ډیپېکا د ۲۰۱۹ میلادي کال په پیاوړو ښځو کي راغلې ده

0 759

د هند فوربس مجلي د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیاوړو خلکو او ښځو یو ۱۰۰ نفریزه لیست خپور کړی دی، د بالیووډ او هالیووډ نوموتي سېنمایي ستورې ډیپېکا پاډکون یوازني هندي ښځه ده چي په همدي لیست کي راغلې ده.

د اي ټایم په نوم يو هندي رسنۍ وايي چي ډیپېکا په (چپک) فلم کي د لکشمي او په (۸۳) فلم کي د رومي رول ښه لوبولو په خاطر په یاد لیست شامله سوي ده. دیپېکا نه یوازي دا چي په بالیووډ کي ښه ځلیدلي ده، د بالیووډ ورهاخوا د هالیووډ په یو شمیر فلمونو لکه (فاسټ اينډ فیرویس) او داسي نور فلمونو کي هم ښه ځلیدلي ده، د هغې ښه اندام په هالیووډ فلمونو کي د ځاي پیداکولو او ښه رول لوبولو لامل بلل سوی دی.

له دي وړاندي هم په یو بل مجله کي يي د ښایسته ښځي لقب په خپل نوم کړي و، دیپېکا د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری رنویر سینکهـ سره واده کړي دي.

پاته دي نه وي چي له دې مخکي د بالیووډ یو بله ښکلې او ځوانه سېنمايي ستورې عالیه بټ هم د (فوربس) په یو لیست کي د نړۍ په محبوب ترینه ښځو کي راغلي وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply