د ”زرګونه جنایات” په نوم کتاب چاپ شو

0 832

زرګونه جنایت د هغه کتاب نوم دی چې له تېرو ۱۹ کلونو راهېسې د طالبانو په لاس د افغان کادرونو او قومي مشرانو قتل عام په کې ذکر شوي دي.

دا کتاب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند کبیر حقمل او یو شمېر مسوولینو لخوا رسنیو ته وښودل شو.
د زرګونه جنایات کتاب په لومړي جلد کې شاوخوا د قومي مشراو ښوونکو دوه زره هغه پېښه ذکر شوي دي چې طالبانو په یوه او بل نوم وژلي او ترور کړي دي.
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند کبیر حقمل د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، له دغه کار یې هدف نړیوالو سازمانونو ته د طالبانو د جنایتونو را برسېره کول دي.
د حقمل په وینا، طالبانو ځکه دغه کادرونه او قومي مشران په نښه کړي دي او وژلي يې دي چې دوی د دې ملت پرمختګ او یووالی تضمیناوه.
کتاب کې لیکل شوي، چې طالبانو دغه کار په شعوري ډول د پردیو استخباراتو په لمسون ترسره کړی دی او دغه لړۍ لا هم په شعوري ډول روانه ده.
لیکل شوي کتاب د قومي مشرانو تر څنګ، د ډاکټرانو، انجنیرانو، ښوونکو او ورته نور موارد یاد شوي دي چې طالبانو له تېرو اتلسو کلونو راهېسې د هغوی قتل عام روان کړی دی.
کتاب کې لیکل شوي چې طالبانو یوازې په انسانانو نه ده، بلکې د افغانستان په پرمختګ برید کړی دی او دغه بریدونه اوس هم روان دي.
د کتاب معرفۍ مراسمو کې د ملي امنیت شورا دفتر له ټولو نړیوالو ادارو غوشتي چې د طالبانو د دغه جنایتونو پر وړاندې غږ پورته کړي، هغه جنایتونه چې تېرو اتلسو کلونو کې شوي دي.
همدا راز پر نړیوالو ادارو غږ شوی دی چې ددې پېښو عاملین باید مجازات شي، ځکه انساني ناورین ته يې زمینه برابره کړې ده.
ملي امنیت شورا دفتر ویاند وویل، دا د طالبانو جنایتونو یوه کوچنۍ برخه ده او راتلونکي کې به ورته نور جنایتونه هم له رسنیو او نړیوالو ادارو سره شریک کړي.
په دې تړاو یو ویبپاڼه هم جوړه شوې ده، ویپاڼه کې د جنایتونو اړوند یو فورم شته دی چې هر څوک کولای شي خپلو سیمو کې د ترسره شویو جنایتونو د رابرسېره کېدو لپاره هغه ډک او د کتاب په بڼه به چاپ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply