هغه پیشو چې موزې یې په پښو کړې

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

0 631

یوه ژرنده ګړي درې زامن، یوه ژرنده، یو خر او یو پش درلود؛ زامنو به یې ژرنده څرخوله، خره به غلې دانې راوړې اواوړه به یې له ژرندې بیرته وړل او پش به په ژرنده کې موږکان نیول. کله چې ژرندېګړی مړ شو، نو مېراث یې  دری واړوترخپل منځ وویش، مشر ژرنده تر لاسه کړه، دوهم زوی یې خراو دریم ته نور څه پاتی نشول پش يې په برخه ورسید. نوځکه ډیر خواشینی واو له ځان سره یې وویل چې،«ما ته خو ترټولو خراب شی را په برخه شو، مشر ورور به مې ژرنده څرخوي، دوهم ورور به مې په خره سپور ګرځي، اوزه به په دې پش څه وکړم؟ ښه به داوي چې ځان ته دده له پوسته یوه جوړه لاس مغان جوړکړم، نور نوخبره تروخت تیره ده.» پش چې په ټول هغه څه پوه شو، چې دژرنیګړي کشر زوی وویل، نوناره یې کړه،« واوره! ته دې ته اړ نه یې، چې ما ووژنې او له پوسته مې ځان ته د پوستکې یوه جوړه خراب لاس مغان جوړکړې، ما ته د يوې  جوړې موزو دجوړولو پته وکړه، تر څو دباندې ووتلی شم، او دخلکو په منځ کې ځان ښکاره کړم، بیا به په بیړه له تا سره مرسته وشی.» د ژرندېګړی زوی دې ته حیران شو، چې پش داسې  خبری وکړې، خو داچې په دې وخت کې  یو موچې پرلار تیریده، نو ور ناره یې کړه، له ځان سره یې ننباسه، او د پش دپښو په اندازه یې یوه جوړې موزې په جوړې کړې.

کله چې وزګار شول، پش موزې په پښو کړې، یوجوال یې راواخیست، دهغه تل یې له دانو ډک کړ، او په سر یې د تار مزی ور پورې کړ، چې جوال په راکښ کېد لی شو، بیا یې جوال پر شا واچوه او په دوو پښو روا ن شو، دانسان په څیر، له دروازی ووت. داوخت په هیواد کې یوه پاچا حکومت کاوه، چې د زرکو له غوښو یې ډیر خوند اخیتست: خو ستونځه داوه، چې هیڅ په لاس نه ورتلی، هسی خو ټول ځنګل تری ډک و، خو له خطره دومره ویریدې، چې دهیڅ ښکاری په لاس نه ورتلی. پش په دې پو هیده او د ښه ـ چل ـ په فکر کې و؛ کله چې دې ځنګل ته لاړ شو، دجوال ـ خوله ـ یې خلاسه کړه، دانې یې خوری وری کړې، مزی یې په واښوکې واچوه او د کټاری تر شايې پوری وغځاوه، هلته یې ځان هم پټ کړ، غلچکې شواو کمېن یې ونیو.

زرکوپه بیړه ور منډی کړې، دانې یې بیاموندې اویو په بل پسی یې په جوال کې مښوکې وهل پیل کړل، کله چې یو ښه شمېر جوال ته ور دننه شوی، پش مزی راکښ کړ، ور منډه یې کړه او ورمېږونه یې ورتاو کړل؛ بیا یې جوال په شا کړ او نیغ په نیغه دپاچا دقصر په لور روان شو.سا تونکې ناره کړه:«ودریږه! چر ته ځی.» پش لنډځواب ورکړ،«پاچا ته.» ــ «ته لیونی یې، یوپش وپاچاته ؟» یوه بل ورته وویل،«پریږده چې لاړ شی، ډیر ځله د پاچا زړه له بیکاری تنګ وی، کېدای شی چې پش یې په غوریدا او چټیاتو خوشاله کړې.» کله چې پش د پاچا حضور ته ورغی، په ډیر درناوی یې وویل:«زما خاوند، نواب، دلته یې یواوږد او ددرناوی وړنوم واخیست، تاسی معظم پاچاته دزړه له کومې اطاعت او درناوی کوی، اودا زرکې یې درته رالیږلی دې، چې ده په لومه ـ دام ـ کې نیولی وی،»پاچا دې ښکلو او څربو زرکو ته حیران پا تی شو، له خوشالی په ځان نه پو هیده، او پش ته یې امر وکړ چې له خزانی په جوال کې دومره سره زر واچوه چې وړلی یې شی:«دابه دې خاوند ته ور وړی او زما له خوا به دده دډالی له پاره ډیره مننه تر ی وکړې.»

دژرندېګړی زوی په کور کې د کړکۍ تر څنګ ناست و، سریې پر لاس تکېه کړی او په دې سوچ کې ډوب و، چې وروستی شته یې د پش په موزو ولګول، او هغه به ددې په بدل کې څه ورته راوړلی شی. په دې وخت کې پش را ننوت، جوال یې له شا را وغورځاوه، خوله یې خلاسه کړه او سره زر یې دژرندېګړی په وړاندې ترې راتوی کړل:«دادې دموزو په بدل کې دې یو څه تر لاسه کړل، پاچا هم سلا مونه درته وایې او ډیره مننه درنه کوی.» ژرندېګړی دې شتمنی ته خوښ و، بیله دې چې پوه شی، چې دا پیښه په څه ډول وشوه. خو پش د موزو دایستلو په وخت کې هر څه ورته بیان کړل، بیا یې وویل:«ته اوس پوره پیسی لری، خو دایې باید پای نه وی، زه سبا ته بیا خپلی موزې په پښو کوم، ته باید لا نورهم شتمن شی، ما پاچا ته وویل، چې ته یو  نواب  یې.»پش بله ورځ، لکه څنګه چې یې ویلی و، موزې په پښوکړې او بیا په ښکار پسی لاړشو، پاچا ته یې پریمانه ښکار راوړ، هره ورځ په دې ډول تیریده، او پش هره ورځ سره زر کور ته راوړل، دې یوازنی کس و چې پر پاچا دومره ګران شو، چې په قصرکې ازاد، هر چېری یې چې زړه غوښتل، تلی ــ او راتلی شو. یو ځل پش دپاچا په پخلنځی کې دداش تر ځنګ ولاړ واو ځان یې تودا وه، چې په دې وخت کې ګاډیوان راغی او کنځلی یې کولی، «خدای دې وکړې چې پاچا او شهزادګی دجلاد په لاس ورشی! ما غوښتل چې رستورانت ته لاړشم او یو ځل یوڅه وچېښم او دپرو لوبه وکړم، خو مجبور یم چې دوی بحری ته په چکر بوزم.»کله چې پش دا واورید، په چالاکې کورته لاړ او څښتن ته یې وویل: «که ته غواړی چې یو  نواب  او بډای شی، نو راځه زماسره له کوره بحری ته راووزه او پکې ولامبه.» ژرندېګړی نه پوهیده، چې په دې هکله څه ووایې، خو دپش یې ومنل او ور سره روان شو، جامې یې وایستلی، لوڅ لغړ شو او اوبو ته یې ور ودانګل. پش دده جامې راواخیستی، چرته لری یې یوړی او په پټ ځای کې یې کېښودې، له دې کاره لا سم نه و وزګار شوی، چې پاچا په ګاډی کې راغی؛ ورسره سم پش په لوړآواز زړه سوزونکې چېغی او زاری پیل کړې:«آخ! تر هر چا مهربانه پاچا! دا زما خاوند، دې په بحری کې لمبیده، چې یوغل راغی او د ده جامې یې چې،دوچې په څنډه یې کېښودلې وی، غلا کړې، اوس ښاغلې نواب  په اوبو کې دی او نشي را وتلی، که ډیر پکې پا تی شی، نوساړه به یې ووهی اومړ به شی.» پاچاچې دا واورید، د دریدو امر یې وکړ او دخپلو سړیوڅخه یې یو تن بیرته ولیږه، چې دپاچا له جامو نه یوجوړ راوړې.

اوس نو ښاغلې نواب تر ټولو ښکلی جامې واغوستی، او داچې په پاچاپه دې سبب هم ګران و، چې په ګمان یې زرکې دده له خوا ورته ډالی کېدې، نو په ګاډی کې یې له ځان سره کښیناوه. شهزادګی هم په دې کار خوابدې نه شوه، ځکه نواب ځوان اوښکلی و، او د دې سم دم خوښ شو. پش تر دوی دمخه ولاړا ویوه څړځای ته ورسید، چرته چې تر سلو زیاتو خلکو واښه ریبل. پش تر ی وپوښتل چې،«ای خلکو ! دا دچا څړځای دې؟» دوی وویل، «د لوی جادوګر.» پش وویل،«واوری، اوس به دې ځای ته پاچا راشی، که یې وپوښتل، چې داد چا څړځای دې، نو ورته ووایې چې د نواب دې؛ که داسې ونه کړې نو پاچا به مو په وهلو وهلو ووژنی.» تر دې وروسته پش نور هم وړاندې لاړ او د کر پراخی ځمکې ته ورسید، چې دهیچا له نظره نه وه وتلی، هلته تر دوو سوو زیات خلک ولاړ وو او لو یې کاوه. «ای خلکو، داغلې دانې دچا دې؟» ـــ «دجادوګر.»  «واوری، اوس پاچا له دې ځایه تیریږی، که وپوښتی چې دا دانې دچادې، نوتاسی ځواب ورکړې چې دنواب دې؛ او که داسې ونه کړې په وهلوبه ووژل شی.» ــ پش بلاخره یوه ښکلی ځنکل ته ورسید، هلته تر درو سوو زیات خلک ولاړ وو، دڅیړی لویې ونی یې ړنګولی او لرګي کولې. ـــ «ای خلکو، دا ځنګل دچا دې ؟» ـــ «د جادوګر.» ـــ «غوږ ونیسی، همدااوس پاچا دلته راځی، که وپوښتی چې دا څنګل دچا دې، ځواب ورکړې: چې دنواب دې؛ او که داسې ونه کړې، نو ټول به ووژل شی.» پش نور هم وړاندې لاړ، خلکو ترشا پسی کتل، ځکه دې حیرانونکې ښکاریده، اودا چې موزې یې په پښو دانسان په شان روان و، خلک تری وډار شول. دې ژر د جادو ګر قصر ته ورسید، په ډار ورننوت اوپه مخکې یې ودرید. جادوګر دحقارت په سترګه ور وکتل او ویې پوښته چې څه غواړی. پش دده احترم په ځای کړ او بیا یې وویل:

«اوریدلی مې دي چې ته له ځانه هر هغه ژوی جوړولی شی چې زړه دې وغواړی، که سپی وی، ګیدړ اوکه لیوه وی، په دې زه هم باور لرم، خو له ځانه فیل جوړول راته له سره ناممکن ښکاری، نوځکه راغلم چې دا په ستر ګو ووینم او یقین تر لاسه کړم.»جادوګر په ویاړ وویل چې،«دا راته یو کوچنی شی دې»، او په همدې شیبی کې فیل تری جوړشو.، «داډیرډیر لوی کار  دې، خو آیا یو زمری هم له ځانه جوړولی شې ؟» ـــ جادو ګر وویل چې،«دا هم څه نه دې»، ور سره سم دپش په وړاندې یوز مری ودرید. پش ځان په ډار واچوه او ناره یې کړه:«دا دباور او منلو وړ نه دې، داسې څه مې په خوب او خیال کې هم نه دې لیدلی.، خو تر ټولو او تر هر څه لویه ــ حیرانتیا ــ به دداوي، چې که ته له ځانه یو کوچنی حیوان، لکه موږک، هم جوړکړای شی، ښکاره ده چې ته دنړی دبل هر جادو ګرپرتله  ډیر څه کولی شی، خو دا کار به ستا له وسه یوڅه لوړ وی.» جا دو ګر، چې خوږو ستاینو خوښ اونرم کړ، وویل چې:«هو ! ګرانه پشکه،داهم کولی شم.»او دموږک په څیریې په کوټه کې هره خوا ټوپونه پیل کړل. ړپش ور پسی شو په یوه ټوپ یې را ونیو او ویې خوړ.پاچاد نواب او شهزادګی سره چکر ته دوام ورکړ،اولوی څړ ځای ته راورسید،ده وپوښتل،«دا واښه دچا دې ؟» لکه څنګه چې پش امر ورته کړې و،ټولو په یوه خوله وویل چې ،«د ښاغلې نواب دې.»پاچا وویل چې،تاسو،ښاغلې نواب،دلته یوه ښه ښکلی ټوټه ځمکه لری.» تردې وروسته دغلې پراخی ځمکې ته ورغلل.«ای خلکو ! داغلې دچا دې» ــ «دښاغلې نواب دې.» ـــ «آی!ښاغلېه نوابه!پراخی،ښکلی ځمکې!» ،ر پسې ځنګل ته راورسیدل اوپاچا بیا وپوښتل:

« ای خلکو! دا لرګي دچادي» ځلکو په یوه خوله وویل چې. « دنواب» پاچا نور هم حیران شو اوویې ویل:«ښاغلې نواب! تاسی یو ډیر شتمن سړی یاست، باور نه کوم چې، زه دې داسې ښکلی ځنګل ولرم.» بلاخره قصر ته را ور سیدل، پش پاس په زینه ولاړ و، کله چې ګاډۍ ښکته ودریده راټوپ یې کړ، دروازه یې خلاصه کړه او ویې ویل:«عالیقدر پاچا، تاسی زما دخاوند قصر ته راورسیدې، داوياړ به نواب دده په ټول ژوند کې نیکمرغه کړې،» پاچا را کوز شو، او دې ښکلی ودانې ته، چې څه ناڅه دده تر قصر لویه او ښکلی وه، حیران پاتی شو.، نواب شهزاد ګی په زینه دسالون په لور روانه کړه، چې پکې سره زراو اصلی قیمتی ډبری ځلیدې. شهزادګی نواب ته په نامه شوه، او کله چې پاچا مړشو، دې پاچا شو، او دموزو پش یې لومړی  وزیر.,

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply