سوله سیاسي مخالفینو ته ښه پلمه !

0 453

ګلرحمن رحماني/

دا ځل افغان سیاسیون د سولې په رابطه د لاهور د سولې څیړنیز مرکز په نوښت او د پاکستان حکومت په ملاتړ په پاکستان کې د افغانستان سره راټول شوي. دغې غونډې ته د افغانستان له لوری شاوخوا ۳۰ تنه افغان سیاسیون غوښتل شوی وو .

د سیاسیونو په ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم غوښتل شوی و، خو ده له ګډون څخه انکار وکړ خو د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ، عطاء محمد نور ، محمد محقق ، حامد ګیلانی او یو شمیر هغه سیاسیونو چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځانونه نوماند کړی دی دغه غونډه کې ګډون وکړ .

سره لدی چې سوله د افغانانو غوښتنه ، لمړیتوب او ملی ارمان ده خو دا چې اوس له سولې څخه د مومن خان ښامار جوړ شوی او هر هیواد یې د خپل ځان د ګټې او د افغان حکومت له مشری پرته جوړوی له سولې سره همکاری نه کوی بلکی د سولې لپاره خنډونه زیږوی او د سولې د سبوتاژ کولو هڅی کوی .

ځکه لمړی تر ټولو لوی خنډ یې دا ده چې هر هغه هیواد چې د افغان سولې لپاره غونډه کوی د افغان حکومت په استازولی د افغان حکومت مخالف سیاسیون غوښتل کیږی چې دا له افغان حکومت سره لویه جفاء کوی ځکه په لمړی سر کې دا ډول هیوادون د افغان سیاسیونو او حکومت تر منځ درز رامنځ ته کوی چې دغه درز په راتلونکي کې افغان حکومت ته لوی ستونزې راولاړوي .

دغه غونډه د افغان سولې لپاره کومه لاسته راوړنه نه لری، بلکې بد عواقب لری ځکه دغې او دیته ورته غونډو ته باید هغه سیاسیون وغوښتل شی چې د افغان حکومت په استازیتوب ورولیږل شی ځکه که چیرته له هغو سیاسیونو څخه چې حکومت لیږلی وی کومه غوښتنه وشی نو په ډیره اسانی سره په ګډه یوه حل لار لټولی شی خو که دوی څخه کومه غوښتنه وشی فکر نکوم چې دوی دی حل کړی شی .

اوس چې په افغانستان کې ولسمشریزی ټاکنې نیږدی شوی په څنګ کې د سولې خبرو هم ډیر زور اخیستی ، افغانان د سولې غوښتونکې دی خو د هغی سولې چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې وی او له اجنډا څخه یې افغان حکومت اګاه وی دا چې د سولې په پلمه جوړېدونکو غونډو ته افغان سیاسیون هر هیواد ته ورځغلي، دوه عمده دلایله لري، لومړی دلیل یې دادی چې دوی د ولسمشر غني له لوري سخت بې ارزښته او منزوي شوي دي او دوی غواړي په دغه ډول ځانونه یو ځل بیا فعال وښیي او دویم دلیل یې دادی چې دوی د سولې په نامه جوړېدونکو غونډو کې له خپلو بهرنیو بادارانو څخه د وطن او نظام پر ضد برنامې او پروګرامونه، او امتیازات ترلاسه کوي.

ځکه کوم هیوادونه چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې کوي،  دوی د افغانانو لپاره هلې ځلي نه کوی بلکی دوی د خپل ځان لپاره ګټه کوی ځکه که موږ وګورو هر هیواد چې دا ډول غونډي ترتیب کوی دوی هغه سیاسیون غواړی چې له یوی خوا افغان حکومت سره مخالف دی او له بلی خوا یې ځانونه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان کړی ځکه دا ډول هیوادونه غواړی چې په لوی لاس په افغانستان کې له یوی خوا ضعیف حکومت رامنځ ته کړی او له بلی خوا د حکومت د مخالفو سیاسیونو له نوماندانو څخه یو واحد ټیم جوړ کړی تر څو په راتلونکې ټاکنو کې بریالۍ شی تر څو د دی هیوادونو په غوښتنه کار وکړی .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply