شمالي ټلواله بیا څه غواړي؟

0 973

په افغانستان کې د طالبانو د واکمني له پای ته رسېدو سره سم یو شمېر افغان توپکیان او سیاستوال په بُن کنفرانس کې سره را ټول شول او په هېواد کې یې د راتلونکي دولت او نظام د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړه.
په دغه کنفرانس کې چې ډېر غړي یې پخواني توپکیان، په تېره بیا شمالي ټلوالې ته منسوب کسان وو، په افغانستان کې دولتي څوکۍ د قوم او سمت له مخې ووېشل شوې چې ډېره برخه یې هم د دغو ډلو لاس ته ورغلې او ډېر شمېر توپکیان د شاوخوا اتلس کلونو په تېرېدو سره سره لا هم په نظام کې غوښنه برخه او د هېواد په مهمو قضایاوو کې پوره لاس لري.
د بُن کنفرانس د پرېکړو له مخې، د دولت ناانډوله وېش د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوو دورو کې تر ډېره پر خپل ځای پاتې شو، خو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، که څه هم ځینې څوکۍ د سمت، قوم او ګوند له مخې ځینو کسانو ته ورکړل شوې وې، خو تر ډېره پخواني توپکیان او د قومونو ټېکه‌داران له دندو لرې او پر کورونو کېنول شول.
اوس چې د افغان سولې خبرې تودې شوې او تر ډېره اټکل کېږي چې په اړه یې د روانو خبرو اترو تر بریا وروسته به طالبان له حکومت سره سوله وکړي او مستقیماً به په نظام کې شامل شي، پخوانیو توپکیانو، په تېره شمالي ټلواله هڅه کوي چې پر وړاندې یې یوه بله جبهه جوړه کړي.
افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره احمدشاه مسعود د هغوی پر وړاندې ودرېده او د هغوی د واکمنۍ تر پایه یې ورسره جګړه وکړه. د ده زوی احمد مسعود د شمال ټلوالې د یو شمېر نورو کسانو په ملتیا وړمه ورځ په پنجشېر کې د خپل پلار له ګور سره غونډه جوړه کړې وه او عملاً یې د «مقاومت ۲» په نوم د ايتلاف جوړېدو اعلان وکړ.
هغه ټینګار وکړ چې دغه ايتلاف یې د خپل پلار د ارمانونو پوره کولو او لارې تعقیبولو په موخه جوړ کړی دی.
که څه هم دا ايتلاف د احمد مسعود په مشري جوړ شوی، خو تر شا یې په حکومت او له حکومته د باندې د ډېرو پخوانیو توپکیانو، په تېره بیا د شمالې ټلوالې د غړیو لاس دی.
دوی چې له تېرو شاوخوا اتلس کلونو راهیسې په نظام کې غوښنه ونډه لري، په میلیارډونو پیسې، ښکلې ښکلې بنګلې او پانګې یې پیدا کړي، نه غواړي تر دې وروسته هم له واکه لرې پاتې شي یا هم کمه ونډه ورته ورسېږي.
شمالي ټلوالې دغه ايتلاف په اصل کې د طالبانو پر وړاندې جوړ کړی او که د سولې خبرو اترو په پایله کې دغه ډله په نظام کې دننه شي؛ نو د ټلوالې اوسنی موقف به چې په نظام کې یې لري، کمزوری او کم‌رنګه شي. طالبان چې له شمالي ټلوالې سره پخوانۍ دوښمني لري، له دولت سره په یو ځای کېدو به هڅه وکړي چې د هغوی پر وړاندې دریځ خپل کړي.
شمالي ټلواله او پخواني توپکیان د اوسني نظام له جوړېدو راهیسې په هېواد کې د سولې او امنیت اصلي خنډونه وو او هر ځل به چې له طالبانو یا حزب‌ اسلامي سره د سولې موضوع یاده شوه، دوی به یې پر وړاندې مخالفت کاوه.
دوی که څه هم په ښکاره له طالبانو سره د سولې او پخلاینې نارې وهي، خو په اصل کې د دغې مهمې پروسې پر وړاندې چې د افغانانو یوازېنۍ اړتیا او هیله ده، تر ټولو سترې ننګونې همدوی دي، ځکه په جګړه کې د دوی ګټې خوندي دي او په سوله کې یې ښايي اوسني موقفونه له چلينج سره مخ شي.
شمالي ټلواله چې ټول عمر یې د خپلو شخصي او ډله‌یزو موخو او ګټو لپاره په هېواد کې جګړه کړې، د خلکو وینې یې تویې کړي او افغانستان، په تېره کابل یې پر کنډواله بدل کړی، هڅه کوي که د سولې تر بریا او نظام ته د طالبانو تر راتګ وروسته، د دوی ګټې خوندي نه شوې او اوسني موقفونه یې له لاسه ورکړل، د تېر په څېر د طالبانو یا حکومت پر وړاندې جبهه جوړه او هېواد یو ځل بیا د کورنۍ جګړې خوا ته بوځي.
په تېرو اتلس کلونو کې هر وخت چې د دوی ګټې له ګواښ سره مخ شوي، د حکومت او نظام پر وړاندې درېدلي او ان د وسله‌والې جګړې ګواښونه یې کړي دي. که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې، د سولې روانه پروسه یا هم کومه بله موضوع چې د پخوانیو توپکیانو، په تېره د شمال ټلوالې ګټې په‌کې خوندي نه‌شي، دا ډله به د دغه جوړ شوي ايتلاف له لارې هېواد د کړکېچ خوا ته بوځي او ان د نظام نسکورولو لپاره به لاس په ‌کار شي.
خو حکومت او خلک باید په هېواد کې د سولې راتلو لپاره په ګډه کار وکړي او د دغو ډلو ټپلو ته چې د هېواد په ورانولو او پلورلو کې نوم لري، اجازه ور نه کړي چې د تېر په څېر یې پر کنډواله بدل کړي، د افغانانو وینې تویې کړي او ان پر عزت یې تېری وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply