د طاهر اشرفي په ځواب کې

0 676

د طاهر اشرفي په ځواب کې :

ان شاء الله العظيم – دا ځل به غني په بېسارې توګه بريالی کيږي

د ولسمشر غني لپاره مې په بيت الله الحرام او په مسجد النبي صلی الله عليه وسلم کې هر ځل جلا – جلا ختم القرآن او هم له حرمينو نيولې تر منی وعرفات پورې ورته د برياليتوب دوعا کړې

له نظاميانو، استخباراتو او سياستوالو [مېجر عامر او رستم شاه مهمند] دې وپوښته چې چا د طالبي نظام په ړنګولو، د طالبانو په نيولو او امريکا ته په ورسپارلو او د طالبانو د سفير ملا ضعيف په بېعزته کولو کې چا مرسته کړې؟

سيد حسين پاچا

ما ته غوږ شه!

د غني لپاره مې شپږ ځله پوره ختمونه [ختم القرآن] په بېلابېلو سفرونو کې په بيت الله الحرام او په مسجد النبي صلی الله عليه وسلم کې کړي دي.

اپرېل ۲۰۱۳ :

په لومړۍ عمره کې مې ورته يو – يو پوره ختم په حرم او مدينه دواړو کې کړی.

اپرېل ۲۰۱۵ :

په دويمه عمره کې مې ورته بيا يو – يو پوره ختم په حرم او مدينه دواړو کې کړی.

اګست ۲۰۱۹ :

اوس مې په حج کې ورته بيا يو – يو پوره ختم په حرم و مدينه دواړو کې کړی، اته نيمې سيپارې [سورة الانعام پورې] په منی او همدارنګه له حرمه نيولې تر منی وعرفات ومزدلفه کې مې هم ورته د برياليتوب دوعا کړې.

همدارنګه :

مارچ – اپرېل ۲۰۱۶ :

مسجد الحسن الثاني

دارالبيضاء (کسبلانکا) – المغرب (مراکو)

جمعة المبارک

جامعة القرويين

فأس

جمعة المبارک

مسجد الشهداء الرباط

او داسې نورو سترو جوماتونو کې د برياليتوب دوعاوې کړي دي.

پاکستان غوښتل چې امان الله خان دې هلته خښ شي

[[شهزادګۍ هنديه بي بي سي ته کيسه کوي، چې کله شاه امان الله خان وفات شو، نو پاکستان د افغانانو د ځورولو لپاره د دې مور ملکې ثريا ته احوال وساتاوه، چې که د شاه امان الله خان مړى پاکستان ته راوړي، نو دوى به ورته ډېر څه جوړ کړي.

خو شهزادګۍ هنديه وايي، چې زما مور دا وړانديز رد کړ. هغه وايي چې مور مې وويل چې پاکستان ته له وړلو به په دې ډېره خوشحاله وي چې د مراکشي پوځيانو په هديره کې يې خاورو ته وسپاري.

هغه همدا راز وايي، کله چې پاکستان دا خبره وکړه، نو نه پوهېږي چې د افغانستان دولت خجالت شو که څنګه، خو وې ويل چې افغانستان ته يې راوړئ خو جلال اباد کې يې خښ کړئ]].

نوټ : د هغه وخت د ازادۍ د جنګياليو جنازې به په دې جومات ((مسجد الشهداء)) کې کېدې او بيا به ورسره نژدې هديرې ته د ښخولو لپاره راوړل کېدل. زه هغه هديرې ته هم لاړم چې په زرګونو شهيدان پکې ښخ ول.

په فأس کې مې له نامتو عالم دين عبدالرحمن الکتاني او له داسې نورو څخه هم د غني لپاره دوعا غوښتې او هغوی هم ورته په ډېر اخلاص دوعا کړې. زه هغه وخت دې لا متوجه شوم چې په ټولو ناستو کې دوی خپل پاچا محمد السادس ته دوعا کوله، نو ما ته سوال پيدا شو او ټکان مې وخوړ چې موږ ولې د خپل يو نړيوال عالم او ولسمشر په درنښت پوه نه شو. حال دا چې نوره نړۍ يې په درنښت او ارزښت پوهيږي.

المغرب :

  1. Shaykh Abd al-Rahman al-Kattani
  2. Shaykh Muhammad Idris al-Kattani
  3. Shaykh Muhammad ibn Abdullah Al-Rasheed
  4. Shaykh Ahmad Ashur
  5. Shaykh Hamzah al-Kattani
  6. Shaylh Khalid al-Sibai
  7. Shaykhah Bahiyah Al-Qutbiyyah
  8. Shaykhah Kinzah al-Kattaniyyah
  9. Shaykhah Aishah al-Kattaniyyah
  10. Shaykhah Nuzhah al-Kattaniyaah

په مکة المکرمة کې د دکتور عبدالرحمن بن الحسن الغامدي په بلنه چې زموږ ټول السلام انستيتوت ګروپ دکتور محمد اکرم ندوي ته د مېلمستيا بلنه ورکړې وه او د هغه په ځای کې مو له شيخ عبدالوکيل بن عبدالحق الهاشمي او داسې نورو سره وليدل. له شيخ څخه مو هلته حديث المسلسل بالأوليّة / حديث الرحمة او هم سنبل السلام اورېدنه (سماع) وکړه.

او په مدينة المنورة کې مو بيا له شيخ محمد عاشور او همداسې له شيخ محمد عوامة د مرحوم شيخ عبدالفتاح أبوغدة له ممتازو شاګردانو سره ليدنه وشوه او هاغه وخت مې هم د غني [افغانستان] لپاره د دوعا وغوښته وکړه.

دکتور محمد اکرم ندوي له پوهنتوني زده کړو سره سره په نړيواله کچه له ځينو مشهورو علماو لکه : أبوالحسن علي الندوي، عبد الفتاح أبوغُدة، شيخ يوسف القرضاوي، عبدالرحمن الکتاني او داسې نورو نه هم اجازې لري.

خېټور چرګوړيه،

غني د دې خاورې بچی دی او حق لري چې د خپل ولس د چوپړ لپاره ولسمشريزو ټاکنو ته ودريږي. تاسې څوک ياست چې له پنجابه پر افغانانو غږ ګوئ چې ((ټاکنو کې ګډون ونه کړئ))؟ ايا کوم افغان له خپل هېواده ستاسې په ټاکنو کې داسې کړي دي ؟ نه، نو غلی پر ځای کښېنه!

خېټور چرګوړيه،

افغانستان اوس تېر جهاد پير ته نه دی. افغانستان اوس د ولسمشر غني غوندې په نړيواله کچه يو عالم او اقتصاد پوه او هم ښه سياستوال ولري. هغه کولی شي چې هېواد اوس سم لورې ته سوق او بيرته يې له نړيوالې ټولنې سره همسيال کړي. دلته د الله تعالی احسان دی علماء او له دين سره له تا ښه اشنا او پوه خلک شته. د نظاميانو واستخباراتو فتواو بازار مو سوړ شوی يا په بله مانا مارکېټ يې له لاسه ورکړی.

خېټور چرګوړيه،

د دې ډول شيطاني کړنو او لمسونو به تا او ستا ولس وحکومت ته دا ښه وي چې نور له خپلې دوه مخې او شيطاني کړنلانرې لاس واخلئ او افغانستان ته د رښتينې ورورولۍ لاس راوړاندې کړئ. کنه عمرانخان خو همدا پرون د ملګرو ملتونو په غونډه کې هغسې ونه ځلېده او نه چا درسره د کشمير په تړاو کومه خواخوږي وکړه، نو ايا همدا ذلت او تجريد مو بس نه دی چې سيال مودي مو هغسې او ستاسې هغسې ښه راغلاست وشو. پاکستان همدا اوس په تمامه مانا په نړيواله ټولنه کې سخت منزوي شوی. د دې منزويتوب يو علت يې تاسې کوڅه ډب علما هم ياست چې خپلو حکومتونو او په حکومت کې دننه هغه بل حکومت ته سمه وراسخه خبره نه کوئ، بلکې د هغوی استازيتوب کوئ.

زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې خپله رأيه وړ کس ته وکاروي او د خپلې رأيې په کارونې سره طاهر اشرفي غوندې شيطانانو ته پر مخ کلکه څپېړه ورکړي چې بيا له هغه ځايه پر موږ غږ ونه کړي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړئ

په دې هيله چې پاکستان نور د جهادېزم، طالبېزم وحقانېزم او آخوا ته د لشکر طيّبه، جيش محمد او حرکة المجاهدين او نورو نومونو بېلابېلې دوکاندارۍ ته د پای ټکی کښېږدي. دا ډول دوکاندارې او بزنس نور په نړيواله کچه له کاره غورځېدلی چې ستاسې په شمول هېچا ته ګټه نه کوي. سيمه او نړۍ ترې نوره تېری بېزاره ده. هغه يوازې درپاتې دوست چين نور هم پخپله دوستۍ مه پښېمانه کوئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طاهر اشرف افغانانو ته: ټاکنو کې ګډون ونه کړئ

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d8%b7%d8%a7%d9%87%d8%b1-%d8%a7%d8%b4%d8%b1%d9%81-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%bc%d8%a7%da%a9%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%da%ab%da%89%d9%88%d9%86-%d9%88%d9%86%d9%87/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply