کرونا: دستکشې ښايي د ګټې پر ځای تاوان ولري

0 554

یو ځل مصرف دستکشې د کرونا ويروس پر ضد واقعي ساتنه نه کوي. په اصل کې دا د يو شمير دلايلو پر اساس آن په ویروس د اخته کیدو خطر ډېروي. دا چې څرنګه دلته یې ولولئ.

په مغازو، بازارونو او په ورځني ژوند کې اوس له کرونا ويروس څخه د ځان د ساتنې په موخه د ماسکونو اغوستل زيات شوي دي. همدا راز ډير خلک د يو ځل له پاره د کاريدونکو دستکشو څخه کار اخلي. له اوونيو راهيسې د نړۍ په درملتونونو کې دا دستکشې پلورل کيږي.

يو ځل مصرف دستکشې د دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې يوه مهمه وسيله ګڼل کيږي. ځکه د کرونا ويروس نه يوازې د ټوخي او پرنجي له لارې يعني د مريض سره د نزدې تماس له لارې، بلکې پر بېلا بېلو سطحو د پاتېدو او بيا د دغه سطحو سره د تماس له لارې هم انتقاليږي.

یعني که سړی یو څه ته لاس ور وړي او پر هغه شي باندې د ناروغۍ عامل پروت وي، نو هغه په لاس پورې نښليدلی شي. بيا که څوک همدا لاس خپل مخ، سترګو، پوزې او خولې ته يوسي نو ویروس یې بدن ته داخليدلی شي او سړی ناروغه کولی شي.

دستکشې څومره ساتنه کولی شي؟

که څه هم چې يو ځل مصرف دستکشې ډاکتران د عملیاتو او نورو طبي معايناتو پر وخت کاروي، څو یې لاسونه په وينه او د بدن په نورو مايعاتو ککړ نه شي. دا دستکشې په باکتريا او ويروس د مصاب کیدو مخه هم نيسي خو البته د ډېرې لنډې مودې له پاره.

دا ځکه هغه مواد چې يو ځل مصرف دستکشې ترې جوړيږي، کوچني سيوري لري او څومره زیات وخت چې یې سړی په لاس کړي، هومره د دې زمينه برابريږي چې ويروسونه ترې سرايت وکړي. همدا وجه ده چې روغتيايي پرسونل د يو ځل مصرف دستکشو تر کارولو وروسته خپل لاسونه په ډير احتياط سره په ضد عفوني موادو پاکوي. معنا دا چې يو ځل مصرف دستکشې د حفظ الصحې د مقرراتو بديل نه شي کيدلی.

Indien Kalkutta | Coronavirus | Markt (picture-alliance/NurPhoto/D. Chakraborty)

«يو ځل مصرفه دستکشې ښايي انسانان ته د پاکوالي احساس ورکړي خو دا يو ډېر غولونکی احساس دی»

غولونکی محافظت؟

يو ځل مصرفه دستکشې چې د وينايل، لاتيکس او نايتريل موادو څخه جوړيږي، ښايي انسانان ته د پاکوالي احساس ورکړي خو دا يو ډېر غولونکی احساس دی.

ډېری خلک کله چې دستکشې په لاس سودا کوي نو ډير احتياط کوي چې خپل مخ لمس نه کړي خو سره له دې هم په بې پامې کې دغه کار کيږي او سړی خپل مخ ته لاس ور وړي.

پاملرنه: که تاسې آن خپل موبايل تليفون ته لاس ور وړئ او يا د خپل پتلون په جيب کې لاس واچوئ نو تاسې بې له دې چې پرې وپوهيږي، ډېره لويه ساحه په دغه ميکروب ککړه کړې وي. او په دې توګه ويروس سره له دستکشو ستاسې بدن ته داخلیدلی شي.

»په لويه کچه د حفظ الصحې د اصولو ګډوډي«

د دې وجوهاتو له کبله ډاکتران نه يوازې د ساتنې د دې غولونکي احساس څخه د ډډې کولې توصيه کوي، بلکې دې ته هم اشاره کوی چې دستکشې آن د ويروس د خپريدو خطر زياتولی شي. دا ځکه چې په دستکشو کې جلد ډير ژر خوله کيږي او داسې لوند او ګرم موسم د هر ډول باکترياو او ويروسونو له پاره ډير مساعد چاپيريال دی.

همدا وجه ده چې د آلمان په شمال کې د پرتې بريمر وورده سيمې يو ډاکتر هانه فيلد د تويتر او فيسبوک له لارې له خلکو په شدت سره دا غوښتنه وکړه: «د وتلو پر وخت بهتره ده چې روغتيايي دستکشې کار نه کړی. دا په لويه کچه د حفظ الصحې د اصولو ګډوډول دي.» نوموړي زياته کړې: «په دستکشو کې په ګرم او نم چاپيريال کې باکترياوې په ډير ښه شان سره تکثير کوي. د دستکشو تر ليرې کولو وروسته که لاسونه په ضد عفوني موادو پاک نه کړئ نو مبارک مو شه! تاسې پر خپلو لاسو د فضلاتو يو کانال لرئ.«

Symbolbild Hände waschen (Imago Images/Panthermedia)

د کرونا ويروس څخه د ساتنې ښې لارې چارې په صابون د لاسونو وينځل، د لازم واټن رعایتول او په کورونو ناسته ده

د سږو د ناروغيو متخصص او داخله ډاکتر ينس ميتویس هم ورته نظر لري. د آلمان د «ايس وي آر ۳» په نوم شبکې سره د خبرو پر وخت نوموړي يو ځل مصرف دستکشې د کرونا ويروس د «عامل د ويشونکي يا تقسيمونکي» په توګه يادې کړې. هغه وويل چې په پلاستکی دستکشو تر خالي لاسو چې تازه منځل شوي وي، زياتې باکترياوې جمع کيږي.

د محافظت سمه لاره

هغه خلک چې غواړي خپل ځان او نور انسانان د کرونا ويروس څخه وساتي بايد له دې کبله د ساتنې پيژندل شوي او منل شوي اصول او اقدمات تعقيب کړی او د يو ځل مصرف دستکشو څخه ډډه وکړي: لاسونه په صابن پريمنځئ، فاصله مراعت کړئ او په کور کې پاتې شئ…

خو هغه خلک چې غواړي يو ځل مصرف دستکشې وکاروي بايد تر استعمال وروسته هغه په سمه توګه له منځه یوسي او داسې نه لکه اوس چې له بده مرغه زياتره ليدل کيږي هغه يوې خوا ته وغورځوي.

د آلمان د ناروغیو د کنترول او وقایې فدرالي اداره روبرت کوخ انستيتوت لارښونه کوي چې دستکشې هم د ماسکونو په څېر تر استعمال وروسته په يوه پلاستکی خريطه کې په بيا ځلي کاريدونکو کثافاتو کې نه بلکې د ايستل اچول کيدونکو کثافاتو سره يوځای له منځه يوړل شي.

اليکساندر فرويند

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply