څېړونکي: په کراچۍ کې د ملا اختر منصور له جایدادونو ښکاري افغان طالبان په پاکستان کې د خوند ژوند تېروي

0 952

واشنګټن ــــ که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هېواد کې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور جایدادونه نه دي تایید کړي خو په پاکستان او امریکا کې څېړونکي وایي چې په کراچۍ غوندې ښار کې د هغه له جایدادونو ثابتېږي چې افغان طالبان په پاکستان کې له خونده ډک ژوند تېروي.

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) تېر کال انکشاف کړی وو، چې وایي په ۲۰۱۶م کال کې په بلوچستان کې د امریکې په ډرون برید کې د طالبان وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور نه یواځې په کراچۍ کې د څو اپارتمانونو، کورونو او مځکې مالک دی بلکې وایي هغه هلته د پراپرټۍ کار کاوه.

د پاکستان او افغانستان د چارو امریکایي څېړونکی مایکل کوګلمېن وایي، په کراچۍ کې د ملا اختر محمد منصور د جایدادونو لرل دا په ګوته کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې پټ نه بلکې ښکاره پناه ځایونه لري:

“په کراچۍ کې د ملا منصور د جایداد په تړاو دوې خبرې مخې ته راځي، یوه دا چې افغان طالبانو په پاکستان کې له پناه ځایونو ډېر خوند واخیست که څه هم پاکستان یې نه مني، د تحقیقاتو په بنیاد دا ډېره مهمه ده چې هغه دا جایدادونه نه یواځې په بلوچستان کې بلکې په کراچۍ غوندې مهم ښار کې یې لرل او د افغان طالبانو د روزنې لپاره یې استعمالول”.

ایف ای اې تېر کال په ترهګرۍ ضد عدالت کې د ملا منصور د جایدادونو خلاف مقدمه درج کړې وه، چې پکې پر هغه او د ده پر ملګرو د غیرقانوني جایدادونو لرلو تورونه لګېدلي وو. په مقدمه کې ویل شوي وو چې هغه د کراچۍ په بېلابېلو سیمو کې د محمد ولي او ګل محمد په نومونو ۶ جایدادونه لري چې قیمت یې کروړونه روپۍ دی.

په پاکستان کې د سیاسي چارو څېړونکی سیاستوال او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک وایي، په پاکستان کې د افغان طالبانو جایدادونه لرل څه نوې او نابلده خبره نه ده ځکه چې وایي دوی په پاکستان کې سرمایه کارۍ کړې دي او جایدادونه لري:

“طالبانو دلته [په پاکستان] کې ډېرې سرمایه کارۍ کړې دی، تقریباً د دوی د ټولو مشرانو دلته پیسې شته، کاروبارونه یې شته، جایدادونه او کورونه یې شته، خو ملا اختر منصور چونکې وفات شو ځکه اتفاقاً د هغه د جایدادونو کیسه را ووته”.

ایف ای اې دا انکشاف هم کړی وو چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان دوه جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو، چې د هغو په وسیله یې په کراچۍ ښار کې د دوو جلا بېنکونو اکاونټونه جوړ کړي وو او همدغه اکاونټونه یې د خپلو جایدادونو لپاره استعمالول.

په پاکستان کې د سیاسي چارو یو بل څېړونکی طاهر خان وایي، دا تر اوسه یواځې تورونه دي او دا نه ده ثابته شوې چې ملا اختر محمد منصور واقعي جایدادونه لرل، خو وایي که یې لرل هم دا څه نااشنا خبره ځکه نه ده چې په پاکستان کې هر افغان جایدادونه او کاروبارونه لري:

“دا یواړخیزه دعوه ده ځکه چې نه خو تر اوسه د اختر منصور د کورنۍ له خوا او نه د دې کس امار له خوا- چې د ده د جایدادونو شریک ګڼل شوی- په دې اړه څه ویل شوي دي، طالبانو هم له دې نه انکار کړی وو او د دوی ترجمان ویلي وو چې له اختر منصور سره دومره وخت نه وو چې جایدادونه یې اخیستي وو، نو دا یو ډېره مشکوکه معامله ده”.

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶م کال د مې په ۲۱مه نېټه له ایرانه د را ستنېدو په مهال د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د پاکستان او ایران ګډې پولې ته څېرمه د امریکې په ډرون برید کې وژل شوی وو.

افغان حکومت اکثر تور لګوي چې د افغان طالبانو ټول مشران په پاکستان کې اوسېږي، خو د ملا اختر محمد منصور یا د نورو افغان طالبانو د جایدادونو په اړه یې تر اوسه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) ته امر کړی چې د ملا اختر محمد منصور د جایدادونو په اړه تفصیل او په جایدادونو کې د هغه د دوو فرار ملګرو په اړه معلومات دې عدالت ته وړاندې کړي. د دې مقدمې بله اورېدنه به د اپرېل پر ۲۰مه نېټه کېږي.

 

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply