه ده،چې د خپل خوږ پيغمبر په لاره لاړ شو، اول يې له خپل کورني واحد څخه شروع، بيا د کلي، قوم، ولايت او د هيواد په کچه د دې مسايلو ساتنه او پالنه وکړو.
مګر هغه کسان د دې ورته مسايلو احسان په ولس نه اچوي، کوم چې د دوى مسولیت او فرض جوړيږي،ځکه چې دوى داسې انګيري،چې دوى خو يو وخت د ملي ګټو ساتندويان وو،مګر نن د خپل موقف له غمه چې د ملي ګټو او سرو کرښو ماتولو هڅه کوي،نو په حقه او يا ځان ته د دې حق ورکوي،چې پرون خو دوى د همدې لپاره قرباني ورکړى ده،نو ځکه يې نن حق دى،چې مات يې کړي!!!
زه وايم؛ نه، هېڅکله هم نه.
ځکه چې که موږ غواړو د يوه پرمختللي،سوله مند او ښکلي افغانستان او د سوکاله ژوند څيښتن دې شو،نو بايد خپلې ملي ګټې او سرې کرښې و پيژنو او ساتنه يې وکړو. او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply