د کترينې مينه به سلمان‌خان خپل کړي

0 932

د بالیووډ سېنما وتلې فلمي ستورې کترینا کیف د دې سېنما مشهور ستوري سلمان‌خان په اړه په تازه څرګندونو کې وايي، هغه یو ښه ملګری دی.
د هندي سېنما دې وتلیو ستوریو چې له ډېرې مودې را په دې خوا یې په ډېرو مشهورو او کامیابو فلمونو کې رول لوبولی، په دې سېنما کې ځانګړی نوم پیدا کړی دی.
هندي رسنیو د کترینه کیف د تازه څرګندونو په اړه زیاته کړې، سلمان‌خان چې ورسره وي او د یوه ملګري په حیث یې له کلونو راهیسې ورنه ملاتړ کړی دی.
دې ستوریو له یوه بل سره ډېر کامیاب فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړي چې مشهور یې ټایګر زنده هی، ایک تها ټائیګر او په اوس وخت کې ریلیز کېدونکی فلم بهارت شامل دی چې ډېر زیات بریالی فلم بلل شوی دی.
کترینه کیف زیاته کړې، سلمان خان یو داسې کس دی چې پوره باور پرې کېدلای شي او په وینا یې له فکري پلوه د دواړو تر منځ اړیکه هم د اعتبار وړ ده او وايي، سلمان خان یې د ژوند غوره ملګری دی.
کترینه کیف چې له سلمان‌خان سره ښايي واده هم وکړي، وايي، کله چې د ژوند له سختیو سره مخ شي؛ نو سلمان‌خان وسره خورا مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply