په ټولنه کې د ځوان مسؤلیت

لیکنه : شیرمحمد«امیني» ستانکزی

0 2,169

دیوې پرمختللي ټولنې لپاره دځوانانو ونډه  ددې لامل ګرځي، چې ټولنه به يې له هرډول بدبختیو څخه په امن کې وي او خلک به يې هوسا ژوند په درلودو، تل به له خوښيو او نېکمرغیو څخه خوند اخلي؛ نوي نسلونه  چې رالویږي، دپوهې په ګاڼه سمبال ټولنې ته وړاندې کیږي او پرته له ویرې هغه څه زده کولای او دپرمختګ په لوري روان وي، لکه چې نورو هېوادونو پرمختللي قدمونه اوچت کړي او خپل هېوادونه يې دپرمختللیو او په عصري ډول يې هرڅه خپل وګړو ته چمتوکړي دي او هم يې خپل هېوادونه  په پښو درولي .

دهېواد اوسني ځوانان له خپل فرصتونو څخه په ګټه اخیستو دوی هم کولای شي، چې خپل هېواد له شته وو بدمرغیو خلاصی ورکړي، خو ددې لپاره چې دوی یو موټي او په یوالي سره ژوند ته مخه وکړي، په خپلو کې ناسمو سیالیو په ځای له سالمو سیالیو نه کار واخلي.

ځيني ځوانان هم په ټولنه کې شته چې دنورو خدمتګارو ځوانانو په وړاندې خنډ ګرځي او دبدبینیوله مخې نه غواړي، چې یو ځوان دې دهېواد لپاره دخدمت جوګه شي، نو دا هغه لامل ګڼلای  شو، چې په خپلو کې سره بې ځایه حسادت  ترسره کوي .

دغښتلي ځوان په مقابل کې کینه ګر او حُسود  وګړي تل هڅه کوي، چې دیوهڅاند ځوان پښې ووهي او ټولنې ته  يې یوډول ناسم او غلط انسان وروپیژني، خو په اصل کې دغه ډول کړنې د لوی جهالت په مانا دی .

که هرهغه څوک غواړي، چې دخپلو هېوادوالو د خدمتونو په وړاندې خنډ ګرځي، دا په حقیقت کې هېواد او هېوادوالو سره مینه  نه لري، چې ددوی لپاره سهولتونه ولوروي. داسې خلکو ته  وویل شي،  چې د بدبختیو له لومې ځان را خلاص او د ښو چوپړتیاو لپاره مټې راونغاړي اوږه په اوږه له غښتلو ځوانانو سره یوځای ولس ته غوره خدمتونه ترسره کړي .

ددې لپاره پکارده، چې هېواد او خپلې خاورې ته غوره چوپړتیاوې ترسره کړو، هم به مو هېواد کې دکاربسیاینې لړۍ روانه کړې وي او هم به مو خپلو وګړو ته خدمت او ښې آسانتیاوې برابرې کړې وي او ورسره به مو دیوالي مزې لا ټینګې کړي وي .

یو ځوان چې دګران اونېکمرغه افغانستان لپاره یوه خښته د جوړونې په موخه ږدي، باید ورسره په دغه یون کې موږ هم زیار وباسو، دوه خښتې کیږدو، یاده لړۍ به هغه وخت پرمختګ وکړي، چې ځوانان مو پیاوړې او غښتلي هوډ او اراده دخپل هېواد په وړاندې  ولري .

ځوانان دهېواد دآبادۍ په برخه کې له نورو مخکښ په دې دي، چې دوی سره دځوان فکر او دخپلو ترلاسه کړو زده کړو له مخې ډیر مهم پلانونه اوطرحې درلودونکي دي، چې دټولنې سترګې همدغو ځوانانو ته دي ، نو همدا ځوانان دې ملا وتړي په رغنیزو او ټولنیزو چارو کې ولس ته مشورې او په جوړونه کې دوی پراخه ونډه لر ونکي واوسي.

دهېواد په امنیت راوستو کې ځوانان کوښښ وکړي، چې ځینو ځوانانو دهېواد په وړاندې وسله پورته کړې، له بېلابېلو لارو دې  راوګرځوي او دځوانۍ ستر مسولیتونو ته دې متوجې کړي .

نو پکار ده، چې هر لوستې په  خپل ځان کې دځوانۍ حس پيداکړي او له دې ځوانۍ نه پوره ګټه واخلي، څو راتلونکي نسلونه دهر یو ځوان په ښو کړنو او شهکاریو وویاړي، خپلو او خپلوانو ته وربښوونکي ویاړ لاپسې دهسکو سرونو او دښو خدمتونو په وړاندې کولو اوچت او ګړندي قدمونه اخیستو سره  به يې ځلانده تاریخ پریښي وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply