شخ سترګي – لنډه کیسه

لیکوال: حضرت عثمان نوري

0 634

چرګان په اذانونو کې په ضد ورغلي وو، د نړۍ پر مخ د تروګمېو پاچاهي ړنګېده، د سهار روښنايي ورو ورو ډېرېده او د ځمکې په مخ یې احسان زیاتېده، له خوبځای پورته شوم.

اودس مې وکړ او د کلي جومات ته روان شوم، د کور کوچنۍ دروازه مې پرانېسته، شاوخوا راته تنهايي وایسېده.

له لمونځ او تلاوت وروسته کور ته راستون شوم. له کاري مېز مې کتاب را پورته کړ؛ وړاندې مې تر نیمايي لوستی و، دوام مې ورکړ؛ له ښه ځنډ وروسته د سهارنۍ د چمتو والي غږ وشو. کتاب مې تر مالومې پاڼې ولوست، په نښه او بند مې کړ.

د سهار ناری مې وکړ؛ موبایل مې وشرنګېد، خپلې خوني ته ولاړم، د پوهنتون دورې ټولګیوال ښار ته وغوښتم. بوټان مې په پښو کړل او سړک ته مې ګړندي ګامونه واخیستل.

په سړک سپین ټاغی ملي بس را روان و، ورو ورو را نږدې کېده، څراغونه یې را کړل؛ له تم کېدو مې ورته وویل، ور پورته شوم او درېیمه څوکۍ کې کېناستم. ملي بس تر نیمايي ډک و. سهار سپرلۍ ډېرې موندل کېدې، ځکه خو بس د ملي بس کلینډر ښار ته په لومړي وار تګ نه ستړی کېد. ملي بس تر نیمايي لارې ډک شو او مزل یې چټک کړ.

له ښه ځنډ مزل وروسته مې ولیدل چې د سړک یوې څنډې ته څو عمر خوړلې تور سرې ناستې وې، ملي بس ته یې لاس ور کړ؛ موټروان بریک ته پښه یوړه.

څو سپین سرې میندې را پورته شوې، د ملي بس شاوخوا څوکېو ته یې وکتل، ټولې نیول شوې وې، دې سپین سرو مېندو د ملي بس په ښيښه ییزو کړکېو ځانونه کلکول، سملاسي له خپل ځایه پورته شوم او یوې مور ته مې د ناستې څوکۍ خالي کړه.

مېندو خپلو کې یو بل ته ستونه وکړل؛ خو په عمر تر ټولو مشره مور په څوکۍ کېناسته.

زما تر څوکۍ شا او مخ لوري ته ګڼ شمېر نورې څوکۍ څو لنډ فکره ځوانانو نیولې وې، د سر په وېښتو او جامو یې نخرې کړې وې، فېشن یې مړه خره را ژوندي کول، خو شخې سترګې یې ړندولې، غټ غټ غوږونه یې کڼول او د مېندو درناوی یې نه کاوه.

 د ملي بس حرکت ورو ورو ګړندی کېد، په زړه مې پنډ خبرو وزن ډېراوه. داسې شخې سترګې مې په ژوند نه وې لېدلې.

پای

د اپرېل ۲۰مه، ۲۰۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply