د سولې مذاکراتو سر وخوړ

0 591

عبدالکریم مرام-

پښتو متل دی چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي. د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې څو میاشتني مذاکرات یې ښه بېلګه ده، چې بالاخره په ناکامۍ تمام شول. دلیل دا وو چې دغه مذاکرات له لومړي سره ناسم روان و.

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني له لومړي سره د مذاکراتو په دغه پروسه هم نیوکې لرلې، هم یې اندېښنې لرلې او هم یې شکونه لرل او بار بار یې خپلې اندېښنې او شکونه په وضاحت سره مطرح کړل، مګر د امریکا متحدو ایالتونو چندان غوږ نه ورته نیوه.

کله چې ولسمشر غني په دې پوه شو، چې امریکایان یې خبره نه اوري، نو په وضاحت سره یې وویل چې د سولې هره هغه پروسه چې په هغه کې د افغانانو استازیتوب نه وي، مالکیت یې له افغانانو سره نه وي نو موږ ته د منلو وړ نه ده، ځکه چې د سولې تطبیقونکی او واکدار یوازې او یوازې افغان دولت کېدلای شي، نو په دې خاطر باید د سولې د مذاکراتو مالکیت له افغان دولت سره وي.

ولسمشر غني د امریکا او د طالبانو د دغو ناوړه مذاکراتو پر وړاندې په یوازې ځان کلک مقاومت وکړ او ترپایه په خپل دریځ پاتې شو، مګر په دې منځ کې افغان سیاسیون تر دوحې، ابوظبۍ، مسکو، کراچۍ او نورو وطنونو پورې وځغلېدل او بار بار یې د طالبانو او خپلو بادرانو پر وړاندې ګونډه ووهله او دوی فکر کاوه چې په دغه وېش کې به دوی بې برخې پاتې شي، مګر دلته نه د وېش مسله وه او نه هم دولت ته د منلو وړ وه، په همدې خاطر حکومت له لومړي سره د موقت حکومت مخالفت وکړ او دا طرحه یې مردوده وبلله.

په دې کې شک نشته چې افغانان سوله غواړي، په دې کې هم شک مه ګڼئ چې افغان دولت او ولسمشر غني سخت سولې ته لېواله او ژمن دی، خو باعزته او تلپاتې سوله، داسې سوله چې ټول واک او مشري یې له افغانانو سره وي، داسې سوله چې په واقعیت سره د خلکو ستونزې او بحرانونه حل کړي او د پای ټکی ورته کېږدي.مګر دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني به هیڅ وخت هم د سولې هغه مذاکرات چې د فشار په توګه پر دوی تحمیلېږي ونه مني او که بل ځل بیا څوک داسې هڅه وکړي، نو د خلیلزاد او امریکا غوندې به په خپل دغه چال او نیرنګ کې ناکامه وي.

دولت لا هم سولې ته ژمن دی او د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړو او د ولس غوښتنو ته په درناوي د سولې لپاره هلې ځلې کوي، خو د سولې لپاره دوی خپله لار نقشه لري چې هم واضح ده، هم اصولي ده او هم ټولو ته د منلو وړ ده، نو د سولې پروسه او مذاکرات باید د دغسې یوې واضح لار نقشې په اساس ترسره شي، ترڅو هیڅوک د سولې پروسې په اړه کوم تشویش او اندېښنه ونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply