د بالیووډ سږني غوره فلمونه

0 1,006

تاسې ته مو انفرادي د ډېرو هندي فلمونو په اړه مالومات در کړل چې په کور دننه او بهر څومره ځلېدلي، خو نن درته د بالیووډ د سږ کال غوره فلمونو په اړه مالومات درکوو چې څومره پیسې یې ګټلي دي.
سږ کال د هندي سېنما تر ټولو وتلی فلم د «یوري؛ ده سرجیکل سټرایک» په نوم فلم دی چې د روان کال د جنوري په ۱۱ نندارې ته وړاندې و او ټولټال یې ۲۴۵ کروړه پیسې وګټلې.
دې پسې د «بهارت» په نوم د دې سېنما وتلي ستوري سلمان‌خان فلم دی چې د جون په پنځمه د سېنماګانو پر پردو راښکاره شو او تر دې مهاله یې ۲۱۱ کروړه پیسې ګټلې دي.
همدا راز، د «مېشن منګل» په نوم د اکشي کومار فلم دی چې یوازې په ۱۲ ورځو کې یې ۱۶۹ کروړه هندۍ کلدارې وګټلې او لا پر مخ روان دی او په ورته وخت کې د «کیساري» په نوم هغه بل فلم له ۱۵۰ کروړو ډېرې پیسې وګټلې.
ورته مهال د «ګلي بوای» په نوم د بالیووډ سېنما وتلیو اداکارانو رنویر سېنګهـ او عالیه بهټ فلم هم له ۱۴۰ کروړو ډېرې پیسې وګټلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply