د دې پنیر بیه يو سلو ۸۶ زره ډالره ده

0 541

تاسې به د سروزرو، سپینوزرو او نورو بېلابېلو ګران‌بیه ګاڼو غله ليدلي وي، خو په کاناډا کې پولیس د یوه داسې غله په لټه کې دي چې د کروړونو روپیو پنير یې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړي او یو نامالوم ځای ته یې لېږدولي دي.
د کاناډايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د دې هېواد په اونټاریو کې د پنير جوړونې یوې کمپنۍ ته سهار وختي یو کس له کاغذونو سره ورغلی و چې یو بار وړونکی موټر پنير ترې نیوبرسنی وک ته یوسي.
د کمپنۍ کارګرانو دې کس ته ټرک موټر له پنيره بار کړ، خو له ټاکل شوې مودې وروسته هغه ځای ته چې باید د پنير موټر پر وخت رسېدلی وای، نه و رسېدلی.
له څېړنو وروسته مالومه شوه چې دې کمپنۍ ته ورکړل شوي کاغذونه ټول جعلي وو. دې کمپنۍ د پنیر د اندازې په اړه څه نه ‌دې ویلي، خو زیاتوي، دا پنير د یو سلو ۸۶ زره ډالرو په ارزښت و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply