له طالبانو سره د خبرو پلاوی باید هیوادپال او متخصص وی

احسان الله ارینزی

0 926

په دې ورځو کې په خواله رسنیو کې یو لست ښکته پوره کېږي چې وایي، له طالبانو سره د خبرو له پاره د افغانستان د دولت له خوا برابر شوی دی. دولت تر اوسه په دې هکله رسماً څه نه دي ویلي؛ خو ځینې سیاسیون وایي چې دا لست داکتر زلمي خلیلزاد دوی ته سپارلی دی.
که داسې وي؛ نو اټکل کېدای شي چې دا لست د ډاکتر خلیلزاد او افغان دولت په مشوره جوړ شوی. له همدې امله په لست کې د دولت پلوه کسانو شمېر ډېر ښکاري: د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د حزب اسلامی انجنیر امین کریم، د کرزي د وخت د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل، د محقق د حزب وحدت محمد ناطقی، د بامیانو پخوانۍ والۍ حبیبه سرابي، د کندهار د جمعیتی قوماندان نقیب الله زوی کلیم الله نقیبی، مدنی فعاله داکتر اورځلا اشرف، د جمعیت د ښځو برخې پخوانۍ مشره زینب مؤحد، د داکتر اشرف غني د دولت پلویان نادر نادري، عبدالمتین بیګ، عبدالهادی ارغندیوال او رسول طالب، جنرال ایوب انصاری( پخوانی ایوب سالنګی)، د پل خشتي جومات امام مولوی بلیغ او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شریفه زرمتۍ.
دوه ورځی مخکی، د جمهوری ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو لوی رییس، ښاغلی وحید عمر، وویل چې له طالبانو سره د خبرو د ټیم لست، د دولت له خوا جوړ شوی او هر کله چې د خبرو ځای او وخت وټاکل شی، دا لست به خپور کړي.
د وحید عمر په خبرو کې هغه لست نه دی رد شوی چې اوس په خواله رسنیو کې پروت دی؛ خو د ده له خبرو داسې ښکاري چې کېدای شي همدا لست په لږ او ډېر توپیر نهایی وي. داسې ویل کېږي چې د ملي امنیت پخوانی لوی رییس، ښاغلی معصوم ستانکزی به د پلاوی مشر وي.
یکشنبه یو شمېر سیاسیونو (حامد کرزی، حکمتیار، داکتر عبدالله، خلیلی، داکتر سپنتا، بابر فرهمند، محقق، صلاح الدین ربانی، حامد ګیلانی، حاجي دین محمد، اسحق ګیلانی، داکتر احدی او …) د استاد خلیلی په کور کې غونډه وکړه او دا لست یې رد کړ. حامد کرزي او داکتر عبدالله ویلی چې د دی پلاوي په ټاکلو کې له دوی سره مشوره نه ده شوې او کېدای شي چې ستونزې جوړې کړي. دوی په دې اند دي چې یوه لارښوده شوری باید جوړه شي چې له طالبانو سره په خبرو کې وروستي پرېکړې وکولای شی.
دولت وایي چې د دې پلاوی په غوراوي کې له سیاسي ګوندونو، مدني فعالینو، ځوانانو او ښځو سره مشروه شوې او پلاوی به په خبرو کې محدود واک ولري. د دولت په اند د دې پلاوي شا ته به یوه لویه شوری حضور ولري او وروستنۍ پرېکړې به ولسي جرګه، لویه جرګه او حتی ملي ټولپوښتنه کوي.

دولت وایي چې هدف د جګړې پای ته رسول دي. د دولت په اند ګوندونه مشروعیت نه لري او په ټاکنو کې د خلکو رایو د دوی وزن معلوم کړي دی او دا یوازي د دولت عمومي حقوقي شخصیت دی چې په حاکمیتي مسایلو کې په نړۍ، سیمه او په کور د ننه، د خلکو د ارادې استازیتوب کولای شي او زیاتوی چی سیاسي ګوندونه او شخصیتونه باید د دولت تر چتر لاندې کار وکړي.
په هر صورت هغه څه ته چې ډېره اړتیا ده د یو کمکي؛ خو اغېزمن پلاوي ټاکل دي چې د افغانستان د ټولو خلکو استازي وباله شي او د دې هېواد څلوېښت کلنې خونړۍ غمیزې ته د پای ټکی کېږدي.

دا پلاوی چې په هر ډول ټاکل کېږي؛ خو غړي یې باید لوړې زده کړې ولري؛ له افغنستان، جمهوري نظام او ولسواکۍ سره ژوره مینه ولري، په دیپلوماسۍ او دیپلوماتیکو آدابو پوه وي، په نړیوالو اړیکو کې د اقتصادي پراختیا په څنګ کې، د ملي امنیت او ملي ګټو په ټولو روابطو وپوهېږي، له سترو هېوادونو یا ګاونډیو سره د هراړخیزه خبرو وس، پوهه، اراده او واک ولري، په افغانستان او سیمه کې د جګړې په تاریخ او جغرافیه پوه وي، د حق او عدالت ساتندوی اوسي، له امریکایانو او طالبانو سره د خبرو شجاعت ولري او د مورني وطن سترې ګټې، ملي تاریخ، ملي ویاړونو، ملي اتلانو، ملي سرود، ملي بیرغ او نورو سرو وطني کرښو ته ژمن وي.

اوس که دولت یا دولت او وسله وال اپوزیسیون او تنظیمونه ټول، له طالبانو سره د خورا پېچلو او لانجمنو خبرو پلاوي، د تخصص، مسلک او پوهې له مخې نه؛ بلکې د قوم، ژبې، مذهب، سمت، تنظیم او خپلویو په اساس وټاکي؛ نو ډاډه دې اوسي همغسې یې چې جګړه بایللې، د سیاست میدان به یې هم طالبانو ته بایللی وي او دوی به بیا کولاب او مشهد او اسلام اباد او نه پوهېږیم چېرته او چېرته په تېښته وی؛ خو افغانستان به له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان پرېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply