ځیني منفی تبلیغات/سید عبیدالله نادر

0 730

ځینو خلکو داسي په اصطلاح د نیمچه او مشکوکو ملایانو څخه اوریدلي دي ،چې کافرو ته صرف همدا دنیا ده او بس یعني کافران چې دومره تلاش او هڅي د دنیا د رنګیني د پاره کوی ، یعنی د هغوی په نزد(ملایانو) یا په تصور سره نو مسلمانان باید لاس تر زني کښیني او هیڅ هم و نه نکړي ،صرف د هغي دنیا په طمع کښیني .چې په غیر مستقیم د هر راز پر مختګ مخه دوی په دي عمل ډب کوي ، او د تعجب خبره خو دا ده چې هغه بیکاره ملایان خو یی وایي ځو ځیني یی مني ، ځیني ملایان خپله د ګټي او کار نه دي نو په دي اساس دا تبلیغونه کوي ، په کار ده چې دوی خلک د کار کوشش او کسب د پاره و هڅوي ، تر څو خلک د پرمختګ استعدادونه په ځان کې وروزي په دي نړۍ کې څو میلیارده ،انسانان ژوند کوي ، نو دا ټول زحمت وباسي او کار کوی وانسان د سعی او کوشش د پاره خلق شوی ،(لیس للانسان الا ما سعی ) یعني انسان د سعی او کوشش د پاره خلق شوی ، دوی دا خبری ساده انسانانو په تیره هغه کسبه کارانو ته کوی ، لکه ډریوران ، دکان داران ،او په بازار کې کسبه کارانو ته په ذهن کې دا تلقین ورکوی ،ځکه دغه طبقه یی ښه مني او د دوی د تبلغ د ذوق د پاره برابر خلک دي ،او ماهم د ډیرو کسبه کارانو په تیره ډیره ډریوران څخه دا اوریدلي ده ، چې فلانی ملا داسي په تبلیغ کې مونږ ته وویل : چې دا دنیا صرف د کفارو د پاره جوړه شوي ، او د مسلمانانو د پاره بله دنیا ده ،په کار ده چې دوي جد و جهد ته خلک و هڅوي ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply