افغان حکومت بايد طالب مشران له پاکستان او قطر نه رسمًا د محاکمې لپاره وغواړي

0 775

افغان حکومت بايد طالب مشران له پاکستان او قطر نه رسمًا د محاکمې لپاره وغواړي

يوې جنايتکارې ډلې ته دومره هوا ورکول ناسم کار وو

طالبانو د بل په لمسون په واک کې د زيات امتياز لاسته راوړو لپاره افغانوژنې او د هېواد ورانونې ناوړه هڅه وکړه، ان تر دې چې بشري جرمونو ته يې مخه کړه. د شاهين وستانکزي پر لاس د طالبانو آخره خاتمه خرابه شوه!

سيد حسين پاچا

تېر ترخه يادونه :

تېر ته په کتو د طالبانو به پر ياد وي او يا نه، ولې د ولس لا دا هر څه پر ياد دي او له ياده يې نه دي وتلي.

د شهيد محمد داوود خان او د ذوالفقار علي بوټو په وخت کې د افغانستان وپاکستان پخپل مينځي اړيکو رغولو کې ډېر پرمختګ وشو. د نصرالله بابر په خبره ((درې هلکان)) حکمتيار، دوه مخی ستمی – اخوانی (چترالی ملا) او احمد شاه مسعود د خپلې لنډ انډۍ له امله چې قاضي حسين احمد به يې ريباري کوله ورتښتېدلي ول. محکمې پرې د فراريتوب حکم هم صادر کړی وو.

بوټو هغه وخت داوود خان ته ويلي وو :

که تاسې هغه درېواړه راتښتېدلي له ځان سره وړئ، نو موږ تيار يو چې تاسې ته يې لاس کې درکړو او له ځان سره يې همداسې يوسئ، خو دې خبرې داوود خان ته خوند نه وو ورکړی چې اوس يې په دې ډول حقارت له ځان سره يوسم او ورته يې ويلي وو :

اوس يې پرېږده. دوی به له ځان سره سوچ وکړي او خپله به را شي. يا په بله مانا ابرومندانه به بيرته راشي. داوود خان د دوی دغسې سپکاوی نه غوښته او دا يې د ځان او ولس لپاره سپکاوی ګڼه خپل تبعه چې غولېدلي دي دومره سپک او بې ارزښته شي.

له بده مرغه داوود خان سر وخوړ او خبره لا پسې خرابه او نړيوال اندوخړ ته لاره اواره شوه او له هر لورې لاسوهنه شروع شوه. د رياست غوا لنګه شوه او بوټو هم سر وخوړ.

کله کله د سړي ذهن ته داسې خطور کيږي چې کاشکې داوود خان هماغه وخت داسې سهوه نه وای کړی او دا درېواړه هلکان يې له ځان سره راوړی وی او هلته يې نه وای پرېښی. د نصرالله بابر خبره ((موږ ته خدای راکړه)). بابر به ورته هلکان ويل چې بيا يې بوټو ته د پېژندګلوۍ لپاره هم ور وړي ول او قاضي حسين احمد هم همدغسې هوبهو خبره کوله چې ما له بوټو سره مخ کړل. دا چې څنګه، ولې او د څه لپاره يې مخ کړل او څه يې سره وويل، نو دا به ښاغلي حکمتيار ته روښانه وي، خو بابر له ښاغلي فرهاد علي خاور سره په مرکه کې د زړه بړاس ايستلی چې څه يې وکړل؟

نننيو حالاتو او شرايطو ته په کتو دا په کار دي چې ښاغلی غني د اوربند او بيا خبرو ته د رابللو پر ځای د بشري جرمونو او انسانيت ضد کړنو په ترسره کولو يې رسمًا له دواړو دولتونو د محاکمې لپاره وغواړي. ان په دې تړاو له ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولنې، هاګ او له ټولو ممکنه لارو چارو کوښښ وکړي چې هر چېرې وي پيدا او محاکمې ته يې راکش کړي.

که خدای مه کړه پرېښوول شي بيا ترې د تېر جهادي واوسني طالبي پير ناسور جوړ نه شي چې بيا پر يو لوی سرخوږي بدل نه شي. د جرمي کړنو مخه يې بايد مخکې له مخکې ونيول شي.

[[جهور رئيس ټرمپ همداشان د يوې پوښتنې په بڼه ليکلي دي: “څه ډول کسان بېشمېره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟”

ښاغلي ټرمپ وويل چې طالبانو په کابل کې په وروستي بريد سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه “خراب” کړ.

ښاغلي ټرمپ زياته کړه چې طالبان نشي کولای د سولې “دغو ډېرو مهمو” مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بېګناه کسان وژني، نو د هغه په وينا هغوی يو “معنی داره” موافقت ليک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.]]

تېر ته په کتو پاکستان د ضياءالحق په وخت کې له روسانو سره مخامخ خبرې سبوتاژ کړې چې نړۍ او روسانو ته يې داسې وښووله چې جهاديان پر ديالوګ نه پوهيږي او روسان يې پر همدې خبره قانع کړي وو چې دوی نه سوله کوي او نه خبرې کوي، نو هماغه وو چې روسان له خپلې خبرې تېر او له پاکستان سره سيده اړيکه ټينګه کړله چې پر هماغه سبا بيا جونېجو زموږ استازی وو او هغه زموږ استازولي کوله، نو طالبان اوس هم د تېر په څېر تېر ايستل شول او ټرمپ په همدې پار دا خبره کړې چې ((دوی يو معنی داره توافق ليک د رسېدو توان هم نه لري)).

طالب ډېره تېروتنه وکړه د نورو په لمسون يې له جمعيت سره په مسکو کې ژمنه وکړه او د نورو په لمسون يې د قطر په خبرو کې درې داسې غوښتنې رامخته کړې چې نه يې خپله د دې وړتيا لرله او نه جمعيت د دې واک لرلو چې په حکومت کې د يو شريکبانډې په توګه دا کار وکړي، نو د طالب په خوله يې د نظام د ننګونې او ړنګونې هڅه وکړه چې له نېکه مرغه خپله پکې داسې رسوا شول چې عطا خپله منښته وکړه چې د ټرمپ له يو ټويټ سره هر څه خراب شول.

دغه د مذهب په نوم لېونيان له جمعيت سره جوړ راځي، خو له حکومت او له غني سره جوړ نه راځي، ولې؟ دا چې اوس بيا ستانکزي له مسکوه ګواښنه کړې چې ((موږ سل کاله نور هم جنګېدلی شو)). دېته هوبهو خبره ښاغلي حکمتيار هم کړې وه چې ((موږ زر کاله جنګېدای شو)) چې لا تراوسه به چېرته په کوم يوټوب کې پرته وي، ولې نن په کابل کې ناست دی. ستانکزی د چا په زور دا خبره کوي؟ ستانکزی بايد دا روښانه کړي چې خپله او ډله يې (طالبان) له کله راهيسې روسان شوي دي؟

دوی خواران به له عطا وقانوني، عبدالله او له داسې نورو نه څه ښاد شي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

Afghanistan War: Trump cancels peace deal with Taliban

https://www.bbc.co.uk/news/world-asia-49624132

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49624473

ټرمپ د طالبانو سره د سولې مذاکرات لغو کړل

https://www.pashtovoa.com/a/trump-taliban-talks/5074604.html

د سولې خبرو د لغوه کېدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون

https://rohi.af/fullstory.php?id=79533

طالبان: د ټرمپ ټويټ ناببره و، افغانانو سره خبرو ته چمتو يوو

http://www.taand.com/archives/134649

طالبان په مسکو کې: موږ سل کاله نور هم جنګېدلی شو

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49698939

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply