د ګډ ژوند تلپاتې مينه

0 1,522

-ژباړه؛ نجيب احمد عزيزي
څومره چې هر کس د ناز او مينې غوښتونکی دی همدارنګه يوه مېرمن هم له خاونده د ساتنې او مينې تقاضا لري، خو برعکس يو خاوند بیا د درناوي هيله لري چې احترام يې وشي؛ نو په دې مطلب کې دغه متقابل احترام ته اشاره شوې څو د خاوند او مېرمن يو له بله د صميمیت ټکي درک کړي؛
مينه او درناوی
د نارينه‌وو په هکله څېړنې ښيي کله چې دوی د مجوريت له مخې مينه او احترام يو پکې انتخابوي تر ډېره يوازې پاتېږي تر هغه چې دا کار بېرته د دوی په بې‌احترامي پای ته ورسېږي، مګر ښځې بیا عشق او مينې ته زیاته ترجيح ورکوي. ګډ ژوند يوه فطري غوښتنه ده، خو د يو بل پېژندل مينه او احترام بیا د دې پيوند رغوونکي دي.
که نارينه او ښځې دقيقاً يو بل ښه درک کړي او غواړي بې‌له کومې ستونزې خوږ ژوند تېروي؛ نو خاوند ته درناوی او مېرمنې ته د هغه له خوا پوره مينه ورکول اړين دي.
د ښځو له نظره د عشق مانا
ښځې له دې لفظه ډېرې ماناوې لري، يوه دا ده هغه نارينه چې له ښځې سره مينه ولري، دوی برعکس د اعتماد غوښتنه لري، څو ورته مالومه شي چې ګډ ژوند يې نه خرابېږي او راتلونکي يې ښه راشي، مثلاً د خاوند اقتصادي شرایط، کار، خوندي چاپېريال… مګر اکثره ښځې د نارينه قيافه، رنګ، قد او عمر په نظر کې نه نيسي، فقط يوازې او يوازې د حمايت هيله يې وي.
که نارينه له ښځې سره بې‌کچه مينه ولري هغوئ ډاډه کېږي او د ژوندانه له شرایطو سره مبارزه کولای شي، زړورتوب او پر ځان‌ باور يې هم زياتېږي، هيڅکله لار نه غلطوي او خاوند ته وفاداره پاتېدای شي. برعکس يوه ښځه بیا غواړي مينه يې تر دې حده زوروره شي چې «خاوند» تر بل هر کار يوازې د دې تر تسخير لاندې راشي، حتا په بحراني حال کې هم چې د کار پر وخت يې خاوند دې ته ژر رسېده‌ګي وکړای شي.
د ښځو له نظره نارينه بايد تل د دوی تر څنګ وي، يانې په دې مانا چې ساتنه يې وکړي او پوره مينه ورکړي. هغه وخت چې مېرمن د خاوند په عاطفي اړيکو پوه شوه چې له دې سره مينه لري؛ نو په راتلونکي کې به هيڅ مالي ستونزه هم د دوی خوږ ژوند او له يو بل سره مينه او جنسي اړيکې و نه شلوي.
وړې وړې تحفې
دا تر ټولو مهمه موضوع بلل کېږي چې خامخا درک شي، مثلاً مېرمنې ته ګل ورکول، د دې تر څنګ ښځې چې زیات يې سينګار خوښېږي له خاونده يې د هغو توکيو غوښتنه ډېره وي؛ نو يو خاوند ته په کار ده چې کله کله، مېخکی، لښتۍ، يا غاړه‌کۍ ورته ډالۍ کړي.
د ښځې مينه هغه وخت لا ډېرېږي او د خوښۍ خنداګانې يې زياتېږي چې خاوند د لوبو په ډول په خپل لاس ورته غاړه‌کۍ ور په غاړه کړي، دا که څه هم واړه شيان دي خو د ګډ ژوند مينه لا پياوړې کوي.
عاطفي حمايت 
ښځې په اکثره مسايلو کې ډېرې حساسي وي ژر غوسه کېږي، کېدای شي له قهر ډک چلند وکړي؛ نو په داسې حال کې نارينه‌ «خاوند» بايد تر ډېره چپه خوله وي، صبر وکړي، د مېرمنې له همدې احساس سره اړوند کار وکړي، مثلاً کار يې وستايل شي ډاډ ورکړل شي، د دې په راتګ پخوانی او اوسنی غوره تغير ورته بیان شي، ممکنه ده چې د مېرمنې چلند په مينه بدل شي، ځکه دا باوري پيدا کوي چې اوس هم د خاوند او کورنۍ د غړيو مينه ورسره شته.
د رازونو شريک
ښځې ډېر وخت احساس، يا يوه خبره چې يې په زړه کې وي خاوند ته‌ نه‌شې ويلای؛ نو يو تکړه خاوند باید داسې مينه ورسره ولري چې د دواړو د زړه رازونه او بړاسونه په زړه کې زنګ پاتې نه شي، ځکه د ګډ ژوند اصل پر دې ولاړ دی چې د مېرمن او خاوند رازونه يو له بله پټ نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply