غزل/ عبدالهادي هادي

0 943

لا دې ښايست، لا دې ځواني، هغسې خوله لګوي
ستا اننګي، لکه سپرلي، هغسې خوله لګوي

دا درته چاوې، چې ځواني لکه څپه تيره شوه
هم دې خندا، هم دې مستي، هغسې خوله لګوي

د پشکال غرمو وهليه او غريب لاليه!
نن دې رومان، او شاعري، هغسې خوله لګوي

لږ خو مې پوه کړه، چې څه کيف ستا په خبرو کې دی؟
لکه سرود، او موسيقي، هغسې خوله لګوي

سکڼی ماښام، ترخه پياله او د تا خوږ ترنم
لکه باران د پسرلي، هغسې خوله لګوي

مساپري، لالهاندي او د کابل يادونه
ما له دننه، ځنې خوري، هغسې خوله لګوي

هادي په سر کې مې ، د سپينو ډکو غم مه کوه
لا چې ښايسته، پر لاره ځي، هغسې خوله لګوي

سيدني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply