وطنه مور يې زمونږ/ پیر محمد کاروان

0 2,115

وطنه مور یې زموږ

سترګې او زړه مو ته يې
د ژوند اوبه مو ته يې
شکر نعمت يې زمونږ
چې شته يو، شته مو ته يې

د مينې کور يې زمونږ
وطنه مور يې زمونږ

***

ته مو نغمه د وحدت
دا زير و بم به دې شو
ته مو ګلاب ګلاب يې
پرخه شبنم به دې شو
الهامي چوپه چوپيا

مستانه شور يې زمونږ

***

وطنه ستا د بدن
مونږه يو غړي غړي
ستا په ژوندون کې مو شتون
بې له تا مړي مړي
ته مو څادر د لمانځه
د ډوډۍ شکور يې زمونږ

***

هيله د پلار مو ته يې
لوی اعتبار مو ته يې
د ارمانونو سردار
دعا د يار مو ته يې
د ماشومتوب کوټڼۍ
د خور او ورور يې زمونږ

***

د ګلابونو موري
يه د غاټولو مورې
خزان خو چيرې مه شې
زمونږ د ټولو مورې
ستا د دردونو کاروان
ټکور ټکور يې زمونږ

 

***

 

یادونه: وطن ته دا ساده ترانه ما د زړه په مینه او اخلاص لېکلې ده. شعر به دومره اوچت نه وي خو د خوږژبي سندرمار بلبل جاوید امیرخېل د آواز له برکته ځینو خلکو خوښه کړې ده. دا چې په سندره کې دا شعر مکمل نه دی راغلی نو د ځینو دوستانو په غوښتنه دا ترانه مکمله راوړم. یوه خبره بله داده چې ما وطن ته یو شمېر ترانې او شعرونه لیکلي دي. که خدای وس راکړ ان شاءالله چاپوم به یې. زما ددې کتاب نوم به هم (وطنه مور یې زمونږ) وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply