مختلف خواړه مو له ډاکټره را ګرځوي

0 1,305

روغتيايي خواړه له دې پلېږي چې ميوې او سابه پکې موجود وي، ځکه له يوې خوا ګټور او له بل اړخه د ځوان ساتلو لپاره مهم دي، همدارنګه ګټور خواړه پروټين لرونکي وي، غله‌باب يې متوسط او خواږه وي، غوړي او مالګه يې کم وي؛ نو د دې لپاره که ورځني خوراکي توکي مو ګټور مواد ولري تر ډېره به نه ناروغ کېږو.

نيم لوښی له مېوو او سبوو ډک کړئ

مېوې ګټور او قوي غذايي مواد لري، همدارنګه سابه لکه پالک، براکولي، روميان، او الوګان مه هېروئ.

پروټين لرونکي بې‌غوړيو خواړه وخورئ

د خوسي «سخوندر» د ورانه غوښه، چرګ، فيل مرغ، لوبیا، هګۍ، په خپل لوښي کې ولرئ او ماهی په اوونۍ کې دوه ځله وخورئ.

غلې دانې پوره استعمال کړئ

غلې دانې نيمه برخه باید داسې وي چې تصفيه شوې نه وي، لکه سبوس لرونکي اوړه او په اصلي حالت کې وريجې چې زیات غذايي الیاف لري.

لبنيات مه هېروئ

شيدې، مستې او له شيدو نور جوړ شوي محلولونه په خپل دسترخوان ولرئ، خو هڅه وکړئ چې غوړي يې کم وي، په دې صورت کې پوره اندازه کلسيوم او نور اړين غذايي مواد ولري.

اضافي غوړي لرې کړئ

زیات غوړ خواړه لکه په خپله غوړي، شورواګانې، کبابونه که څه هم د زياتې انرژي لرونکي دي، خو لومړۍ لويه ناروغې چاغښت ترې پيدا کېږي؛ نو د دې غوړو خوراکونو بديل دا دی چې د ترکارې شوروا، د ليږ غوړيو سوپ او پنير وخورئ چې د زړه له ناروغې، د وينې فشار او له چاغښته خلاص شئ.

ورو ورو خوراک کوئ

خواړه ژر ژر مه خورئ، په غاښونو يې ډېر ميده کړئ، معدې ته د غاښونو کار مه پرېږدئ، په بېړه خوراک د ډېر خوړو چانس زياتوي هوا مو له غذا سره معدې ته ننباسي چې په کولمو کې باد توليدوي.

کوچيني لوښي وټاکئ

د کم خوراک د عادت لپاره په نړۍ کې بله لويه حل‌لاره نه وه، په پای کې ځينو چاغو کسانو د ځان لپاره واړه لوښي انتخاب کړل چې دې کار يې ورو ورو غذايي رژيم کم کړ، ځکه غټ لوښي د دې سبب ګرځي يو کس مجبورولای شي چې ټول خواړه وخوري.

خوراک مو کنټرول کړئ

دا هڅه وکړئ چې خوراک په کور کې وکړئ تر څو دا درک درته مالوم شي چې څه شی او څومره وخورئ، خو که د اړتيا له مخې بهر ډوډۍ ته کېناستئ د سره کړيو پر ځای جوش کړي خواړه وخورئ.

نوي خواړه وازمايئ

په ورځني غذايي مهالوېش کې مختلف خواړه وټاکئ، ځکه ټول خواړه چې الله «ج» پيدا کړي دي د انسان لپاره مهم او بېلابېل خوندونه او وېټامن لري؛ نو هڅه وکړئ نوې نوې مېوې او سلادونه وخورئ.

طبېعي خواړه خورئ

هغه شيان وخورئ چې طبېعي وي، لکه تازه مېوې، شات، د مېوو او مستو سلاد، د مڼو او او بهي مربا او دې ته ورته نور خواړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply