وټساپ یو ځل بیا د پیغامونو د په خپله ړنګېدو لپاره هڅې پېل کړې دي. دا اسانتیا اوس یوازې د دغه مسنجر په نوي «بېټا» ورژن کې را منځ ته شوې او هغه کسان یې ډانلوډولای شي چې په ګوګل پلې بېټا پروګرام کې راجسټر وي.
د دغه نوي ورژن له مخې مالومات دا ښيي چې د وټساپ کاروونکي کولای شي، د خپلې خوښې پیغامونه د یوې دقيقې، یوې ورځې، یوې اوونۍ، یوې میاشتې او یو کال لپاره اټوماټ ړنګېدو سیسټم ته واچوي.
دا چې د وټساپ دغه نوې اسانتیا به کله د عامو خلکو د لاسرسي وړ وګرځي، په اړه یې دقیق څه نهشې ویل کېدای، خو دغه شرکت ډاډ ښوولی چې عمومي لاسرسي ته یې زیاتې ورځې نه دې پاتي.
د یادولو وړ ده چې د هر سافټویر یا اپليکېشن «بېټاورژن» یوازې د ځانګړيو کاروونکيو لپاره په ازمایښتي ډول د لاسرسي وړ وي چې د دې کارېدنې پر مهال د هغه اړوندې ښېګڼې او نیمګړتیاوې په ګوته شي او له کومې ستونزې پرته عام بازار را ووځي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320