سپین‌غر ادبي بهیر اته دېرشمه ناسته وکړه

راپور: خوشال درانی

0 561

راپور: خوشال درانی

نېټه: ۱۳۹۸ لېندۍ ۲۹مه

سپین‌غر ادبي بهیر خپله ۳۸مه ناسته هم وکړه. دغه ناسته د خوږیاڼیو ولسوالۍ د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو په تالاره کې ترسره شوه، چې د دریځ چارې یې روح الله صمیم سمبالولې او د جان‌ولي ثاقب له‌خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د تېرې ناستې راپور جانان خدرخېل لیکلی و، چې د نوموړي په نشتون کې د راپور اورول پاتې شول.

په پیل کې د سپین‌غر ادبي بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي خپلې خبرې وکړې. نوموړي وویل: ادبي بهیرونه فکري مرکزونه دي او په دغسې ځایونو کې فکرونه روښانه کېږي.

د خوږیاڼي له خبرو وروسته ازاده مشاعره وشوه، چې استاد احمدالله چابک، محمود ځلاند، سیداحمد احساس، نصرت الله نوښت، بریال وزیروال، حفیظ الله رحیمي، قنداغا سهار، سید محمد کریم سادات، جان‌ولي ثاقب، ادریس فقیر، غفران قایل، برکت الله اسیر، نورعالم نوراني او خوشال دراني پکې خپل شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول.

د غونډې اروزنه خوشال دراني وکړه. نوموړي وویل، ملګري دې وختي راځي او د ملګرو د ناوخته راتګ له امله زموږ غونډې هم ناوخته پیلېږي.

ده وویل: په بهیر کې د ځینو شاعرانو شعرونه ورځ تر بلې ښه کېږي او که دوی خپل راتګ ته دوام ورکړي، نو شعرونه به یې نور هم ښه شي.

دغه ناسته غرمه مهال د نورعلم نوراني په دعایه پای ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply