کرېکټ؛ امو زون لوبډلې په ١٥ منډو بريا خپله کړه

0 970

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې د امو زون او مس عينک زون لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه ترسره شوه چې امو زون په ١٥ منډو بريا خپله کړه.
کرېکټ بورډ وايي، د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک زون لوبډلې وګټله او لومړى يې د امو زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
امو زون په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٣ منډې وکړې چې له ډلې يې حيات الله ١٢١ ناسوځېدلې او ابراهيم ٤٤ منډې وکړې.
د مس عينک زون له لوري نواز خان او ضيا الرحمن ٢-٢، يوسف ځاځي او شمس الرحمن ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.
د ٢٦٤ منډو د هدف په تعقيب کې د مس عينک زون لوبډلې ټول لوبغاړي په ٤٩.١ اورونو کې وسوځېدل او ٢٤٨ منډې يې وکړې، چې په ١٥ منډو يې لوبه وبايللـه.
د دوى له لوري احسان الله احسان ٥٠، نور علي ځدراڼ ٣٤، ناصر توتاخېل ٣١ او رحيم منګل ٣٠ منډې وکړې.
د امو زون له لوري بيا ميروېس اشرف ٤، نورالله او عبدالله مزاري ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حيات الله ترلاسه کړه چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ١٢١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply