سلام رحيمي ته يو وړانديز

سيد حسين پاچا

0 728

سلام رحيمي ته يو وړانديز :

درې ډولۍ جوړې کړئ!

په يوې کې عبدالله او ډله يې، په نورو دوو کې هيبة الله او ډله يې له کوټې و دوحې راواده کړئ

شاه محمود قريشي او جواد ظريف به يې د نکاح پلاران، ماريا زخارف او ضمير کابلوف يې نکريزو ته او ښاغليو پوتين، شيجنپينګ او تميم بن حمد آل ثاني ته ويډيويي اسانتياوې برابرې کړې چې د خپلو لورانو د ودونو او نکاح صحنې له ليرې وويني. ناټو ائتلاف، اروپايي ټولنه، عرب ټولنه او نوره نړۍ به يې ستره ننداره وکړي چې دا به نه يوازې ټولشموله، بلکې نړيوال شموله حکومت وي

نوټ : ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د درېيمګړي او منصفانو په توګه بايد پر فېشني او ډلې يې دا کره کړي چې که دولتي واک و امتيازات اخلي، نو مسووليت به يې هم اخلي. داسې نه چې ځان په واک کې شريک ګڼي، امتيازات به يې اخلي او مسووليت به يې نه مني او ملامتيا به بيا پر غني وراچوي.

ښاغلی رحيمي،

افغان، سيمه وګاونډ او نوره نړيواله ټولنه تېری په انتظار کې ستړې شوه چې کله به ستاسو دا سياسي نکاح ترسره کيږي؟ د يو روحاني شخص او پيرخانه په توګه مې له ښاغلي ټرمپ، پوتين، شيجن پينګ او تميم بن حمد آل ثاني نه هيله دا ده چې نور تهران واسلام اباد ته اجازه ورکړي چې خپل استازي قريشي و ظريف د نکاح د پلارانو په توګه راوړاندې او دا خپلې متبنّی لورانې غني ته په سياسي نکاح کې ورحواله کړي.

بس دی د خدای په لحاظ نور موږ د هوسا وارام ژوند، سولې او خپل استقلال حق لرو.

زما په اند دا به نه يوازې ټولشموله، بلکې نړيوال شموله حکومت وي. په دې سره به نه يوازې سيمه ييزه اجماع، بلکې يوه مؤثره نړيواله اجماع به هم رامينځته شي چې  ټول به پرې خوشاله او ګيله من هم نه وي. خو دا بايد روښانه وي چې څوک دې موږ ته د خپلو مثلثونو له زاويو نه ګوري. له هر ډول نظامي وفرهنګي يرغلونو فکر او سوچ دې څوک نه کوي.

افغانستان يو تاريخي هېواد دی. ډېره اوږده تاريخي مخينه لري. څوک دې ورته د الحاق وادغام او نه ځانته د خوندي سيمې خوبونه ويني، لکه د ”داستان جهاد افغانستان“ ليکوال چې د خپل کتاب په ۴۴ مخ کې ورته اشاره کړې ده :

[[مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړو، خو د دوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او ”يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو“.

هم هغه وو چې د مجاهدينو ترمنځ له يو اوږد څو کلن جنګ وروسته طالبان دخلکو له پاره د سولې د فرشتو په توګه را پيدا شول او په ټول افغانستان يې قبضه وکړه او مونږ ته يې د پاکستان د خونديتوب يو نوی فرصت په لاس راکړ.]]

د خپلې سرزورۍ او ناپوهۍ او هم زموږ له وينو او بېسارې بلهاريو نه د ”دنيا حرامي“ نن د نړۍ سيال شو، خو موږ شا ته. زموږ د وينو له برکته د اتوم څښتن شو او اوس يې لا زياتي موږ له ځان سره د کشمير په مساله کې بونګه کړي يو.

نکاحنامې د نکاحنامو متن يې بايد د محتوی له امله ښه بېساری داسې غني وي چې د متن محتوی يې د افغانستان د اساسي قانون، ملي تاريخي وياړونو، نړيوالو اصولو او قوانينو او ان له ټولو اسماني اديانو له ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. موږ ته بايد خپل روا (مشروع) تاريخي حق بيرته راوسپارل شي. د نظام ستنې بايد د ملي – اسلامي ارزښتونو او احساس له مخې داسې ورغول شي چې بيا يې له هېڅ غماز سره د نړولو هېڅ تصور او مجال پاتې نه شي چې ووايی :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

افغانستان دومره مفته مړۍ نه ده چې د ”دنيا دا تورکونی حرامي“ يې خېټې ته واچوي او هضم يې کړي. د نړۍ ډېرو سترو ښامارانو يې د خوړلو او تېرولو هڅې کړي، خو هضم يې نه شو کړلی، نو ځکه يې ويلي : ((افغانستان د زقومو مړۍ ده)). تېرول يې اسان خو هضم يې سخت دی. موږ ته دې څوک دا له بوسو ډک ديسي اتوم هر ځلي نه يادوي او نه يې پروا لرو.

حدثني يعقوب، قال: ثنا ابن عُلَيَّة، عن بعض أصحابه، عن قتادة، في قوله ( فَلَوْلا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ ) قال: كان طويل الصلاة في الرّخاء; قال: وإنّ العمل الصالح يرفع صاحبه إذا عثر، إذا صرع وجد متكئا .
حدثني يونس، قال: أخبرنا ابن وهب، قال: ثنا أبو ضحر، أن يزيد الرَّقاشي، حدثه، قال: سمعت أنس بن مالك، قال: ولا أعلم إلا أن أنسا يرفع الحديث إلى النبيّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّم : ” أنَّ يُونُسَ النَّبِيّ حِينَ بَدَا لَهُ أنْ يَدْعُوَ الله بالكَلِماتِ حِينَ نَادَاهُ وَهُوَ فِي بَطْنِ الحُوتِ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ لا إلهَ إلا أنْتَ سُبْحَانَكَ إنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ، فَأَقْبَلَتِ الدَّعْوَةُ تَحْتَ الْعَرْشِ، فَقَالَتِ المَلائِكَةُ: يَا رَبِّ هَذَا صَوْتٌ ضَعِيفٌ مَعْرُوفٌ فِي بِلادٍ غَرِيبَة، قَالَ: أما تَعْرِفُونَ ذلكَ؟ قَالُوا يَا رَبّ وَمَنْ هُوَ؟ قَالَ: ذَلكَ عَبْدِي يُونُسُ، قَالُوا: عَبْدُكَ يُونُسُ الَّذِي لَمْ يَزَلْ يُرْفَعُ لَهُ عَمَلٌ مُتَقَبَّلٌ وَدَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ، قَالُوا: يَا رَبّ أوَلا يُرْحَمُ بِمَا كَانَ يَصْنَعُ فِي الرَّخَاءِ فَتُنَجِّيهِ مِنَ البَلاءِ؟ قَالَ: بَلَى، فَأَمَرَ الْحُوتَ فَطَرَحَهُ بالعَرَاءِ .

موږ ته دې څوک د خپلو بادارانو له نظره نه ګوري چې افغانستان يې هغه وخت د ځان او خپل سيال تزاري امپراتورۍ سره د يو حايل دېوال په توګه پرېښووه. د پنجاب مقتدره حلقه دې دا سوچ د تل لپاره له خپل ذهن وباسي. هېڅ يو افغان به د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي پورې له دې خبرې تېر نه شي او نه به پنجاب ته سر ټيټ کړي. کلا وحاشا داسې به هېڅ ونه شي!

په درنښت

سيد حسين پاچا

سلام رحيمي: ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د (روغې عالې شورا) کار پيل کړي

https://rohi.af/news/84970

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply