کوم کسان د کرونا له ډېر خطر سره مخامخ دي؟

0 639

د کرونا په نوي ويروس باندي ټوله انسانان يو ډول اخته کيږي. که هغه ښځي دي، که نارينه او که ماشومان. خو عواقب يې يو له بل سره توپير لري. په دې برخه کي ډېر عمر، جنسيت او مخکينۍ ناروغي خپل رول لري.

د برلين په شاريتې روغتون کي د ويروس پوه کريستيان دروستن په نظر، د کرونا نوي ويروس به په راتلونکو اونيو او مياشتو کي لا پسې پراخ شي او دوه پر درېيمه برخه انسانان به ورباندي اخته شي. که هوا گرمه هم شي او د په اصطلاح ريزش او گريپ وختونه هم تير شي، خو بيا به هم په دې برخه کي کوم بدلون رانه شي.

له بلي خوا به په ډيرو انسانانو کي دغه ناروغي سرسري تيره شي. خو د هغوی په بدن کي به، په مني کي چي يووار بيا د ريزش او زکام وخت وي، د SARS-CoV-2  په وړاندي انتي باډيز جوړ شي.

 ولي بايد تر ټولو دمخه د لوړ عمر کسان ځانونه وساتي؟

تر ټولو دمخه د زيات عمر لرونکي کسان له خطر سره مخامخ دي، دا ځکه چي له څه ناڅه ۶۵ کلنۍ وروسته د مړينې کچه لوړه وي. د بېلګې په ډول په چين کي تر څلويښت کلنۍ پوري د اخته کسانو د مړيني کچه صفر اشاريه دوه ده، د ۷۰ کلنۍ او ۷۹ کلنۍ ترمنځ اته سلنه او پس له ۸۰ کلنۍ څخه يې کچه ۱۴ اشاريه اته سلنه ده.

له همدې کبله بايد په راتلونکو اونيو او مياشتو کي زاړه کسان ځانونه وساتي، په تيره بيا هغه چي مخکنۍ ناروغۍ ولري. دغه تر گواښ لاندي ډله بايد په هيڅ صورت له گڼه گوڼي ډک ځايونو، غونډو او نورو پروگرامونو ته ورنه شي.

نیاګانې او باباګان بايد د لمسيانو پالنه ونه کړي، هغوی بايد په قرانطينونو او يا دې ته ورته اضطراري ځايونو کي ونه گومارل شي. د هغه پر ځای بايد د زړو کسانو اولادونه د هغوی کورته سودا راوړي تر څو سوپر مارکيټونو ته يې له تگ څخه مخنيوی وشي.

ولي مخيکنۍ ناروغۍ د کرونا خطر زياتوي؟

تقريباً ټوله مړه شوي کسان چي د کرونا په ويروس اخته شوي وو، مخکي يې هم کومه ناروغي درلوده. د روغتيا د نړيوال سازمان د يوې ارزونې له مخي په چين کي زياتره هغه کسان د مړيني له گواښ سره مخامخ شوي دي چي مخکي د زړه، شکر، د ويني د لوړ فشار، تنفسي او يا هم سرطان په ناروغيو اخته شوي وو.

ولي د ښځو په پرتله نارينه له ډير گواښ سره مخامخ دي؟

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله نارينه په ښکاره ډول د ښځو په پرتله د SARS-CoV-2 ناروغۍ په نتيجه کي ژر مري. په چين کي د فبرورۍ په نيمايي کي په کرونا اخته نارينه وو د مړيني کچه ۲ اشاريه ۸  او د ښځو هغه يو عشاريه ۷ وه.

په ۲۰۰۳م کال کي هم په هانگ کانک کي د سارس د ناروغي پر وخت وضعيت همدا ډول وو. حتي يو عادي گريپ هم، د ښځو په پرتله پر نارينه وو سخت تيريږي.

ولي کوچنيان له لږ گواښ سره مخامخ دي؟

د کرونا د نوي ويروس د پراخيدو پر وخت  بيا کوچنيان په ټولنه کي کمزوري نه بلل کيږي، له همدې کبله تر اوسه پوري يو ماشوم هم د وژل شوو کسانو په ډله کي شامل نه وو.

دا طبيعي ده چي کوچنيان هم په دغه ويروس اخته کيږي خو هغوي ناروغه نه وي او يا هم ډير لږ علايم له ځانه ښيي. دا چي د دې کار علت څه دی، تر اوسه لا معلومه نه ده.

ډاکټران اټکل کوي چي په ډيرو ماشومانو کي د هغوی د بدن د معافيت هغه سيستم اغيز لري چي د زيږيدو پر وخت يې لا په بدن کي موجود وي.

خوشبختانه تر اوسه هيڅ کوم ماشوم د COVID-19 له امله نه دي وژل شوی

ميندي خپلو اولادو ته د لومړنيو ناروغيو څخه د ساتلو له پاره د خپلو شيدو له لاري معافيت ورکوي. په دې ډول په بدن کي سپين کرويات د هغو ټولو ناروغيو په مقابل کي مقاومت کوي چي د پوست او يا هم مخاطي غشا څخه بدن ته د ننوتو هڅه کوي.

د معافيت دغه دوره معمولاً تر هغه وخته ادامه لري چي ماشوم خپل دبدن دفاعي سيستم جوړ کړي. د کوچنيانو په بدن کي تر لس کلنۍ پوري انتي باډي وده کوي چي وروسته بيا د نوو ناروغيو په وړاندي هم، د ژوند تر پايه د ودې په حال کي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply