گلبدين حکمتيار باېد خپلو خبروته متوجه وي/حبیب الله غمخور

0 520

په کاپيساکي گلبدين حکمتيار دټاکنيز کمپاين په پلمه بې مسوليته څرگندوني وکړې . ترکومه چې دټاکنيز کمپاين له لمړی ورځي دافغان ولس غوښتنه له کانديدانو داوه اوده چې دتبليغاتو او بې مسوليته څرگندونو ،يو دبل پر وړاندي سپکو سپور و اوتهمتونو پرځاي خپله طرحه ،کړنلارهاودهغې دپلوکولو لاري چاري اعلان کړي .گلبدين حکمتيار لکه يوڅو نور کسان چې دادستيج سرته ورسېږ ې په خپل سره اوبې مسوليته څرگندونو،سپکو سپورو او تهمتونو پيل وکړي ،داسي فکرورسره پيدا شي چې فيلسوف دزماني اوشا ته یې حميدگل ولاړدي .

پرون ئې په کاپيساکي په خپلو خبرو کي يې دملي وحدت حکومت يوه اشغال سوي حکومت وباله اوڅرگنده یې کړه چې دحکومت رهبران غلامان دي اودملی وحدت حکومت یې ترجدي گوت څنډني لاندي ونيوه .دادده خپل نظر دی اوزه دملی وحدت له کړنو دفاع نه کوم .

تر ټولوجالبه راته داوه چې حکمتیار په خپلوخبروکي حکومت غيراسلامي وباله اوزياته یې کړه ترڅوچې بهرنی ځواکونه له هيواد نه ونه وزي سوله نشي راتلاي . دا ښاغلی چې وينا یې په دري وه وايي : (( نام اینحکومت را هم جمهوری اسلامی گذاشته اند. جمهوری اسلامی! مرگ و ننگ بر کسیکه این نظام را به نام جمهوری اسلامی می‌شناسد. این[حکومت] داغ سیاه است بر پیشانی اسلام، ما سرنگوني اين نظام راميخواهيم ))

ښاغلی حکمتيار!

اول خودې دا خبري په خپل ادرس درواخله تاسو هم ورته اسلامي ويلی دي اوهغه دتسليمی سند کي دکاغذ پرسر په توررنگ په غټو حروفو نويشته دي دافغانستان اسلامي جمهوريت ،جمهوريت اسلامي افغانستان اوتاسو مبارک ورنه لاندي لاسليک کړی.داچې نظام ړنگوې نو بيا ټاکنو ته دې دڅهلپاره ځان کاديد کړی اوپه کابل کي څه کوې ؟چې نظام ړنگوې هغوي خوهغه دي په په غرو اودښتو کي پورته اوکښته کېږي،ته په لکس اودرباری روند نظام ړنگوې ؟

لمړی : فکرکوم دخلکو پر پاکو اوسپېځلو احساساتو دا بله نوې سوداگري پيل کيږې اوپه راتلونکي بيا ځانته يوبل ځاي پيدا کوې .

دوهم : موږ ټول افغانان هرچيري چې اوسودې نظام ته اسلامي وايو اودلته پاکستانی اويا ايرانی اخوندي نظام چې داڅوکاله یې ته په اسلام اباد اوتهران کي ساتلی وې نسومنلاي .پدې هيواد کي اساسي قانون چېهمدا اوس نافذ دي اوله مخې یې دادي تاته هم هدايت سوی چې ځانکانديدکړه يو اسلامی قانون اوزموږ په هيواد کي اسلاميت ته درناوی ځکهکيږي چې موږ شکر ټول مسلمانان يو. نوکه ستاسو په نظر اسلامي ندي ،نو ولی راغلاست او ولي دلته اوسېږي ،يوه اسلامي ملک ته ولاړ سئ لکه کومه چې راغلی ياست .

همدا نن مي ستا يو له هغه ايرانی گاونډ سره کوم چې په ايران کي یېستاسو داوسېدو بنگلې ته چې دې ايراني دوست ورته ويلا وويل نږدياوسېده ملاقات درلود اودا دوهم ايرانی عالم دی چې پدې ۱۰ کالو کي زه ورسره ملاقات کوم اوستاسوددې بنگلې اودايراني اخوندانو دسپاه پاسداران لخوا ستاسودکور دامنيت دساتني اوددوي لخواستاسو دناز ولوخبري راته کوي .

دريم : متاسفانه همدې امريکا اعلان کاوه چې گلبدين ورنه ورک دي که یېڅوک ادرس ورکړی دومره ميليونه ډالره جايزه به ورکړي .دا اعلان یېزموږ افغانانو له نظره پدې خاطرکاوه چې تاسوته دولس دهغه نفرت په مقابل کي چې دکابل ښکلی ښار دهيواد پلازمېنه مو دنورو تنظيمو سره د قدرت پر سر سيالی کي په کنډواله بدل کړ پرستيژ درکړي چې گويا تاسو رشتيا هم داشغال پر خلاف جنگېږی .

خو کله چې یې لازمه وبلل ستاسو په اصطلاح دهمدې غيري اسلامي نظام ترحاکميت لاندي یې بيا په شانداره مراسيمو همدې دامريکا تراشغال لاندي حاکميت لخوا بدرگه ترکابله راوستلاست اودلته یې هغه بنگله ستاسو په واک کي درکړه چې تاسو په خوب نه لېده .همدا اوس موټول لگښتهمدا امريکا يان چې تاسو ورته واياست ووزي اوهمدا غير مسلمان اودامریکا تر اشگال لاندي دولت درکوی اوهغوي موساتی .کنه نوتاسو دابې حسابه پيسې له کومه کړې؟

څلرم : ټول دا پوښتنه کوي ،نو چې گلبدين لادرکه وو او ادرس یې چاته نه وو معلوم ، څنگه یې پيداکړ؟ ولې یې له منځه نه يو وړ؟ چې پدې شانداره مراسيمو یې تردارلامان پوري بدرگه کړ؟

داخبري که يوعادي افغان وکړی حق لري ،هغه به هم له دولت نه شکايت اوسرټکونه لري ،ځکه ظلم به ورسره شوی وي اوهم دجگړې ددوام اوبهرنيو له شتون څخه ،خوستاسو او ستاسو پشان نازولو لخوا داډول څرگندونيديوه بل نوی کرېډت درکولو معنا او دامريکا نوې لوبه بولو،کنه ډيرسادهموپرځاي کښېنولاي سي . لکه د عادی انسان څخه چې تېر ژوند ديخپله درته معلوم دی گلبدين حکمتيار جوړ کړ، همداسي مو پر ځاي هم کښېنولاي سي ، خومتاسفانه تاسو نه خوابدی کوي ،ځکه له تاسو اوستاسو پشان يوشمېر نورومعلوم الحالونه خپلو مخوته درسېدو لپاره استفاده کوي .

تاسو فکر کوی چې تاسو ته که په رښتيا عادلانه ټاکني وي او ولس ونه ډاره وی خلک به رايه درکړي؟

دهغو کورنيوغړي لا تراوسه له نېکه مرغه په ټول هيواد کي ژوندی دیدکومونه چې تاسو اوستاسوپشان يو شمېرنورو دقدرت تږ واوبهرنيوزبرځواکو نوکرانوچې همدا اوس هم هغوي ستاسو پشان دهمدې بهرنيانو په زورچې تاسو ورته واياست که ونه وزی سوله نه راځي متاسفانه مطرح دي ،دوي هم دجهاد په نوم اويادقدرت پر سر دسيالوپه ناورين کي یې په زرگونوکورنيو غړي له ژوند نه محروم کړي .داچې کابل اويوشمېر نور لوي ښارونه مو په سرو وينو ولړل اودا ښکلی ښارونه مو په خرابه اوقبرستان بدل کړ ه دهيچا هيرندي اوبېلگې یې لاتراوسه په ټول هيواد کي تر سترگو کيږي .

خپله وايي  دا تهمت دي چې موږ ۶۰ زره وژلي ،هلته ۶ زره وژل سوي دي .يعنې د۶۰۰۰ کابل ښاريانو په شهادت رسول دادواک تږ ي خپله مني،ايادقتل عام ندي ؟  

خپله ليکنه پدې ټکو رانغاړم چې دا ۱۷ کانديدان دي يودبل پر خلاف چېپکښي زموږ دهيواد ملي ارزښتونوته سپکاوی کيږي له تبليغاتونه جدي ډډه وکړي .هر هغه شعا ر اوڅرگندونه چې زموږ دهيواد راتلونکې له خطرسره مخامخ کوي ولی کانديد یې ددې بېگناه اودجگړې په اورکي وريت ولس دغولولو لپاره ورکوي خائينانه اودملت سره ستره اونه بخښونکې جفاده . ومن الله التوفيق

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply