له سولې وروسته طالب جنګیالي پر داعش بدلېدای شي؟

حامد مایار

0 534

د طالبانو د پنځه کلن رژیم له نسکورېدو وروسته ځپل شویو او پاشل شویو طالبانو بیا موقع پیدا کړه چې سره منسجم شي.

دوی د لومړي ځل په څېر په کم وخت کې بیا ځلي سر راپورته کړ او په ډېرې چټکۍ سره یې د جګړې او فعالیت کرښې وتړلې چې تر نن ورځې پورې دوی په هغه مسیر روان ښکاري، د کمرزورۍ او ماتې څرک یې په ځای پریږده بلکې ټول په دې اعتراف کوي چې د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري.

په منځي ختیځ کې د اسلامي دولت (داعش) د داعيې له پورته کېدو سره دې ډلې په افغانستان کې هم خپل هم فکري پیدا او موقع ته په کتو یې له هغوی سره بیعت وکړ.

داعش چې په افغانستان کې تر ټولو منفوره ډله ښودل کیږي، جنګیالي او د فکر خلک یې سلفیان دي.

سلفیان د ډیریو افغانانو د فکر او تمې خلاف حرکات کوي چې دغه اقلیتي ډله مذاهب نه مني بلکې په ځینو حالاتو کې د دوی د لوړ سټیج علماوو له  لخوا مذاهبو ته سپکې سپورې هم ویل شوي دي.

په افغانستان کې د داعش جنګیالي له کومه شول؟

د حافظ سعید په مشرۍ د خراسان څانګې داعش جنګیالي د اسلامي امارت په چوکاټ او د پاکستاني تحریک طالبانو په ډله کې تنیظم شوي اشخاص وو چې د حنفي مذهبه له دایره دغه وتلي جنګیالي په دواړو تحریکونو کې بې وسه او څنګ ته ساتل شوي وو.

د افغانستان طالبانو په قصدي ډول دغه کسان څنډې ته او له صلاحیت څخه لېرې ساتلي و، چې ممکن دغه فکر په راتلونکې کې خپله جنګي لار اعلان او دوی پرې ورمات شي.

کله چې د حافظ سعید په مشرۍ د داعش د خراسان څانګې اعلان وشو او له ابوبکر بغدادي سره د بیعت ویډیو خپره شوه، سمدلاسه د طالبانو په لیکو کې سلفي فکرو مخ په اسلامي دولت ور واړوه او د هغوی بیرغ یې پورته کړ.

طالبانو په لومړي سر کې تر یوه حده هغه اشخاص چې دوی هدف ګرځولی شوای له منځه یوړول او وروسته یې علني نظامي هدف وګرځول.

د داعش لوی هدف دا و چې په ټولو سیمو کې چې طالبان کنترول اوتحرکات لري خپل جنګیالي او بیرغ پورته کړي، هغه څه چې دوی په کې ناکام شول او د  مجبورۍ اومنسجمېدو لپاره یې د خپل فعالیت مرکز ختیځ وټاکه.

دوی په لومړي سر کې سویلي ولایتونه هدف ګرځولي وو، خو هلته طالبانو د دوی  په وژلو او ورکه کې صرفه ونکړه، داعش هم د طالبانو او افغانستان کمزورو نقاطو ته ګوته وروړه تر څو پښه ټینګه کړي.

دوی د مجبورۍ له مخې په هغه ځای ولکه ټينګه کړه  چې طالبان په کې کمرزوري او خپل فکري خلک په کې زیات لري، دوی د فعالیت مرکز ختیځ ننګرهار ولایت وټاکه.

داعش له پيل څخه تر دې دمه د جنګیالیو په جلب او جذب کې ځکه ناکام دي چې دغه فکر د افغانستان په څېر هېواد کې منفور دی.

معمولا جنګیالۍ ډلې په لومړي سر کې کمرزوې وي خو له فعالیت او کار وروسته دوی پياوړي کیږي، خو په داعش کې دغه معادله سر چپه روانه ده.

دوی اوس ورځ په ورځ کمزوري کیږي، د دوی جلب او جذب په نشست حساب دی، دوی په یوه وخت د حکومت او طالبانو تر نظامي فشار لاندې دي.

د داعش او د طالبانو خپل منځي جګړه د څه لپاره؟

طالبان له داعش سره مذهبي ټکر لري، هغوی په خپلو کې ژور اختلافات لري، نه یوازې جنګیالي یې بلکې عام خلک او ان د علماوو تر کچې وخت ناوخت یو او بل د اسلام له داېرې څخه په تو تورنوي.

اوس چې د سولې خبرې ښورېدلې د ټولو اندېښنه دا ده چې که له طالبانو سره سوله وشي ممکن د داعش یو شمېر جنیګالي او قومندان یې داعش ډلې ته ور واوړي.

یوه خبره واضح ده چې سلفیان د مجبوریت له مخې په طالبانو کې جنګېدل دلیل یې دا و، چې هغوی د خپل فکر جنګي ډله نه درلوده، نو دوی د جبر له مخې د طالبانو لیکو کې ځانونه نیولي وو.

خو طالبان چې په افغانستان کې تر ټولو لویه جنګي ډله ده، د دوی ملګري خپلو مشرانو ته تابع دي او هدف یې مالوم دی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتو په جګړه  ټینګار کوي.

مګر داعش د خپلې جګړې وروستۍ ادرس یا هدف نه دی مالوم کړی نو داسې ښکاري چې د دوی جګړه تر وژلو پورې محدوده ده.

د طالبانو لیکې اوس د سلفیانو څخه پوره خالي دي او مطلق اکثریت یې حنفي مذهبه دي او هغه کسان چې د دوی مذهب ته درناوی نلري ورسره دوښمني پالي.

نو دا چې خلک د سولې په صورت کې د داعش د لیکو له پیاوړتیا اندېښنه لري، دا تشویش تر ډېره بې ځایه او له حقیقت څخه لېرې دی.

هغه کسان به داعش ته ورځي چې سلفیان دي، او یا د طالبانو په لیکو کې په جرمونو او ډېرو نارواوو ککړ خلک دي.

خو داعش بیا د طالبانو په څېر ځکه زیات مقاومت نشي کولی چې د دوی جلب او جذب ته زمینه نه ده برابره.

له شک پرته په تېرو اتلسو کالونو کې د طالبانو په زرګونه جنګیالي وژل شوي خو که دوی جلب او جذب نه درلودای نو دوی په دومره قوت چې تر ننه جګړه کوي، مقاومت یې نشوای کولی.

نو طالبان په جلب او جذب کې لوړ لاس او داعش بیا بر عکس په دې برخه کې عاجز دي او  که طالبان د جګړې له میدان ووځي نو داعش د کال نه بلکې د میاشت خبره ده چې پوره محوه کېدای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply