روغتیايي څیړنې ښایي، چې د عمر په زیاتیدو سره په طبیعي ډول لید کمزوری کیږي، خو روغ او سالم ژوند کولای شي ستاسې د سترګو د لید د کمدیو مخینوی وکړي او د سترګو کمزوری لید تیز کړي.
په امریکا کې د سترګو څیړنیز مرکز هغه خواړه چې د سترګو لید په تیزوالي کې مرسته کوي په ګوته کړي دي، چې په دې لنډه لیکنه کې یې درسره شریکوو.
۱. ماهي: روغتیايي څیړنې ښایي، چې د ماهي غوړ یا اومیګا ۳ اسیدونه کولای شي، د سترګو د اوبو د وچوالي اندازه کمه کړي او د سترګو د لید د کمزوري کیدو مخه ونیسي. ماهي د هغه کسانو لپاره چې د کمپیوټر، لیپټاپ او موبایل سکرین ته زیات وخت ګوري، ګټور خواړه بلل کیږي.
۲. وچه میوه: غوز، کاجو، ممپلي او داسې نورې وچې میوې د سترګو روغتیا ته ډيره ګټه لري. د ورغتیايي څيړنو پر اساس وچه میوه هم د غوړ اسیدونه (اومیګا ۳) او ویټامین E په پراخه کچه لري، چې کولای شي د عمر پورې اړوند د سترګو لید د کمزورۍ مخه ونیسي.
۳. ګل لرونکې تروې میوې: هغه تروې میوې چې له پخیدو مخکې ګل کیږي، لکه مالټه، انګور او لیمو چې د ویټامین C لویه سرچینه ده، د سترګو د کمزوري لید په ښه کولو کې مرسته کوي.
۴. پاڼه لرونکې سبزي: پاڼه لرونکې سبزي په خپل ترکیب کې ویټامین C، E او نور داسي مواد لري، چې د سترګو لید په تیزولو کې مرسته کوي.
۵. خوږ آلو: خوږ آلو په خپل ترکیب کې ویټامین E او د اکساید ضد نومي مواد لري، چې د سترګو لید په ښه کولو کې مرسته کوي.
۶. غوښه: دغه خواړه په خپل ترکیب کې په لویه کچه کوټ، جست/زنک لري، چې د سترګو په روغتیا کې اوږدمهاله مرسته کوي. د روغتیایي څیړنو پر اساس زنک د عمر تیریدو سره د سترګو د خرابوالي په مخنیوي کې مرسته کوي.
۷. هګۍ: هګۍ په خپل ترکیب کې په لوړه کچه ویټامینونه لري، د سترګو لپاره په کې ځانګړی E ویټامین او زنک Zinc مادې کچه شتون لري، چې د سترګو لید د کمولو مخنیوی کوي.
۸. اوبه: د زیاتو اوبو څښل یو شمیر روغتیایي ګټې لري، چې یوه یې د سترګو د وچوالي ختمول دي. د روغتیایي څیړنو پر اساس هر انسان باید په ورځ کې له ۸ تر ۱۲ ګیلاسو پورې اوبه وڅښي.
د پورتنیو خوړو ترڅنګ اوبه هم د سترګو د لید په سالم ساتلو کې ډیره مرسته کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320