شینا ګل حسن د خپل هنر او واده په هکله څه وایي؟

0 1,522

یوازې شنې سترګې،لوړ قدقامت،سور سپین مخ، طلايي زلفو اؤ خاموش طبیعت دشینا ګل پېژنګلو نه ده بلکې دهغې دغږ خوږلت هغه په ډيره لږه موده کې په ټولو پښتنو کې ځلولې ده اؤ دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه یې پیدا کړې ده.

شینا ګل دتیرو اوو کالو راهسې نه یوازې په سندریزو البمونو کې په شلګونو سندرې وویلې بلکې اوس خو په زیاتره پښتو فلمونو کې هم دهغې په غږ سندرې اوریدل کیږي.

په دې کې شک نشته چې شینا ګل له الله ډیر ښائست ورکړی اؤ چې کله په سټیج سندرې ته ودریږي نو پخپلو نازونو اداګانو د زلمو زړونه په درزا راولي .

خو دسندرې په فن پوهه خلک د شینا ګل ښائست یوازې دهغې دشهرت وجه نه ګڼي بلکې وایي دشینا ګل غږ کې دا توان شته چې دخپلو مینه والو پام ځانته راوګرځوي.

شینا ګل ډیره ساده پیغله ده ، دخبرو مړنۍ نه ده ، خو بلا تکلفه اؤ دتصنوع نه پاک محفلونه خوند ورکوي.

د خوند خبره داده چې شینا ګل په دې خبره هم پوهه ده چې دپښتنو سندرغاړو هیڅ مسقبل نشته خو بیا هم وایي چې سندره یې ژوند دی ، په سندره مئینه ده ځکه سندرو ته راوتلې ده.

هغې دپیښور سره نزدې په نوښار سیمه کې خپلې سترګې په یوه فني کورنۍ کې پرانستي دي.

پلار یې سلطنت د هارمونیم یا باجې یو تکړه استاد دی اؤ مشر رور یې جانان پخپله هم یو تکړه سندرغاړی دی چې تیره موده کې یې دټولې خیبر پښتونخوا په کچه د ښه هنرمند ایوارډ د صوبایي حکومت نه ګټلی ؤ

۲۲ کلنې شینا ګل اووه کاله وړاندې په سندرې ویلو شروع کړې ده ، د سندرې لمړی تربیت یې پخپل کور کې دخپل پلار استاد سلطنت نه اخستی اؤ له هغې وروسته د نوښار سیمې سره دتعلق لرونکو تکړه موسیقارانو غفار اؤ سجاد حسین شاګرده شوه.

وایي ډیره زده کړه یې د غفار استاد نه کړې ده.

رسمي زده کړې یې یوازې تر پینځم ټولګي کړي دي خو وایي اوس پخپل کور لیک لوست کوي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې شینا ګل وویل زه لا وړه وم چې سندرې به مې اوریدلې اؤ خوښیدلې ، بیا چې مې په مزه مزه سندرې پیل کړې نو د سندرو دغه شوق رانه تعلیم هم نیمګړی پاتې کړو.

شینا ګل وایي په سندرو دومره مئینه ده چې خلک هغې سره د واده ارمان کوي ، رشتې ورپسې لیږي اؤ هغه دا ګڼي چې سندرو سره یې واده کړی دی اؤ تل به یوازې سندرې پالي.

هغې ته په ګڼو پښتو اؤ اردو فلمونو کې د کار کولو وړاندیزونه شوي خو شینا ګل وایي چې فلمونو کې کار کول نه غواړي یوازې سندرې ورته وایي.

تر دې وخته د هغې په غږ ډیرې سندرې مشهورې شوي دي خو دا سندره یې خلکو ډیره خوښه کړې ده چې هسې یو خبره ده ، مینه زوروره ده.

شینا ګل وایي پخه اؤ سنجیده شاعري یې ډیره خوښیږي، خاصکر د رحمان بابا اؤ سائل صیب شعرونه په شوق سره وایي .

شینا ګل وایي د شعرونو انتخاب ورله پلار کوي خو یوازې دخپل پلار په انتخاب هم کلام نه وایي بلکې پخپله هم د کلام سنجیدګۍ ته ډیر پام کوي.

د شینا ګل په وینا” ماته ښه معلومه ده چې پښتنو سره د فن قدر نشته ،ځکه چې د زرڅانګې پشان لویه هنرمنده په تمبو کې ژوند کوي خو بس ،‌سندرې زما شوق دی اؤ زه یې د صلې پرواه نه کووم خو ویم یې “

غزل یې ډیر خوښیږي اؤ په شوق یې وایي خو دغزل ترڅنګ په ټپو ویلو کې هم ډیره تکړه ده اؤ‌ وایي ټپه یې ځکه ډیره خوښیږي چې د پښتو خپل صنف دی اؤ په دوؤ مختصرو مصرو کې ډیره غټه خبره یا مطلب ځایې شوی وی.

شینا ګل وایي عشق اؤ محبت ته لا نه خو وزګاره شوې ده اؤ نه یې په زړه کې داسې څه خبره شته چې کوم زلمی خوښ کړي ، واده ورسره وکړي اؤ په کور کښیني ، بلکې هغه وایي چې سندرې به وایي اؤ چې کله حالاتو اجازت ورکړو نو بیا به د مور پلار په خوښه واده کوي .

د شینا ګل استاد اؤ تکړه موسیقار ښاغلی غفار حسین وایي هغه تر دې مهاله د موسیقۍ نړۍ کې ډیر شاګردان روزلي خو د شینا ګل غږ کې دا توان ویني چې هغه په راتلونکي کې د یوې لویې هنرمندې په توګه مخې ته راشي ،

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي غفار وویل شینا ګل له یوازې خدایې ښائست نه دی ورکړی ، بلکې پوهه اؤ سُر یې هم ورکړی دی ، اؤ څه چې وایي نو د سینې په زور یې وایي چې د خلکو په زړونو لګي

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply