ټاکنې او د ولسواکۍ د بنسټونو تقویت

0 471

عزیزالرحمن روان-

 دا چې ټاکنې او ولسواکي دوې یو له بله نه بیلیدونکي او یو بل سره ورته تړلي مهمې موضوع ګانې دي، نو پدې لیکنه کې په ټاکنو او په ولسواکۍ باندې یې مثبت اعیز او په ټولنه کې د سیاسي ثبات او د ښه ژوند د بقا د تامین لپاره د ټاکنو اړین والي باندې بحث شوی.

په دیموکراتیکو ټولنو او نظامونو کې ټاکنې او په ټاکنو کې د فعال ګډون له لارې د ولسواکۍ د بنسټونو ټینګښت یو مهم او ضروري اصل دی.

په ولسواکو نظامونو کې د پارلمان لپاره د استازو یا د ریاست جمهورۍ لپاره د خوښو نوماندانو انتخاب د ولس په مستقیمو او پټو رایو باندې کیږي، او په دیموکراتیکو ټولنو کې ولس دا حق لري چې خپل د خوښې نوماندان د دوی د برنامو او راتلونکو پلانونو د اوریدو په اساس وټاکي، او د سرغړونې او د قانون د نه تطبیق په صورت کې ددې حق هم لري چې پرې انتقاد وکړي او په وړاندې يې د مدني حرکتونو په ترسره کولو سره خپل حقوق تر لاسه کړي.

دا چې په نړۍ کې ولسواک ملتونه آرام، هوسا او پرمختللی ژوند لري او د خپلې رايې په ځواک سره خپل راتلونکی برخلیک پخپله ټاکي، او د خپلې رایې په کارولو سره د مثبتو تغیراتو او تحولاتو غوښتونکی وي، نو د هوسا او آرام ژوند لپاره په ټاکنو کې پراخ او وسیع ګډون له طریقه خپله پاکه او مهذبه رایه یو داسې چاته په امانت ورکوي چې د هېواد د بقا او تضمین او د ژوند د خویندتوب لپاره ښې او ګټورې برنامې ولري.

له نېکه مرغه افعانستان اوس یو ولسواک نظام لري. ورځ تر بلې ولسواکي تقویت مومي. په تېرو دوو میاشتو کې د نوماندانو په کمپایني مبارزو کې د ولس او خلکو پراخ ګډون دا ثابتوي چې په کلکه او ملي روحیه او ملي مینه د ولسواک او دیموکراتیک نظام عوښتونکي او پلویان دي.

دا زمونږ ملي رسالت او مسولیت دی چې د ټاکنو په پروسو کې د پراخ ګدون له لارې، د دیموکراتیکو بنسټونو د تقویت او پیاوړتیا لپاره مبارزو ته دوام ورکړو، تر څو له دې ټولنې د زورواکۍ ټغر ټول شي او ولسونه د قدرت کیلي ترلاسه کړي.

په اوسني عصر کې په لویو، لویو ملي بهیرونو کې د افعانانو پراخ ګډون په ملي قوي ارادو سره دا په ډاګه کوي چې د شفافو او عادلانه ټاکنو عوښتونکي دي، او د کلک او او منسجم ولسواکي نظام پلویان دي.

خو دا ټول یعنې شفافې او عادلانه ټاکنې هغه وخت امکان لري چې د ټاکنو لپاره یوه ملي قوي اراده موجوده وي، او خپل هویت د څو روپیو په مقابل کې ونه پلورو.

د بله طرفه هغوی چې په ټاکنو کې ګډون ورته سور کفر ښکاري او ټاکنې لوی شرم بولي، یا يې په تذګرو سټيکر ندي لګولې او نه عواړي چې رایه وکاروي، هغوی دا حق هم نلري چې حکومت وننګوي یا د ولس په رایو منتخب شوی دولت او رهبر باندې انتقاد وکړي.

دوی دا فکر کوي چې که زه رایه ونه کاروم نو ټاکنې به ونشي، د دوی فکر بالکل غلط دی، دوی باید دا فکر وکړي چې که په ټاکنو کې ګډون ونکړم نو زما د هېواد مشري به د داسې چا لاس ته ورشي چې د هېواد حالت به مو تر نهه اویایمو۹۰ کالونو هم بدتر کړي.

خوشبختانه ولس هغه پخوانی ولس ندی اوس ويښ شوی، ولس اوس په انتخاباتو او دیموکراسۍ پوره، پوره باوري شوی او دا یې په کامله مانا درک کړي چې د سیاسي قدرت د انتقال يوازینی لاره په ټاکنو کې پراخ ګډون دی.

دا باید په یاد ولرو چې ټاکنې زمونږ د ښې او بدې برخلیک ټاکنې مساله ده.

که په ټاکنو کې پراخ ګډون ونکړو نو د جنګ، فقر، بې وزلۍ، بې سوادۍ، سیاسي بهرنیو او کورنیو انديښنو او معضلو لمن نشو ورټولولی، او په ټوله کې سیاسي ثبات نشو موندلی.

د دیموکراتیکو بنسټونو د محکم کولو لپاره باید په ټاکنو کې د ګډون زغم ولرو، دا چې مونږ د ولسواکۍ د لوبې میدان ته نوي راښکته شوي یوو، د ولسواکۍ کافي او پوره تجربه نلرو، نو د هر نوماند په انتخاب کې باید د ډېر زغم او دقت څخه کار واخلو، یو بل ته سپکې سپورې ونه وایو، ځکه هر نوماند که ښې پریمانه نیګړتیاوې لري د نیمګړتیاوو تر څنګ غوره او ښې موثرې ځانګړتیاوې هم لري.

ټاکنې په د یموکراتیکو نظامو کې د نوماندانو د ټاکلو ښه لاره ده، په اوسني عصر کې ټاکنې د ولسواکو ولسونو د ژوندانه لپاره اړین اصل ګڼل کیږي. نو د ولسواکۍ د ښه تامین لپاره په ټاکنو کې فعال ګډون ته ډېره اړتیا لیدل کیږي.

داسې هم نده چې په ټاکنو کې به فساد شتون ونلري، حتمآ به فساد موجود وي، خو په فعال ګډون سره د فساد کچه تر ډېره راکمولی شو.

په ټاکنو کې فساد نه یوازې د افعانستان خلکو لپا ره ناهیلی کوونکی او جنجالي دی بلکې د دریمې نړۍ هېوادنو او د امریکا په شان زبرځواک هېواد لپاره هم یو لوی سرخوږی دی.

نو ددې لپاره چې د شته فسادونو کچه مو تر ډېره ټیټه کړي وي نو په ټاکنو کې مو فعال ګډون له دې ستونزې حلاصولی شي، ځکه ټاکنې د خلکو د تامین د حاکمیت لپاره ښه مکانیزم او پروسیچر دی.

ټاکنې د اکثریتونو او اقلیتونو تر منځ د ستونزو او د قدرت پر سر د شته کشمکشونو لپاره تر ټولو ښه حل لاره او ځواب دی.

ددې لپاره چې د ټولنیزو ربړو او ستونزو لمن مو ورټوله کړي وي، په مهمو او ملي مسایلو کې مو پراخ او فعال ګډون او مشارکت کړی وي، د ولسواکۍ ستنې مو تقویه کړي وي، د فساد کچه مو تر ډېره راکمه کړي وي، د نړیوالې ټولنې توجه مو پر افعانستان راټوله کړي وي او په ټوله کې دا چې سیاسي ثبات مو تر لاسه کړی وي، نو ټاکنې راته مهم او اړین اصل دی چې باید پکې ګدون وکړو تر څو مو شته معضلو او کشالو ته د پای ټکی ایښی وي.

نو دا چې سبا د میزان شپږمه د ولسمشرۍ انتخابات کیدونکي دي  نو ټول معزز ورورڼه او خویندي چې په شرایطو برابر وي، هیله ده چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او نور هم وهڅوي چې پدې پروسه کې برخه واخلي او د هېواد راتلونکی سرنوشت او برخلیک پخپله وټاکي. او داسې چاته رایه ورکړي چې په تحصیلي زیور سمبال وي او د هېواد د بقا د تضمین لپاره ښې برنامې او پلانونه ولري، او د زورواکۍ او متعصبینو لړۍ د ختمولو لپاره ښه پلان ولري. او که ددې عکس رایه یو داسې چاته وکاروو چې سیاسي بصیرت او دقت نلري او ددې وړتیا هم نلري چې د هېواد د ښه پرمختګ لپاره ښې برنامې ولري، نو نه یوازې دا چې خپل هویت او ایمان به مو د څو روپیو په مقابل کې خرڅ کړی وي ددې سره به مو دا لوی امانت خیانت کړی وي، او پخپل لاس به مو د هېواد سرنوشت داسې چاته سپارلی وي چې روانو بحرانونه به نشي کنترولولی او روان کشمکشونه به لاپسې ګړندي او سریع شوي وي.

 ستاسو رایه ستاسو راتلونکی.

د یوه آزاد او پر ځان بسیا افعانستان په هيله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply