پاکستان د ګړنګ پر غاړه

سید عبیدالله نادر

0 684

احمد رشید : د پاکسان نامتوخبریال او لیکوال

د سپتمبر یوولسمه د پاکستان د پاکستان د پاره یو بل ویښونکی زنګ وو ، چې له جهادي اسلام پالو ډلو لاس واخلي ،هغه وسله والي ډلې ،چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ټاکلو لپاره استعمالیدل د امریکا پر زړه ، د القاعده له ګوزارو وروسته نړۍ اسلامی تر هګرۍ ته د ښکاره دښمن په سترګه کتل، او امریکا په ښکاره توګه د همدي ترهګرۍ د ځپلو د پاره د نړۍ په بل هر هیواد د حملي او برید لپاره تیاری ونیو ،اسلام آباد ته د بوش دا پیغام (تاسي یا زمونږ په خوا یاست ،یا زمونږ دښمن )د دي خبری ښکارندویه وه ، چې پاکستان باید له امریکې سره په افغانستان کې د برید لپاره پوره همکار او مرستندوی شي ،او دا د پاکستان د راتلونکی له پاره یو زنګ وو ، په تېر کې له جهادي ډلو سره د پاکستان په مرستو امریکا سترګي پټي کړي وي ، ځکه چې پاکستان دغه ډلي د هندوستان خلاف کارولې ، خو اوس واشنګتن دې ټولو ته تیار نه وو ، چې یو هیواد دې دي کار ته وهڅوي او یا دي ورته مرستي ورکړي ،

خو د پاکستان عکس العمل پر ځای نه وو ، پرویز مشرف فکر کاوه چې  لا هم د بوش پیغام په غلطه ژباړلی شي ، او له هغه سره لوبه کولای شي ،کله چې دوی له امریکا سره دالقاعدی پرخلاف د جګړی ملاتړ اعلان کړو ،هلته په کشمیر کې ، د جهادی ډلو ټپلو خوځښتونه او مقاومت له هر بل وخت زیات شو ، او په ورته حالاتو کې يې په هندوستان او کشمیر کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ ،، چې په ترڅ کې یې په ۲۰۰۱م کال کې د هندوستان په پارلمان هم بریدونه وشول ،او نژدی وو دا کار له هندوستان سره د پاکستان په جګړه تمامه شي ، په ۲۰۰۳ زیدیز کال کې (آی ، اس ، آي )د افغانی طالبانو د مقاومت په پیاوړي کولو او بیا رابیدارولو کې مرسته وکړه ،په ۲۰۰۵ کال کې (لکه څنګه چې ما په خپل تیر کتاب کې ترې یادونه کړې وه )د امریکا او پاکستان تر مینځ د لویي شخړې د راپیدا کیدو امکانانات له هر بل وخت نه زیات شول ، خو هغه وخت خوهغه لانجه پای ته ورسیده ، خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې دا لانجه یو ځل بیا راپورته شوي ده ،

تیری یوې لسیزۍ په نړیواله کچه د ملتونو په باورونو کې تغییر را مینځ ته کړ ، خو دا توپیر په پاکستان کې رامینځ ته نه شو ، د یو هیواد نظامی قوت ،هستوی قوت جیوپولیتیکل ارزښت ،پالیسي او درانګه به خپلو ګاونډیانو باندی اغیز شیندل ،او د هغوي په کورنیو چارو کې لاس وهنه هیڅ ارزښت نه لري ، خو دا ټول څه ، اوس پاکستان تر سره کوي ،او لا یې هم تر سره کوي د پاکستان اقتصاد کمزوری دی ، خلک یې بیسواده دي ، او ځوانان یې بیکاره دي ، د هندوستان او چین چټک اقتصادی پرمختګونه په سیمه کې ، د هغوي پر قوت او اغیز پوره تأثیر لري ، او لرلای یې هم شي .خو پاکستان د دي ټولو خلاف له ۱۹۹۰ کلو څخه راپدیخوا د پرمختګ هیڅ ګام نه دی پورته کړی ، حکومتي چارواکي او لوړ پوري خلک له مالیې ورکولو ډډه کوي ، او همدا ډول دغه قشر نه غواړي خپل سرمایه په هیواد کې ،د کرنۍ او یا نوی صنعتونو په جوړولو ولګوي ، دولتي تولیدونکی صنعتی ادارې د هیواد وینه څښي او همداسي یې بهوي ، پوځ له خپلو مصارفو راکمولو سره مخالفت کوي ،حتی هغوي هم له مالیې ورکړې څخه پرته نوي سوداګریز قوانین ځان ته تیار کړي دي ، او ځانونو له پاره یې د اوسیدو لوی لوی او ماډرن ځایونه نیولي دي ، یواځي ۱،۸ملیونه خلک مالیه ورکوي ،کروند ګر هیڅ ډول مالیات نه ورکوي ،هغوي د خوراکی توکو د نر خونو، له لوړوالو څخه ښه په پراخه کچه ګټي تر لاسه کوي ، خو بیا هم مالیه نه ورکوي ، ادارې فساد او رشوت مخ پر وده روان دی ، ملکي خدمتونه په ځانګړی ټوګه ښوونه او روزنه ،په ډیر بد حالت کې ده ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply