نبیل: طالب مشران د استخباراتي مالوماتو په شریکولو له امریکا پیسې وهي

0 606

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، د طالبانو قطر دفتر له امریکايي چارواکیو سره د استخباراتي او پټو مالوماتو په شریکولو سره، له دغه هېواد څخه پیسې وهي.

نبیل ویلي، هغه مقاله چې د سراج حقاني په‌نوم د روان زېږدیز كال د فبرورۍ په شلمه نيټه د “طالبان څه غواړي؟” تر عنوان لاندې په نیویارک‌ټایمز کې خپره شوه، د یوه مشهور امریکايي او یوه افغان څېړونکي له لورې لیکل شوې وه.

د نبیل په خبره، مقاله د (بشارت پیر) په مرسته چې يو كشمير الاصله-امریکایي دى او په تېر کې د كشمير د بېلتون غوښتنې غورځنګ غړی پاتې شوی، په نیویارک تايمز كې چاپ شوه.

د ملي امنیت پخواني رییس ټينګار کړی، داسې معلومات هم شته، چې د امريكا د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاس‌لیک وروسته په دوحه کې د نورو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو په اړه د استخباراتي معلوماتو شریکولو لړۍ هم پيل شوې، چې په بدل کې یې د طالبانو ځينې مشران له امریکا مالي مرسته تر لاسه کوي.

نبیل زیاته کړې، د طالبانو بریدونه یو واضح او ښکاره پيغام لري، او هغه دا چې د طالبانو تش په نوم جهاد، یوازې د افغان ولس پر ضد او د پردیو د موخو لپاره نا مشروع جګړه ده.

دا کړنې ښيي،‌ چې طالب مشران د پاکستان په‌مرسته له هر هېواد سره سوله کولای شي، د هر هېواد ګټې خوندي کولای شي او د هرې پردۍ موخې لپاره جګړه کولای شي؛ خو چمتو نه‌دي، چې د افغانستان د ګټو او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply