ټکنالوژي څه ډول زموږ په ورځني ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوي؟

0 1,428

ټکنالوژي ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده او دا چې د انسان ټولنیز ژوند ورسره تړلی دی، نو معلومه ده چې اسانتیاوې هم رامنځته کوي.

کله مو فکر کړی چې ډېر لرې نه همدا څو کاله وړاندې او ښایي د افغانستان په ځینو کلیو کې اوس هم د ژوند پرمخ وړو لپاره هماغه پخوانۍ طریقې کارېږي، خو هغه رامنځته شوې ټکنالوژۍ او ترې استفادې زموږ ژوند څومره اسانه کړی دی؟

 مخابراتي اړیکې:

همدا څـو کاله وړاندې به خپلوانو ته د زنګ وهلو لپاره خلک پاکستان او ایران ته تلل او په ګاونډیو هېوادونو کې خپلو دوستانو ته به یې لیکونه استول. نن په افغانستان کې نږدې هر کس یو موبایل لري او مخابراتي اړیکې خورا اسانه او ارزانه شوې دي.

ځمکه قُلبه کول:

د ځمکې د قُلبه کولو لپاره به خلکو غوایان ساتل او روزل، مګر اوس د ټکنالوژۍ په مرسته ټیکټر موټر په اسانه، ارزانه او کم وخت کې دغه کار ترسره کوي. د کرنې د میکانیزه کولو لپاره پریمانه نور وسایل او تجهیزات کارېږي او په دې ټولو کې د ټکنالوژۍ لوی لاس دی.

زده کړې:

نن سبا د افغانستان په ادارو کې په کمپیوټر څخه استفاده، انټرنېټ او په تعلیمي مرکزونو کې د انټرنېټ په مرسته له لرې ځایه د زده کړو زمینه برابرېدل، هغه اسانتیاوې چې افغانستان یې یوازې په څو کلونو کې له شلمې پېړۍ څخه یوویشتمې پېړۍ راوست.

بانکوالي:

په افغانستان کې د بانکونو او بانکولۍ تر عامېدو وړاندې به خلکو په نغدو پیسو معاملې کولې او دې کار له یوې خوا زیات وخت نیوه او له بلې خوا اقتصادي زیانونه یې هم لرل، مګر تر ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د بانکوالۍ په عامېدو سره مو کله فکر کړی چې په دې برخه کې څومره اسانتیاوې رامنځته شوې دي؟ اوس څلورویشت ساعته کولی شئ له ماشین څخه نغدې پیسې واخلئ او د زړېدو او غلا کېدو وېره یې هم نه وي.

ترانسپورټ:

پخوا به خلک په خرو، قچرو، اسونو او یو څه وخت وروسته ملي بسونو او لویو موټرو کې له یوه ځای څخه بل ته تلل، مګر د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره اوس خلک په کوچنیو چټکو موټرو او الوتکو کې له یوه ښار او هېواد څخه بل ښار او هېواد ته تللی شي او د ټکنالوژۍ پر مټ ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

پایله:

برېښنا د زېربناوو زېربنا ده او په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په عامېدو کې یې ډېره زیاته مرسته کړې ده، مګر لا هم په دې برخه کې افغانستان ان د هغو ګاونډیو هېوادونو سیال هم نه دی. که تاسو فکر کړی وي، په پورته هره برخه کې افغانستان یو اوږد واټن وهلی او پریمانه ثبوتونه شته چې ټکنالوژۍ د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې مهم او لومړی رول لوبولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply